د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالۍ چې د روانې اپرېل میاشتې پر دویمه نېټه په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شوي وې، نن پای ته ورسېدې. دغه لوبو کې امو زون لوبډلې د زیاتو ۵۹ امتیازونو په خپلولو سره لومړی مقام ترلاسه کړی. بلخوا بیا کندهار کې د سپین غر او مس عینک تر منځ لوبه کې سپین غر زون لوبډلې بریا خپله کړه. د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالیو کې د هېواد د پنځو زونونو پیاوړو لوبډلو ګډون درلود، چې د ملي، الف، نولس کلنو او د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي پکې ولوبېدل.
د امو او بندامیر زونونو تر منځ لوبه چې د سې
شنبې پر ورځ په هلمند کرکټ لوبغالي کې پیل شوه، بندامیر پکې د لوبې پچه وګټله او
لومړی یې توپوهنه وکړه. یادې لوبډلې د نقیب احساس ۱۴۴، محمد ریاض ۱۰۹ او خالد
احمدزي ۴۳ منډو پر مټ ۳۲۹ منډې ترسره کړې. بلخوا د امو په توپ اچونه کې عنایت الله
۳ او عثمان یونس ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د بندامیر لوبدلې د ۳۲۹ منډو ځواب کې امو
لوبډلې ۳۳۵ منډې ترسره کړې او د ۶ منډو مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د امو په توپوهنه
کې جاوید احمدزي ۷۷، الله نور ناصري ۷۰ او رحمن ریحان ۴۶ منډې جوړې کړې. دغه راز د
بندامیر لوبډلې په ګټه وحیدالله ځدراڼ ۳، سید شېرزاد، نصیرخان او ولي اغا هر یوه ۲
لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په دریمې پاڼۍ کې بندامیر لوبډلې د ۸ ویکټو په زیان ۲۶۸ منډې جوړې کړې وې،
چې د ورځي په خلاصېدو سره دغه لوبه بې پایلې شوه. د بندامیر توپوهنه کې سهیل خان
۸۸، عزت نور ۸۲ او نقیب الله احساس ۴۰ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د امو په
ګټه روح الله عرب ۳ او عثمان یونس ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په وروستیو کې د بندامیرلوبډلې توپوهونکی
نقیب الله احساس په ۱۴۴ او ۴۰ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
په کندهار کرکټ لوبغالي کې بیا د سپین غر او مس
عینک تر منځ لوبه چې د مس عینک لوبډلې په توپوهنې پیل شوه، مس عینک پکې په لومړۍ
پاڼۍ کې ۳۱۵ منډې جوړې کړې. د دوی توپوهنه کې محمد یونس ۷۲، نصیراحمد ۶۸، سیف
ننګیال ۶۳ او کرامت الله ۴۷ منډې جوړې کړې. دغه راز د سپین غر توپ اچونه کې اکرام
مومند او حیات نوري ۳-۳، ابوذر ساپي او نظیف الله امیري ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د مس عینک لوبډلې ۳۱۵ منډو په تعقیب کې سپین
غر لوبډلې ۳۰۷ منډې جوړې کړې. د دوی توپوهونکو کې جلات موسی زي ۱۱۴ او مجید عالم
۸۶ منډې ترسره کړې. همدا ډول د مس عینک توپ اچونه کې نسیم منګل ۵ او محمدالله ۴
ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په دریمې پاڼۍ کې مس عینک زون لوبډلې
د ټولو ویکټو په تاوان ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د ۱۹۷ منډو هدف یې وټاکه. د مس عینک
توپوهنه کې ایمل شاهین تر نورو زیاتې ۷۷ چټکې منډې جوړې کړې. د ویلو ده، چې د سپین
غر توپ اچونه کې خاطر ستانکزي ۵ او ابوذر ساپي ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د مس عینک لوبډلې د ۱۹۷ منډو هدف سپین غر
لوبډلې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی توپوهنه کې نظیف الله امیري ۱۰۲ منډې
جوړې کړې. د مس عینک لوبډلې توپ اچوونکو کې محمد الله لوګري ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې په وروستیو کې د سپین غر زون لوبډلې
الراونډر نظیف الله امیري په ۲ ویکټو او ۱۰۲ منډ د لوبې غوره لوبغاړی او همدا شان
د مس عینک لوبډلې الراونډر محمد یونس ځدراڼ په ۷ ویکټو او ۳۶۳ منډو د یادو سیالیو
تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شول.
د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې
ورځنۍ سوپر کولا سیالیو په لړ کې ارشاد الدین ساپي په ۴۰۴ منډو لومړی، جاوید احمدزی
په ۳۷۴ منډو دویم او محمد یونس ځدراڼ په ۳۶۳ منډو دریم مخکښ منډه جوړوونکي لوبغاړي
شول. بلخوا د توپ اچونې په برخه کې محمدالله لوګری په ۲۲ ویکټو لومړی، نصیر خان په
۱۷ ویکټو دویم او روح الله عرب په ۱۵ ویکټو دریم غوره توپ اچوونکي شول.
د یادونې وړ ده، چې د اي انډ وړاندې کوونکې
میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالیو غوره او ځلېدلي لوبغاړي به په راتلونکي
پړاو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو سیالیو کې د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړي.