د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند د زونونو په کچه نهم پړاو اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالۍ د سپین غر زون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته د امو زون لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د لېسټ اې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د زونونو په
کچه نهم پړاو اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنۍ سوپرکولا سیالۍ د تېرې می میاشتې په ۱۷مه
نېټه په ننګرهار ولایت کې پیل شوې چې پکې مس عینک، بست، بند امیر، امو او سپین غر
زون لوبډلو ګډون درلود. هرې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۶ لوبې ترسره کړې چې له منځه
یې سپین غر او امو لوبډلو د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو
پایلوبې ته لاره ومونده چې نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي
کې ترسره شوه.
د دغو سیالیو په وروستۍ پایلوبه کې د سپین غر
زون لوبډلې لومړی توپوهنه غوره کړه. دغې لوبډلې د زونونو په کچه د پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې
غوره توپوهنه وکړه او د لوبډلمشر دروېش رسولي او عصمت عالم د سلیزو پرمټ یې د خپلو
۸ لوبغاړو
په زیان سره ۲۷۷ منډې جوړې کړې. د سپین غر زون لوبډلې په ګټه دروېش
رسولي ۱۰۱ او عصمت
عالم ۱۰۰ منډې جوړې
کړې. له بلې خوا د امو زون په ګټه ګلبدین نایب ۵، فضل
الحق فاروقي او جاوید سعیدي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د سپین غر زون لوبډلې د خپل ۲۷۸ منډو هدف په
دفاع کې د عرب ګل مومند، عصمت عالم، ظاهر خان او محمد ابراهیم عبدالرحیمزي د بهترینې
او غوره توپ اچونې پرمټ د امو زون لوبډله په ۱۹۳ منډو له ډګره بهر کړه او د ۸۴ منډو په
ستر توپیر یې بریا خپله کړه چې پرمټ یې د زونونو په کچه د نهم پړاو اي انډ جام لېسټ
اې - یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د دغې لوبډلې تکړه الرونډر عصمت عالم د زونونو
په کچه د نهم پړاو اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په پایلوبه کې د امو زون لوبډلې پر وړاندې بهترینه لوبه نندارې
ته وړاندې کړه او د ۱۰۰ منډو ترڅنګ یې دوه ویکټې هم ترلاسه کړې. نوموړي د خپلې لوبډلې
په اتلولۍ کې ستر رول ولوباوه چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز د مس
عینک لوبډلې ځوان توپوهونکي خالد تڼیوال په دغو سیالیو کې ۳۵۷ منډې جوړې کړې چې
پرمټ یې د سیالیو ترټولو ځوان لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ د سپین غر زون
لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي یمین احمدزي په ۱۵ ویکټو سره د سیالیو غوره
توپ اچوونکی ونومول شو.
د سپین غر زون لوبډلې
لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي دروېش رسولي بیا د دوو سلیزو او دوو نیمه سلیزو پرمټ د
۱۰۴.۷۵ منډو په اوسط سره ۴۱۹ منډې جوړې کړې، چې پرمټ یې د دغو سیالیو د غوره
توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه. دغه راز د بست زون لوبډلې لوبډلمشر او تکړه الرونډر کریم
جنت بیا په دغو سیالیو کې ۲۱۳ منډې او هم یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې چې له امله یې د زونونو
په کچه د نهم پړاو اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو غوره لوبغاړی
ونومول شو.
یادونې وړ ده
چې د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو د عمومي مالي ملاتړي
حقوق له اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت ترلاسه کړي و. دغه راز د مرستیال مالي
ملاتړ کوونکي حقوق بیا سوپرکولا ملي شرکت ترلاسه کړي و. د دوی ټولو ترڅنګ شفا عظیم
روغتون په یادو سیالیو کې د روغتیا د برخې د همکار، وېني د لباس د برخې همکار او
افغان ټیلیکام د معلوماتي ټکنالوژي د برخې د همکار په توګه له افغانستان کرکټ بورډ
سره یوځای کار وکړ.