د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې د سپین غر زون لوبډلې بهترینه او هر اړخیزه لوبه وکړه او د مس عینک لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. سپین غر لوبډلې د دې بریا پرمټ د روانو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې ټاکل شوې ده د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به ترسره شي.
د دغې لوبې پچه د مس عینک زون لوبډلې وګټله
او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د
توپوهنې پیل ډېر ښه وکړ، خو وروسته یې خپل لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل او د لومړۍ پاڼۍ
په پای کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۲ منډې
جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر
شاهدالله کمال ۷۳، ابراهیم ځدراڼ ۵۷ او
خالد تڼیوال ۵۲ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د سپین غر زون په ګټه
ابراهیم عبدالرحیمزي او ظاهر خان هر یوه ۳، عصمت عالم او عرب ګل مومند دوه-دوه ویکټې
ترلاسه کړې.
سپین غر زون د یاد هدف د ترلاسه کولو په موخه پیل ښه ونکړ او خپل لومړي
څلور لوبغاړي یې وختي له لاسه ورکړل خو لوبډلمشر دروېش رسولي او اکبر موسی زي غوره
ملګرتیا وکړه او نه یوازې یې خپله لوبډله له ستونزمن حالت نه وویسته، بلکې هدف ته
یې هم ورسوله او په یوې سترې بریا سره یې د یادو سیالیو تر پایلوبې ورسوله چې د
راتلونکې پنجشنبې په ورځ به ترسره شي.
د سپین غر زون لوبډلې په ګټه دروېش رسولي غوره پاڼۍ ولوبوله او په لېسټ اې
سیالیو کې یې خپله نهمه سلیزه جوړه کړه. د نوموړي ترڅنګ اکبر موسی زي ۴۸ او وفي
الله تره خېل ۴۱ منډې جوړې کړې. د مس عینک زون په ګټه عبدالله تره خېل او مجبور
خروټي دوه-دوه او نصیر خان معروف خېل یوه ویکټ ترلاسه کړه. د سپین غر زون لوبډلې
لوپډلمشر دروېش رسولي د خپلې بهترینې توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې سره د سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسېد چې په پایله کې یې د سپین غر
زون لوبډله په ۸ او د امو زون لوبډله په ۷ نمرو د یادو سیالیو د لومړي پړاو د دوو
مخکښو لوبډلو په توګه پایلوبې ته لاره ومونده چې ټاکل شوې ده د راتلونکې پنجشنبې په
ورځ به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.