د افغانستان نوولس کلنو ځوانانو او هند نوولس کلنې الف لوبډلې ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه په بنګلور کې د دوامداره وورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده او د درې اړخیزې لوبلړۍ جام په ګډه دواړو لوبډلو ته ورکړل شو.
ټاکل شوې وه چې دغه لوبه د افغانستان پرمهال د سهار په ۸:۰۰ بجو پیل شي خو
د ورښت له امله د لوبې پیل له ځنډ سره مخ شو، دغه لوبه له ۴ ساعته ځنډ وروسته د غرمې
په ۱۲:۱۵ بجو پیل شوه. افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان ځوانانو د د سیالې لوبډلې پر وړاندې پایلوبه کې بهترینه توپ اچونه پیل
کړه او د ۱۹ اورونو تر پایه یې د ۷۹ منډو په بدل کې ۵ سیال لوبغاړي له ډګره بهر
کړل، چې یو ځل بیا باران پیل شو او لوبه یې وځنډوله چې په پای کې یې بې پایلې
اعلان شوه او د لوبلړۍ جام دواړو لوبډلو ته په ګډه ورکړل شو.
د افغان لوبډلې په ګټه عبدالعزیز خان ۲، سلام خان احمدزي او خاطر ستانکزي
یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د افغان لوبډلې تکړه لوبغاړي عبدالعزیز خان په دغو سیالیو کې بهترینه توپ
اچونه وکړه او په ۱۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبلړۍ غوره لوبغاړی
ونومول شو.
په دې سره د هند په بنګلور ښار کې د ځوانانو درې اړخیزه لوبلړۍ پای ته
ورسېده چې ورپسې به افغان ځوانان په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د متحده عربي
اماراتو ته سفر وکړي.