د اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په نهمه لوبه کې میوند اتلان لوبډلې پامیر لیجنډز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۴۱ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې میوند اتلان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. پامیر لیجنډز لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او خپل ټول لوبغاړي یې په ۱۱۰ منډو له لاسه ورکړل. دوی لپاره په توپوهنه کې یواځې اکرام علي خیل بریالی ثابت شو چې ۶۱ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې. بل لوري ته میوند اتلانو نجات مسعود، سلیم ساپي او خلیل ګربز غوره توپ اچونه ترسره کړه او په ترتیب سره یې ۴، ۳ او ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
میوند اتلانو د پامیر لیجنډز ۱۱۰ منډو تعقیب کې غوره توپوهنه ترسره کړه او د
اصغر اتل ۹۷ او
لوبډلمشر افسر ځاځي ۸۶ منډو پر مټ یې د ټولو وېکټو په زیان ۳۳۸ منډې جوړې کړې چې دې سره یې ۲۲۸ منډې مخکېوالی ترلاسه کړ. د پامیر لیجنډز په
توپ اچونه کې سمېع الله سرمست ۵، فرید ملک او ظاهر خان هر یوه ۲ او سلام خان یوه وېکټ ترلاسه کړه.
پامیر لیجنډز د میوند اتلانو په ۲۲۸ منډو مخکېوالې پسې د خپلې توپوهونې دویمه پاڼۍ
کې ټول لوبغاړي په ۱۸۷ منډو له لاسه ورکړل. مخکښ منډه جوړوونکی یې
بلال ترین وو چې ۵۸ منډې یې جوړې کړې. چې په دې سره یې لوبه د یوې
پاڼۍ او ۴۱ منډو په توپیر میوند اتلانو ته وبایلله. په دې
پاڼۍ کې میوند اتلانو ته په توپ اچونه کې سلیم ساپي او نجات مسعود هر یوه ۳ او خاطر ستانکزي او شمس الرحمان هر یوه ۲ وېکټې ترلاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د میوند
اتلان لوبډلې چټک توپوهونکي نجات مسعود ترلاسه کړه چې په دواړو پاڼیو کې یې ۷ وېکټې ترلاسه کړې وې.