له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې دریمه بریا هم خپله کړه
نړیوال
4 دقیقې

له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې دریمه بریا هم خپله کړه

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د هند نوولس کلنه الف لوبډله د دویم ځل لپاره له ماتې سره مخ کړه او په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې خپله دریمه لوبه د ۶۵ منډو په توپیر په خپله بریا پای ته ورسوله.

د دغې لوبې پچه سیالې هندۍ الف نوولس کلنې لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغان ځوانانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې مناسبه توپوهنه وکړه، د لومړۍ پاڼۍ تر پایه یې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۳۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۴ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه عزیز الله میاخیل ۶۰، لوبډلمشر محبوب خان ۵۰، خالد احمدزي ۳۰ او نصرت الله نورستاني چټکې ۲۸* منډې جوړې کړې.

د یاد هدف په دفاع کې افغان ځوانانو بهترینه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۱۶۸ منډو له ډګره بهر کړه چې پرمټ یې د ۶۵ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې سلام خان احمدزي، عبدالعزیز او روح الله عرب هر یوه ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

لوبډلمشر محبوب خان چې په توپوهنه کې یې نیمه سلیزه جوړه کړې وه او دغه راز یې د خپلې غوره لوبډلمشرۍ پرمټ افغان لوبډله بریا ته رسولې وه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د سیالې هندۍ نوولس کلنې الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران