افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې د یوې غوره لوبې په پایله کې استرالیا ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولی یې په خپل نوم کړه.
افغان لوبډلې په پایلوبه کې د استرالیا د ۱۱۵ منډو هدف د لوبې
په وروستي اور کې د خپلو ۲ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۴ ویکټو په توپیر سترې بریا په خپلولو
سره یې د یادو سیالیو د اتلولۍ جام هم په خپل نوم کړ.
د افغان لوبډلې په ګټه عمران میر په ۱۴ توپونو ۵۳*، فرمان الله
ساپي په ۷ توپونو ۲۶*، ګلبدین نایب په ۶ توپونو ۱۷ او کریم جنت په ۵ توپونو ۱۳ منډې جوړې کړې او افغان لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.
افغان لوبډلې له دې وړاندې د یادو سیالیو په
ګروبي پړاو کې سویلي افریقا او عمان لوبډلو ته ماتې ورکړې او په خپل ګروپ کې یې
لومړی مقام خپل کړ. په خپل ګروپ کې د لومړي مقام له خپلولو وروسته افغان لوبډلې
نیمه پایلوبې ته لاره ومونده چې پکې یې له خورا غوره لوبې وروسته سکاټلنډ ته ماتې
ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده چې نن غرمه د استرالیا پر وړاندې ترسره شوه او
افغان لوبډلې پکې بریا خپله کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه په یادو سیالیو کې
ټولو لوبغاړو غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړې. د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه کې
فرمان الله ساپي ډېره ښه توپوهنه وکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې په خپل
نوم کړه. دغه راز په دویمه لوبه کې صدیق الله پاچا په ۱۰ توپونو ۴۵* منډې جوړې کړې
او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. په نیمه پایلوبه کې بیا لوبډلمشر ګلبدین نایب
نیمه سلیزه جوړه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې په خپل نوم کړه.
د دوی ټولو ترڅنګ کریم جنت او ننګیال خروټي
هم بهترینې لوبې وکړې او د افغان لوبډلې په اتلولۍ کې یې رغنده رول لوباوه.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې دویم ځل و چې
افغان لوبډله په دې سیالیو کې برخه اخلي او یوازې په خپل دویم ګډون سره یې په یادو
سیالیو د اتلولي جام په خپل نوم کړ.
د افغان لوبډلې دغه ستره لاسته راوړنه دې ټولو
هېوادوالو ته مبارک وی!