ماهیپر ستورو لوبډلې د نهم پړاو فرسټ کلاس سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه
کورني
10 دقیقې

ماهیپر ستورو لوبډلې د نهم پړاو فرسټ کلاس سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه

ماهیپر ستورو لوبډلې د نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په پایلوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

10 دقیقې

 ماهیپر ستورو لوبډلې د نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په پایلوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

 ماهیپر ستورو او هندوکش سټرایکرز چې په لومړي پړاو کې یې د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو پایلوبې ته لار وموندله، د یکشنبې په ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول.

 د لوبې پچه ماهیپر ستورو وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۲۵۹ منډو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل چې په توپوهنه کې ورته نصیر معروف خېل ۴۴ او عثمان سادات ۳۷ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې. په داسې حال کې چې هندوکش سټرایکرز ته په توپ اچونه کې نورستاني ۳، امان الله،زیت الله او اظهار نوید هر یوه ۲ او نوید ځدراڼ یوه وېکټ ترلاسه کړه.

 هندوکش د ماهیپر ستورو ۲۵۹ منډو پسې په خپله لومړۍ توپوهنه کې د لوبډلمشر اصف موسی زي ۸۶، سهیل زرمتي ۷۱، مبین ۴۹ او کمال خان ۴۸ منډو پر مټ ۲۹۲ منډې جوړې او د ۳۳ منډو مخکې والی یې ترلاسه کړ. د ماهیپر ستورو په ګټه توپ اچونه کې ابراهیم شریفي او نصیر معروف خېل هر یوه ۴ او بشیر افغان یوه وېکټ ترلاسه کړه.

 ماهیپر ستورو په خپله دویمه توپوهنه کې د عثمان سادات ۱۷۱ ناسوځېدلو منډو، عزیز میاخېل ۷۴، نصیر ۵۲ او ناصر جمال ۴۴ منډو پر مټ ۴۳۲ منډې جوړې کړې او دې سره یې هندوکش سټرایکرز ته د ۴۰۰ منډو هدف وټاکه. هندوکش ته توپ اچونه کې اظهار ۶، زیت الله ۲ او نوید ځدراڼ او اصف هر یوه ۱ وېکټ ترلاسه کړه.

 هندوکش لوبډلې په خپله وروستۍ پاڼۍ کې د ۱۹۶ منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، که څه هم علي احمد دوی ته توپوهنه کې ۱۰۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې خو نور لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل او پایلوبه یې د ۲۰۳ منډو په ستر توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله. ماهیپر ستورو ته توپ اچونه کې نصیر ۶، بشیر، شوکت او ناصر هر یوه ۱ وېکټ ترلاسه کړه.

 د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د ماهیپر ستورو ټول چاري لوبغاړي نصیر خان معروف خېل چې په دواړو پاڼیو کې یې ۱۰ وېکټې او ۹۹ منډې جوړې کړې، ترلاسه کړه.

 همدارنګه یمین احمدزی په ۴۲ وېکټو او ۲۰۵ منډو د نهم پړاو غوره لوبغاړي او غوره توپ اچوونکي، شاهدالله کمال په ۵۳۸ منډو د غوره توپوهونکي او عثمان سادات په ۲۸۴ منډو د تکړه ځوان لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

ملاتړ کوونکي او همکاران