افغان ځوانانو په نړیوال جام سیالیو کې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه
خبرپاڼه
3 دقیقې

افغان ځوانانو په نړیوال جام سیالیو کې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ لوبډلې نن د یوې خورا هر اړخیزې او عالي لوبې پرمټ سیالې د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې یې خپله پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او سیالې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته یې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه عثمان سادات ۸۸ او لوبډلمشر محبوب خان ۸۶ منډې جوړې کړې.

د یاد هدف په دفاع کې افغان ځوانو بهترینه توپ اچونه وکړه او د ټولو توپ اچوونکو د بهترینې توپ اچونې په پایله کې یې سیاله لوبډله یوازې په ۱۲۴ منډو له ډګره بهر کړه او د ۱۳۸ منډو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه نصرت الله نورستاني ۴، خاطر خان ستانکزي او واحدالله ځدراڼ ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

لوبډلمشر محبوب خان په دغه لوبه کې بهترینه توپوهنه وکړه او په ۶۹ توپونو د دوه شپږیزو او ۱۰ څلوریزو پرمټ ۸۶ منډې جوړې کړې چې برمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې سره افغان لوبډلې په لومړیو دوه سیالیو کې بریاوې خپلې کړې او په خپله دریمه او د لومړي پړاو په خپله وروستۍ لوبه کې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د تانزانیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران