د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالیو په اتمه ورځ امو نهنګان لوبډلې سپین غر پړانګانو ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله پنځمه بریا ثبت کړه. دغه راز د ورځې په دویمه لوبه کې بیا مس عینک اتلانو د خپلې هر اړخیزې لوبې پرمټ بست ساتونکو ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله دویمه بریا په خپل نوم کړه.
د ورځې لومړۍ لوبه کې امو نهنګان د سپین غر
پړانګانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول. د دغې لوبې پچه امو نهنګان لوبډلې
وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د لوبې
په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۷ منډې
جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه عصمت عالم
۴۲*، اعجاز احمدزي او نورالرحمن ۲۸-۲۸ او زبید اکبري ۲۲ منډې
جوړې کړې. له بلې خوا د امو نهنګانو په ګټه ګلبدین نایب ۳، قیس
احمد او یمین احمدزي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د یاد هدف په ځواب کې امو نهنګان لوبډلې بهترینه توپوهنه وکړه او یاد هدف یې
په ۱۷.۲ اورونو کې د خپلو ۲ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ چې له مخې یې د ۸ ویکټو
په توپیر سره بریا خپله کړه. دا په روانو سیالیو کې د امو نهنګانو پنځمه بریا شمېرل
کېږي. د امو نهنګانو په ګټه عمران میر ۸۸* او فیصل خان شینوزاده ۵۵* منډې جوړې کړې
او خپله لوبډله یې پنځمې بریا ته ورسوله. عمران میر د خپلې بهترینې توپوهنې پرمټ د
لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې په دویمه لوبه کې مس عینک اتلان د بست ساتونکو پر وړاندې د سیالۍ
ډګر ته ښکته شول. بست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه
وکړه. بست ساتونکو لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو
په زیان سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۹ منډو
هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ۶۴، اصف
موسی زي ۳۷* او کریم جنت ۲۷ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک اتلانو په
ګټه خلیل ګربز ۴، نصرت الله نورستاني، ضیاءالرحمن شریفي او مجیب
الرحمن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
مس عینک اتلانو د یاد هدف په ځواب کې ښه توپوهنه وکړه او یاد هدف یې د دویمې
پاڼۍ په وروستۍ اور کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او په درې ویکټو
یې بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه سهیل خان ۴۵*، رحمن الله ګربز ۴۰، خالد
تڼیوال ۳۷ او ریاض حسن ۱۷ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بست ساتونکو په ګټه عبدالله
تره خېل ۳ او نور احمد دوه ویکټې ترلاسه کړې. دا په روانو سیالیو کې د مس عینک
اتلانو دویمه بریا شمېرل کېږي.
خلیل ګربز د خپلې غوره توپ اچونې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادو سیالیو په دوام به سبا سهار مس عینک اتلان لوپډله د سپین غر
پړانګانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، په داسې حال کې چې د ورځې په دویمه
لوبه کې به امو نهنګان لوبډله د بست ساتونکو پر وړاندې ولوبېږي.