افغان ځوانانو بنګله دېش ته ماتې ورکړه
نړیوال
3 دقیقې

افغان ځوانانو بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دریمه لوبه کې سیالې بنګالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۴۳ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه.

3 دقیقې

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دریمه لوبه کې سیالې بنګالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۴۳ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۳۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه سبحان الله ۸۱، فیصل مبارز ۸۰ او سهیل خان ۲۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې غوره توپ اچونه وکړه او په بریالیتوب یې له خپل هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۳ منډو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې عمران محمدي ۳، سهیل خان او لطف الله محمدي ۲-۲، محمد علي او عابدالله یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. سبحان الله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د یادې لوبلړۍ په څلورمه او وروستۍ لوبه کې سیالې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران