ماهیپر ستوري په نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه
کورني
6 دقیقې

ماهیپر ستوري په نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه

ماهیپر ستورو د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د میوند اتلان لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

6 دقیقې

ماهیپر ستورو د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د میوند اتلان لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

دغه لوبه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې پچه یې د ماهیپر ستورو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د یوې غوره او بهترینې توپ اچونې په پایله کې د لوبډلمشر یمین خان احمدزي او ابراهیم عبدالرحیمزي د غوره توپ اچونې پرمټ میوند اتلان لوبډله یوازې په ۷۱ منډو له ډګره بهر کړه. یمین احمدزي خورا ښه توپ اچونه وکړه او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ ابراهیم عبدالرحمیزی هم ښه وځلېده او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې.

ماهیپر ستورو د خپلې غوره توپ اچونې وروسته ښه توپوهنه هم وکړه او د میوند اتلانو د لومړۍ پاڼۍ د ۷۱ منډو په ځواب کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې او له سیالې لوبډلې یې د ۱۲۸ منډو مخکېوالی ترلاسه کړ. د دغې لوبډلې په ګټه ریاض حسن ۶۳ او محمد اسحق ۵۸ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د میوند اتلانو په ګټه افتاب عالم ۵، نجات مسعود او بلال سمیع ۲-۲ او عبدالله تره خېل یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د دغې لوبې دوه لومړۍ پاڼۍ د لومړۍ ورځې له پای ته رسېدو وړاندې پای ته ورسېدې، کله چې میوند اتلانو توپوهنه پیل کړه نو یو ځل بیا د ماهیپر ستورو د غوره توپ اچونې سره مخ شوه او د ورځې تر پایه یې یوازې په ۲۲ منډو کې خپل ۶ لوبغاړي له ډګره بهر شول. اعجاز احمدزی او عبدالله تره خېل لوبغالي ته ښکته شول او د دویمې ورځې په پیل کې یې خورا ښه توپوهنه وکړه. دغو دوه لوبغاړو د ۷مې ویکټې لپاره د ۱۳۳ منډو ملګرتیا وکړه او نه یوازې یې د سیالې ماهیپر لوبډلې پور ختم کړ، بلکې مخکېوالی یې هم ترلاسه کړ.

اعجاز احمدزي د خپلې غوره توپوهنې په پایله کې سلیزه جوړه کړه او په ۱۱۰* منډو سره یې تر پایه خپله ویکټ له لاسه ورنکړه. د نوموړي ترڅنګ عبدالله تره خېل ۶۹ او افتاب عالم ۲۰ منډې جوړې کړې. د دغو لوبغاړو د غوره توپوهنې پرمټ میوند اتلان لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او ماهیپر ستورو ته یې د ۹۶ منډو هدف وټاکه. د ماهیپر ستورو په ګټه په توپ اچونه کې ابراهیم عبدالرحیمزي ۵، محب الله زرمتي ۳ او یمین خان احمدزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ماهیپر ستورو لوبډلې یاد هدف د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا د ۶ ویکټو په توپیر ترلاسه کړه. د ماهیپر ستورو په ګته په توپوهنه کې ناصر جمال ۳۰، شاهدالله کمال ۲۲* او محب الله زرمتي ۱۵* منډې جوړې کړې. د میوند اتلانو په ګټه نجات مسعود ۲، عبدالله تره خېل او عرب ګل مومند یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ماهیپر ستوري لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزي د دغې لوبې په دواړو پاڼیو کې ۹ ویکټې ترلاسه کړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه چې پرمټ یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو په دوام به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ میوند اتلان لوبډله په ننګرهار ولایت کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، په داسې حال کې چې په خوست ولایت کې به ماهیپر ستوري لوبډله د پامیر لیجینډز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران