افغان اتلانو په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې هم بریا خپله کړه
نړیوال
5 دقیقې

افغان اتلانو په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې هم بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عظمت الله عمرزي، اعجاز احمدزي، راشد خان او عبدالله احمدزي د غوره لوبې پرمټ سیالې زمبابوې لوبډلې ته په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د روانو شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې یې ۲-۰ صفر مخکېوالی ترلاسه کړ.

5 دقیقې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عظمت الله عمرزي، اعجاز احمدزي، راشد خان او عبدالله احمدزي د غوره لوبې پرمټ سیالې زمبابوې لوبډلې ته په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د روانو شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې یې ۲-۰ صفر مخکېوالی ترلاسه کړ.

د دغې لوبې پچه بیا هم سیالې زمبابوې لوبډلې وګټله او یو ځل بیا یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې یو ځل بیا په لومړیو اورونو کې ښه توپوهنه ونکړه او په ۵ منډو کې یې د خپل څلور لومړني لوبغاړي له لاسه ورکړل. افغان لوبډلې خپل پنځم لوبغاړی هم په ۳۸ منډو کې له لاسه ورکړ خو له هغه وروسته عظمت الله عمرزي او اعجاز احمد احمدزي بهترینه توپوهنه وکړه او د شپږمې ویکټې لپاره یې د ۱۴۲ منډو ملګرتیا وکړه.

د دوی دواړو ترمنځ دغه د ۱۴۲ منډو ملګرتیا د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې د شپږمې ویکټې لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا وشمېرل شوه. دغه راز د دوی دواړو ملګرتیا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ترمنځ پنځمه لوړه ملګرتیا وشمېرل شوه.

عظمت الله عمرزي ۱۱۶ منډې جوړې کړې، اعجاز احمد احمدزي یو ځل بیا ډېره ښه توپوهنه وکړه او د ۵۳ منډو په جوړولو سره یې خپله پرلپسې دویمه نیمه سلیزه جوړه کړه. له دوی وروسته راشد خان په ۶ توپونو د ۴ سترو شپږیزو پرمټ ۲۵* چټکې منډې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۲۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې د دغې لوبې په دویمه کې د خپل هدف په ځواب کې ښه توپ اچونه هم وکړه. که څه هم سیالې لوبډلې په پیل او وروستیو کې ډېره ښه توپوهنه هم وکړه خو افغان لوبغاړو په منځنیو اورونو کې ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې لوبغاړي یې ډېرو منډو جوړولو ته پرېنښودل. د لوبې په پای کې سیالې لوبډلې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۲۰۲ منډې جوړې کړې او لوبه د ۱۹ منډو په توپیر د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د افغان لوبډلې په ګټه عبدالله احمدزي دوه، راشد خان، عظمت الله عمرزي او فرید احمد ملک یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. راشد خان د یوې ویکټې په ترلاسه کولو سره په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د خپلو ویکټو شمېر ۲۰۰ ته ورساوه او د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو چې د لوبې په دې بڼه کې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

نوموړي په خپله ۱۲۰مه پاڼۍ کې دغه ستره کارنامه ترسره کړه او د توپ اچونې د ۱۳.۹۶ منډو د خورا عالي اوسط او په هر اور کې د یوازې ۶.۳ منډو په ورکولو سره یې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې. نوموړي دوه ځلې په یوه لوبه کې پنځه ویکټې ترلاسه کړې دي او په یوه پاڼۍ کې یې تر ټولو غوره توپ اچونه د درې منډو په بدل کې د پنځو ویکټو ترلاسه کول دي.

عظمت الله عمرزی د خپلې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د دغې لوبلړۍ په دریمه او وروستۍ لوبه کې د سیالې زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران