افغان اتلانو ایرلنډ ته په څلورمه لوبه کې هم ماتې ورکړه
خبرپاڼه
7 دقیقې

افغان اتلانو ایرلنډ ته په څلورمه لوبه کې هم ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې د صدیق الله اتل او ابراهیم ځدراڼ د غوره توپوهنې او یمین احمدزي او راشد خان د بهترینې توپ اچونې پرمټ د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې یې ۳-۰ مخکېوالي ترلاسه کولو سره یاده لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

7 دقیقې

د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې د صدیق الله اتل او ابراهیم ځدراڼ د غوره توپوهنې او یمین احمدزي او راشد خان د بهترینې توپ اچونې پرمټ د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې یې ۳-۰ مخکېوالي ترلاسه کولو سره یاده لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د دغې لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د یوې غوره او عالي توپوهنې په پایله کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۴۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۴۴ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۱۴۳ او ابراهیم ځدراڼ ۱۰۷ منډې جوړې کړې. د دغو دوو اتلانو د غوره ځلېدو ترڅنګ دروېش رسولي هم ښه توپوهنه وکړه او ۲۴ منډې یې جوړې کړې.

دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د افغان اتلانو تر ټولو لوړې منډې شمېرل کېږي. افغان لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۲۴م کال کې د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې وې، چې هغه مهال په یوه پاڼۍ کې د افغان لوبډلې تر ټولو ډېرې منډې شمېرل کېدې.

افغان اتلانو د دغه ستر هدف په دفاع کې ښه توپ اچونه پیل کړه او د سیالې لوبډلې دوه توپوهونکي یې ژر له ډګره بهر کړل، خو منځنیو اورونو کې یې پاتې توپوهونکو نسبتاً غوره توپوهنه وکړه او د پاڼۍ په پای کې یې خپلې منډې ۳۰۱ ته ورسولې او د ۴۲ منډو په توپیر یې لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله. د افغان لوبډلې په ګټه یمین احمدزي او راشد خان بهترینه توپ اچونه وکړه. یمین خان ۴ او راشد خان ۳ ویکټې ترلاسه کړې، د دوی ترڅنګ عظمت الله عمرزي ۲ او غضنفر یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان لوبډلې ۳۴۳ منډې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د ابراهیم ځدراڼ اوومه خو د صدیق الله اتل دویمه سلیزه شمېرل کېږي. سربېره پر دې، ابراهیم ځدراڼ او صدیق الله اتل د دویمې ویکټې لپاره د ۲۳۱ منډو ملګرتیا وکړه چې د افغان لوبغاړو ترمنځ په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې دریمه لوړه ملګرتیا وشمېرل شوه.

دغه راز دا یوازې څلورم ځل دی چې په یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې دوه افغان توپوهونکي سلیزې جوړوي. له دې وړاندې نورعلي ځدران او محمد شهزاد په ۲۰۱۰م کال کې د کاناډا، ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز په ۲۰۲۳م کال کې د بنګله دېش او عظمت الله عمرزي او محمد نبي په ۲۰۲۴م کال کې د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې سلیزې جوړې کړې وې.

د دې ترڅنګ ابراهیم ځدراڼ په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې هم بشپړې کړې او له محمد نبي، رحمت شاه، محمد شهزاد او رحمن الله ګربز وروسته پنځم افغان توپوهونکی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم کوي. نوموړي په خپله ۱۲۶مه نړیواله پاڼۍ کې د نږدې ۴۰ منډو په اوسط سره د ۷ سلیزو او ۳۰ نیمه سلیزو پرمټ خپلې منډې ۴۵۰۰ ته ورسولې.

په نړیوال کرکټ کې د ۴۵۰۰ منډو بشپړلو سربېره نوموړي یوازې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې هم خپلې منډې ۲۰۰۰ ته ورسولې. نوموړي په خپله ۴۵مه پاڼۍ کې دغه کارنامه ترلاسه کړه او د نږدې ۴۹ منډو په بهترین اوسط سره یې د ۶ سلیزو (اوسمهال یې د سلیزو شمېر ۷ ته رسېدلی دی) او ۱۰ نیمه سلیزو پرمټ خپلې منډې ۲۰۰۰ ته ورسولې. په دې سره ابراهیم ځدراڼ په نړیواله کچه له هندۍ شوبمن ګېل (۳۸ لوبې) او د سویلي افریقا له هاشم املا (۴۰ لوبې) وروسته یوازې دریم توپوهونکی شو چې په کمو (۴۵) نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړوي.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه صدیق الله اتل په خپل نوم کړه چې په ۱۲۰ توپونو یې د ۱۷ څلوریزو او ۴ شپږیزو پرمټ ۱۴۳ منډې جوړې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په دغه لوبلړۍ کې ۳-۰ مخکېوالی ترلاسه کړی دی او د وروستۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې په موخه به د راتلونکې شبنې په ورځ د کوربه لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران