افغان اتلانو له یوې سختې سیالۍ او مقاومت وروسته د بنګله ‌دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسوله
نړیوال
20 دقیقې

افغان اتلانو له یوې سختې سیالۍ او مقاومت وروسته د بنګله ‌دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسوله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زغم، مقاومت او مبارزې د یوې نه ستړې کېدونکې هڅې پرمټ د بنګله دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه له ماتې وژغورله او بې پایلې یې پای ته ورسوله.

20 دقیقې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زغم، مقاومت او مبارزې د یوې نه ستړې کېدونکې هڅې پرمټ د بنګله دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه له ماتې وژغورله او بې پایلې یې پای ته ورسوله.

په ټېسټ سیالیو کې د صدیق‌ الله اتل لومړنۍ سلیزه، په لومړۍ پاڼۍ کې د لوبډلمشر رحمت شاه ارزښتناکه سلیزه او د لوبې په وروستۍ ورځ د افغان اتلانو د وروستیو توپوهونکو زړورتیا او پیاوړې مبارزه د دې لامل شوه چې افغان لوبډله تر پایه د بنګله‌ دېش پر وړاندې مقاومت وکړي او د هغوی د بریا مخه ونیسي.

افغانستان د لومړۍ پاڼۍ له پور وروسته په وروستۍ پاڼۍ کې له سختې ننګونې سره مخ و؛ خو افغان توپوهونکو په ډېر زغم او حوصلې سره توپوهنه وکړه. صدیق ‌الله اتل د ۳۳۲ توپونو مخه وکړه او د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره د لوبډلې د مقاومت  سرلاری و. د نورو افغان لوبغاړو ارزښتناکو منډو او د وروستیو توپوهونکو مبارزې لوبډلې ته دا زمینه برابره کړه چې د لوبې تر پای پورې د ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۵ منډې جوړې کړي او لوبه په مساوي پایله پای ته ورسوي.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د توپ اچونې پر مهال له سختې ننګونې سره مخ و، خو افغان توپ اچوونکو د سیالې لوبډلې د منډو د محدودولو او د ویکټو اخیستلو لپاره پوره هڅې وکړې. محمد سلیم صافي د څلورو ویکټو په اخیستلو سره د توپ اچونې په برخه کې غوره وځلېد. یمین احمدزي هم د ۷۹ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې عصمت عالم یوازې د ۲۰ منډو په بدل کې دوه ویکټې ترلاسه کړې. د افغان توپ اچوونکو له هڅو سره سره، بنګله ‌دېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې جوړې کړې او افغان لوبډله یې د توپوهنې پر مهال له یوې سختې ننګونې سره مخ کړه.

افغان اتلانو په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د لوبډلمشر رحمت شاه د غوره توپوهنې او په ټېسټ سیالیو کې د څلورمې سلیزې پرمټ غوره ځوابي توپوهنې ته دوام ورکړ او د خپلې غوره توپوهنې پرمټ یې د پرله ‌پسې ویکټو له لوېدو سره سره افغان لوبډله په سیالۍ کې وساتله. دا سلیزه د نوموړي لپاره ځکه هم ځانګړی ارزښت درلود چې د افغانستان د لوبډلمشر په توګه یې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه جوړه کړه او لومړنی افغان لوبډلمشر شو چې د لوبډلمشر په توګه په خپله لومړنۍ لوبه کې سلیزه جوړوي.

عبدالمالک د پاڼۍ په پیل کې د ۱۲۰ توپونو په مخامخ کېدو ۶۲ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې اکرام علي‌ خېل په ۱۰۳ توپونو ۳۲ منډې ترلاسه کړې. د رحمت شاه او اکرام علي ‌خېل ترمنځ ملګرتیا د لوبډلې د پاڼۍ په باثباته کولو او د منډو په زیاتولو کې مهم رول ولوباوه. خو افغان لوبډله بالاخره په ۸۹.۱ اورونو کې د ۲۴۰ منډو په جوړولو سره ټوله له ډګره بهر شوه او د بنګله ‌دېش د لومړۍ پاڼۍ په پرتله یې د ۱۰۶ منډو شاته پاتې شوه.

فغان توپ اچوونکي د بنګله ‌دېش د دویمې پاڼۍ پر مهال په لومړیو کې درې ویکټې ترلاسه کړې، خو د بنګله ‌دېش پاتې توپوهونکو د پام وړ منډې جوړې کړې او افغان توپ اچوونکي له سختې ننګونې سره مخ شول. ضیاءالرحمن اکبر د ۸۶ منډو په بدل کې دوه ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې یمین احمدزي او محمد سلیم ساپي هم دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. قیس احمد یوه بله ویکټه واخیسته.

بنګله ‌دېش خپله دویمه پاڼۍ په ۱۰۵.۲ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د ۳۷۲ منډو له جوړولو وروسته پای ته ورسوله او افغانستان ته یې د بریا لپاره د ۴۷۹ منډو هدف وټاکه.

افغانستان د ستونزمن هدف پر وړاندې د زغم، حوصلې او مبارزې ښودلو ته اړتیا درلوده. د یوې لومړنۍ ویکټې له لاسه ورکولو وروسته، صدیق‌ الله اتل د توپوهنې مسوولیت پر غاړه واخیست او په یوې تاریخي پاڼۍ سره یې د لوبې د ژغورلو لپاره د افغان لوبډلې هیلې پیاوړې کړې.

د شاهدالله کمال له ۱۹ منډو وروسته، صدیق‌ الله اتل له رحمت شاه سره ملګرتیا پیل کړه. دواړو توپوهونکو د ۸۲ منډو ارزښتناکه ملګرتیا جوړه کړه او د بنګله‌ دېش د توپ اچوونکو پر وړاندې یې په پوره حوصلې او دقت توپوهنه وکړه.

رحمت شاه په ۱۲۴ توپونو د ۵۱ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد، خو د نوموړي دې پاڼۍ هم د لوبې په اوږدو کې د هغه غوره کارکردګي لا پیاوړې کړه. صدیق‌ الله اتل بیا خپلې توپوهنې ته دوام ورکړ او ورو ورو خپلې تاریخي موخې ته نږدې شو.

حشمت‌الله شهیدي ۳۶ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې اکرام علي ‌خېل ۳۳ منډې ترلاسه کړې. د اتل او اکرام ترمنځ د ۶۶ منډو ملګرتیا د افغان لوبډلې د پاڼۍ په باثباته کولو کې مهم رول ولوباوه او لوبډله یې د لوبې د ژغورلو موخې ته نوره هم نږدې کړه.

صدیق‌ الله اتل بالاخره په غوره توپوهنې سره خپله لومړۍ ټېسټ سلیزه بشپړه کړه. نوموړي د ۳۳۲ توپونو په مخامخ کېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې چې نهه څلوریزې او درې شپږیزې پکې شاملې وې.

کله چې صدیق‌ الله اتل د افغانستان د ۲۸۱ منډو پر مهال د ۷م لوبغاړي په توګه له ډګره بهر شو، فشار یو ځل بیا زیات شو او پاتې توپوهونکي اړ شول چې د لوبې تر وروستیو شېبو پورې د ویکټو له لوېدو مخنیوی وکړي. عصمت عالم، یمین احمدزي او قیس احمد په زړورتیا سره مبارزې ته دوام ورکړ او افغان لوبډلې د بنګله ‌دېش د توپ اچوونکو د پاتې ویکټو اخیستلو هڅې شنډې کړې.

قیس احمد په وروستیو شېبو کې ځانګړی رول ولوباوه او په ۴۹ ناسوځېدلو منډو سره یې خپله پاڼۍ پای ته ورسوله. یمین احمدزي هم ورسره تر پایه ودرېد او ۸۵ بالونو په لوبولو سره یې ۱۹ منډې جوړې کړې.

د لوبې په وروستیو شېبو کې افغان توپوهونکو په پوره زړورتیا مقاومت وکړ او د پای اورونه یې په بریالیتوب سره تېر کړل، چې په دې توګه یې ټېسټ لوبه په مساوي پایله پای ته ورسوله.

په دې سره د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده چې ورپسې به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي، چې په ترڅ کې به یې افغان لوبډله د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د زمبابوې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران