افغان ځوانانو په نړیوال جام سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ
خبرپاڼه
4 دقیقې

افغان ځوانانو په نړیوال جام سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې خورا عالي او هر اړخیزې لوبې پرمټ د سویلي افریقا نوولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او روان کال ځوانانو نړیوال جام سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

4 دقیقې

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې خورا عالي او هر اړخیزې لوبې پرمټ د سویلي افریقا نوولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او روان کال ځوانانو نړیوال جام سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د دغې لوبې پچه سیالې سویلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان ځوانانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبغاړو خپل لومړی پیلیز توپوهونکی ژر له لاسه ورکړ خو فیصل خان شینوزاده او خالد احمدزي د ۱۵۲ منډو ملګرتیا وکړه. فیصل خان ۸۱، خالد احمدزي ۷۴ او د لومړۍ پاڼۍ په وروستیو کې عزیر خان نیازي بهترینه توپوهنه وکړه او ۵۱* ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان ځوانانو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۶ منډې جوړې کړې او سویلي افریقا لوبډلې ته یې د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

د یاد هدف په دفاع کې افغان لوبغاړو لومړنی سیال پیلیز توپوهونکي په لومړي اور کې له ډګره بهر کړ او د خپلې غوره توپ اچونې او ډګرساتنې په دوام یې د ۱۳ اورونو ترپایه یوازې د ۴۷ منډو په بدل کې ۳ سیال لوبغاړي له ډګره وویستل. سیالو لوبغاړو د ۶۰ منډو ملګرتیا وکړه خو افغان توپ اچوونکو یو ځل بیا ویکټې ترلاسه کړې او د یوې جالبې لوبې په پایله کې یې سیاله لوبډله په ۲۳۸ منډو له ډګره بهر کړه او د ۲۸ منډو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه.

خاطر ستانکزي او عبدالعزیز خان دوه-دوه او دغه راز نصرت الله نورستاني او حفیظ ځدراڼ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د دوی ترڅنګ په افغان لوبغاړو څلور سیال لوبغاړي د بهترینې ډګرساتنې په پایله کې له ډګره بهر کړل چې پرمټ یې افغان ځوانانو ستر بری ترلاسه کړ.

عزیر الله خان نیازی د خپلې هر اړخیزې لوبې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي لومړی په خورا مهم وخت کې ۵۱* منډې جوړې کړې؛ وروسته یې په ډګر ساتنه کې یو بهترین رن-اوت وکړ او دغه راز یې دوه غوره کېچونه ترلاسه کړل، چې پرمټ یې افغان ځوانانو سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان ځوانانو په خپله لومړنۍ لوبه کې بریا خپله کړه او د روان کال نړیوال جام سیالیو کې د غوره پیل ترلاسه کولو وروسته به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په خپله دویمه لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران