ماهیپر ستورو دریمه بریا خپله کړه
کورني
7 دقیقې

ماهیپر ستورو دریمه بریا خپله کړه

د اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لسمه لوبه کې ماهیپر ستورو هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۴۱ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

7 دقیقې

د اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لسمه لوبه کې ماهیپر ستورو هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۴۱ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د ماهیپر ستورو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. هندوکش سټرایکرز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ماهیپر ستورو د توپ اچوونکو پړ وړاندې ښه توپوهنه ترسره نکړه او ټوله لوبډله یې د ۱۱۷ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړه. دوی لپاره ډېرې منډې حشمت الله شهیدي ۳۳ او کمال خان ۲۵ جوړې کړې. بل لوري ته ماهیپر ستورو ته په توپ اچونه کې لوبډلمشر یمن احمدزي ۴، حیات الله نوري او نصیر خان هر یوه ۲ او قیس احمد یوه وېکټ ترلاسه کړه.

ماهیپر ستورو په خپله لومړۍ توپوهنه کې غوره کارکردګي وکړه او ۴۶۴ منډې یې جوړې کړې او هندوکش څخه یې د ۳۴۷ منډو مخکېوالی ترلاسه کړ. دوی ته شاهدالله کمال غوره پاڼۍ ترسره کړه او تر نورو یې ډېرې ۲۵۵ منډې جوړې کړې. بل لوري ته هندوکش سټرایکرز ته توپ اچونه کې امان الله کنړي ۳، مسلم موسی او خیر محمد هریوه ۲ او ضیاالرحمان، نوید ځدراڼ او عبدالمالک هر یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.

هندوکش سټرایکرز په خپله دویمه پاڼۍ توپوهنه کې هم ښه ونه ځلېده او ټوله لوبډله یې په ۲۰۶ منډو د ماهیپر ستورو له خوا له ډګره بهر شوه. دوی ته په توپوهنه کې مسلم موسی ۸۷ او حشمت الله شهیدي ۴۷ جوړې کړې. چې په پایله کې یې لوبه د یوې پاڼۍ او ۱۴۱ منډو په ستر تفاوت وبایلله.

ماهیپر ستوري لوبډلې ته په توپ اچونه کې یمین احمدزي ۶، قیس احمد ۲، او حیات الله او واحد ځدراڼ هر یوه ۱ وېکټ ترلاسه کړه.

 د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د ماهیپر ستورو پیاوړي توپوهونکي شاهدالله کمال ترلاسه کړه چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۲۵۵ منډې جوړې کړې.

ملاتړ کوونکي او همکاران