افغانستان کرکټ بورډ له ازبکستان سره د کرکټ د پراختیا لپاره د همکاریو تړون لاسلیک کړ
خبرپاڼه
13 دقیقې

افغانستان کرکټ بورډ له ازبکستان سره د کرکټ د پراختیا لپاره د همکاریو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فدراسیون د مسوولینو ترمنځ نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ د همکاریو د پراختیا او د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

13 دقیقې

 د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فدراسیون د مسوولینو ترمنځ نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ د همکاریو د پراختیا او د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د دغې ادارې اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د بورډ غړي ښاغلي ډاکټر احمد خالد حاتم ګډون درلود، په داسې حال کې چې د ازبکستان په استازیتوب د ازبکستان کرکټ فدراسیون عمومی مشر ښاغلي عزیز میخلیو او د یادې ادارې اجراییوی رییس فضلی الدین عبدولیو ګډون کړی  وو.

د دغه تړون له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ، د ازبکستان کرکټ فدراسیون ته د کرکټ د هر اړخیزې ودې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي. په دغو مرستو او همکاریو کې به روزنیز کورسونه، د لوبڅارانو روزنه، د بدني پیاوړتیا او فزیکي تکړښت روزنه، دغه راز د فزیوتراپي پروګرامونه، د ویډیویي شننې (ویډیو انالییز) روزنه، د استعدادونو لټون او موندنه، تخنیکي ورکشاپونه او د مجربو افغان روزونکو په مشرۍ روزنیز کمپونه شامل وي.

دغه راز به افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا د روزونکو په روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون لپاره له ازبک روزونکو سره مرسته وکړي او هم به ازبک لوبغاړو ته په کابل کې د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز کې د تمریناتو او روزنې فرصتونه برابر کړي.

د پورتنیو مرستو سربېره به افغان ابدالیان، نوولس کلنه کم عمره ملي لوبډله او دغه راز د کورني کرکټ مخکښې لوبډلې به په ازبکستان کې د کوربه فدراسیون له لوري په تنظیم شویو دوه اړخیزو سیالیو کې برخه واخلي. دغه چاره به د ازبکستان کرکټ فدراسیون ته د کرکټ د ودې او پراختیا لپاره اړینې او عملي لوبیزې موقع برابرې کړي.

افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا د د ازبکستان په څېر د کرکټ د نویو مخ پر وده هېوادونو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا څرګندوي او چمتو دی له نورو هغو هېوادونو سره هم خپلې همکارۍ او تجربې شریکې کړي چې د دغې لوبې د ودې غوښتونکي دي. دغه راز افغانستان کرکټ بورډ د خپلو تجربو، غوره مدیریت او هغو بریالیو لارو چارو شریکولو ته چمتووالی ښيي چې په نړیوال کرکټ کې یې د افغانستان په چټک پرمختګ کې ونډه اخیستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس، ښاغلي نصیب خان په دې اړه وویل: ((موږ د ازبکستان کرکټ فدراسیون سره د دغې ملګرتیا او همکارۍ هرکلی کوو. موږ ژمن یو چې د کرکټ د نویو مخ پر ودو هېوادونو ملاتړ په هماغه اخلاص سره وکړو چې زموږ خپل پرمختګ یې ګړندی کړی دی. موږ له ازبکستان کرکټ فدراسیون سره د خپلو تخنیکي وړتیاو او تجربو شریکولو ته سترګې په لار یو او خوښ یم چې د ازبکستان په څېر له ملګري هېواد سره دغه هوکړه لیک لاسلیکوو.))

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړي، ډاکټر احمد خالد حاتم وویل: ((له ازبکستان کرکټ فدراسیون سره دا هوکړه لیک به په سیمه کې زموږ د کرکټ اړیکې لا پیاوړې کړي او د روزنې، د لوبغاړو د ودې او تخنیکي پرمختګ په برخه کې به نوې لارې پرانیزي. موږ خوښ یو چې خپل سفر او د تجربو ډک مزل له نورو سره شریک کړو او د ازبکستان کرکټ فدراسیون د کرکټ هیلې او موخو ملاتړ وکړو.))

دغه راز د ازبکستان کرکټ فدراسیون عمومي رییس، ښاغلي عزیز میخلیو زیاته کړه: ((د ازبکستان کرکټ فدراسیون له افغان کرکټ بورډ سره په ملګرتیا ډېر خوښ دی. د کرکټ د غوره جوړښت له جوړولو نیولې د غوره استعدادونو تر موندلو او روزلو پورې، د هغوی تجربې موږ ته خورا ارزښت لري، ځکه چې موږ غواړو د خپل کرکټ بنسټ هم پیاوړی کړو او د خپلو لوبغاړو او روزونکو کچه لوړه کړو.))

سربېره پر دې، د ازبکستان کرکټ فدراسیون اجراییوي رییس، ښاغلي فضل الدین عبدولیو هم وویل: ((د بشپړ غړیتوب په لوري د افغانستان کرکټ بورډ چټک پرمختګ د نویو مخ پر ودو هېوادونو لپاره یوه غوره بېلګه ده، او موږ یې په دقت سره څارو. د همکارۍ دغه ملګرتیا موږ ته یو ځانګړی فرصت راکوي چې د پرمختګ له یوې ثابتې شوې او ګړندۍ تګلارې څخه زده کړه وکړو. موږ ډاډه یو چې د ګډو تجربو، منظم پلان جوړونې او سیمه ییزې همکارۍ په مرسته، د ازبکستان کرکټ فدراسیون هم کولی شي چې د پرمختګ ورته ستر مسیر ووهي.)

ملاتړ کوونکي او همکاران