افغان ځوانانو د دریم ځل لپاره د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده
خبرپاڼه
8 دقیقې

افغان ځوانانو د دریم ځل لپاره د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده

له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې نن د فیصل خان شینوزاده او محبوب خان تسکین د توپوهنې او دغه راز د عبدالعزیز خان او عاقل خان د غوره توپ اچونې پرمټ ایرلنډ نوولس کلنې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دریم ځل لپاره یې د کرکټ نړیوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۱۵ منډې جوړې کړې او سیالې ایرلنډ لوبډلې ته یې په دې خورا مهمه او حیاتي لوبه کې د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان شینوزاده ۱۶۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۸۹ منډې جوړې کړې.

فیصل خان شینوزاده له کریم جنت وروسته دویم افغان لوبغاړی شو چې د نوولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې ۱۵۰ منډې جوړوي. دغه راز نوموړي تر دې مهاله په خپله پاڼۍ کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې چې د ځوانانو نړیوال جام سیالیو په یوه پاڼۍ کې د افغان لوبغاړو له لوري تر ټولو ډېرې منډې شمېرل کېږي.

د یادونې وړ ده چې کریم جنت په ۲۰۱۶م کال ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې د فیجي نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ۱۵۶ منډې جوړې کړې وې، چې له دې وړاندې د افغان لوبغاړو ترمنځ تر ټولو لوړې منډې شمېرل کېدې.

افغان ځوانانو د دغې لوبې په دویمه پاڼۍ کې د خپل ټاکل شوي هدف په دفاع کې بهترینه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۱۲۴ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه عبدالعزیز خان او عاقل خان ۳-۳، نصرت الله نورستاني او روح الله عرب یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او افغان لوبډله یې د ۱۹۱ منډو په توپیر سترې بریا ته ورسوله.

تکړه توپوهونکی فیصل خان شینوزاده، چې د ایرلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې دغه لوبه کې یې بهترینه توپوهنه کړې وه او په ۱۴۲ توپونو یې د یوې شپږیزې او ۱۸ څلوریزو پرمټ ۱۶۳ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ملاتړ کوونکي او همکاران