افغان اتلانو په نړیوال جام کې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه
خبرپاڼه
5 دقیقې

افغان اتلانو په نړیوال جام کې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن ماښام د ابراهیم ځدراڼ د بهترینې توپوهنې او محمد نبي د غوره توپ اچونې پرمټ کاناډا ته د ۸۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶م کال په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه.

5 دقیقې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن ماښام د ابراهیم ځدراڼ د بهترینې توپوهنې او محمد نبي د غوره توپ اچونې پرمټ کاناډا ته د ۸۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶م کال په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه.

د دغې لوبې پچه سیالې لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۰۰ منډې جوړې کړې. ابراهیم ځدراڼ په ۵۶ توپونو د ۷ څلوریزو او ۵ شپږیزو پرمټ ۹۵* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ابراهیم ځدراڼ د لوبیز ژوند تر ټولو غوره پاڼۍ او په یوه لوبه کې ډېرې منډې وې. سربېره پر دې دا په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبغاړو له لوري تر ټولو لوړې انفرادي منډې وې. همدارنګه دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي ۱۶مه نیمه سلیزه وه، چې دا هم د لوبې په دې بڼه کې د افغان لوبغاړو له لوري تر ټولو ډېرې نیمه سلیزې شمېرل کېږي.

د نوموړي ترڅنګ صدیق الله اتل هم ښه توپوهنه وکړه او ۴۴ منډې یې جوړې کړې. په نورو توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۳۰ او عظمت الله عمرزي ۱۳ منډې جوړې کړې.

د یاد هدف په دفاع کې افغان لوبډلې بهترینه توپ اچونه وکړه او د دویمې پاڼۍ تر پایه یې د سیالې لوبډلې ته یوازې ۱۱۸ منډې ورکړې، چې په بدل کې یې ۸ لوبغاړي هم له ډګره بهر کړل. د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي غوره توپ اچونه وکړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې یوازې د ۷ منډو په بدل کې ۴ ویکټې ترلاسه کړې، چې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د محمد نبي د لوبیز ژوند تر ټولو غوره توپ اچونه وشمېرل شوه.

په نورو توپ اچوونکو کې راشد خان ۲، عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او افغان لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه د ۸۲ منډو په توپیر په خپله بریا پای ته ورسوله. ابراهیم ځدراڼ د خپلې بهترینې توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، چې خپله جایزه د ملي لوبډلې مشر روزونکي جناتن تراټ ته ډالۍ کړه، چې نن یې له افغان لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه وروستۍ لوبه وه.

جناتن تراټ په ۲۰۲۲م کال کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه خپل سفر پیل کړ چې له ځلورو کلونو په ډېره موده کې یې د افغان لوبډلې روزنه وکړه او افغان لوبډله یې یو شمېر تاریخي بریاو ته ورسوله.

په دې سره په ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې سفر له دوه زړه ماتوونکو ماتو وروسته په دوه بریاو سره پای ته ورسېد. افغان لوبډله که څه هم د یادو سیالیو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته له تګ پاتې شوه خو د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لوبډلو د درجه بندۍ له مخې یې د ۲۰۲۸م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته چې په استرالیا او نیوزیلنډ هېوادونو کې به ترسره کېږي، په مستقیمه توګه لاره ومونده. 

ملاتړ کوونکي او همکاران