د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن وروستۍ دوه لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه کې د کابل اي لوبډلې د ۲۶ منډو په توپیر د نیمروز او دویمه لوبه کې د هرات لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر د خوست ب لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. باید وویل شي چې د یادو سیالیو ۸ مخکښو لوبډلو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار وموندله.
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ
چې د نومبر میاشتې پر ۲۳مه د هېواد په څلور ولایتونو کندهار، ننګرهار، خوست او
کونړ ولایتونو کې پیل شوې وې نن پای ته ورسېدې. دغه لوبو کې ۴۰ لوبډلو برخه درلوده
چې په ۸ ګروپونو کې یې یو د بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې. د یادو سیالیو په لړ کې
ننګرهار، ننګرهار ب، کابل الف، خوست، لوګر، پکتیکا، کندهار الف او خوست ب لوبډلو
وکولی شوه، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو په لار ومومي.
د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د کابل اي
لوبډلې توپوهونکي نعمان سالارزي ترلاسه کړه.
د نن ورځي دویمه لوبه چې د کندهار په قریشي
لوبغالي کې ترسره شوه، هرات پکې د ۵ ویکټو په توپیر د خوست ب لوبډلې ته ماتې
ورکړه. دغه لوبه کې لومړی خوست ب لوبډلې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه. د دوی په ګټه حسیب
الله ۵۸ او محمد هاشم ۳۱ منډې جوړې کړې. بلخوا د هرات لوبډلې په ګټه سیداحمد قریشي
۳ او محمد علي ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د خوست ب لوبډلې هدف هرات لوبډلې د لوبې په
۲۹م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د هرات توپوهنه کې فضل احمد ۱۰۴ او
کریم خان ۴۴ منډې جوړې کړې. د خوست ب لوبډلې توپ اچوونکو کې اصغر اتل ۲ ویکټې په
خپل نوم کړې. د هرات لوبډلې توپوهونکی فضل احمد د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان
دویمه درجه ولایتي سیالۍ هر کال د هېواد د بېلابېلو ولایتي لوبډلو تر منځ ترسره کیږي،
چې موخه یې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د مخکښو لوبډلو او
غوره لوبغاړو ورکول دي.