د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اعجاز احمدزي، شاهدالله کمال او راشد خان د غوره توپوهنې او فضل الحق فاروقي او راشد خان د بهترینې توپ اچونې پرمټ زمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
د دغې لوبې پچه سیالې زمبابوې لوبډلې وګټله
او لومړی یې په خپله د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان اتلانو د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو
لوبغاړو په زیان سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه اعجاز احمدزي چټکه نیمه سلیزه جوړه
کړه او ۵۲ منډې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ شاهدالله
کمال ۴۶ او راشد خان ۳۰ چټکې منډې جوړې
کړې.
افغان لوبډلې د یاد
هدف په دفاع کې غوره توپ اچونه هم وکړه او د فضل الحق فاروقي، راشد خان، مجیب
الرحمن او عظمت الله عمرزي د غوره توپ اچونې پرمټ یې له خپل هدف څخه په بریالیتوب
دفاع وکړه او سیالې زمبابوې لوبډلې ته یې په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې په ګټه
فضل الحق فاروقي ۳، راشد خان، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزي ۲-۲ او شاهدالله
کمال یوه ویکټ ترلاسه کړه. راشد خان د خپلې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ د لوبې
غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان اتلانو په دې
بریا سره په روانه لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ او راتلونکې پنجشنبې په
ورځ به د دویمې شل اوریزې نړیوالې لوبې په موخه د سیالې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ
ډګر ته ښکته شي.