امو لوبډلې پایلوبې ته لاره ومونده
کورني
4 دقیقې

امو لوبډلې پایلوبې ته لاره ومونده

د امو زون لوبډلې نن د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د بند امیر زون لوبډلې ته د ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دریمې بریا په خپلولو سره یې د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو روځنیو سوپرکولا سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده.

4 دقیقې

د امو زون لوبډلې نن د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د بند امیر زون لوبډلې ته د ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دریمې بریا په خپلولو سره یې د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو روځنیو سوپرکولا سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده.

د دغو سیالیو ۱۴مه لوبه نن په د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې پچه یې د بند امیر زون لوبډلې وګټله او لومړی یې د امو زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. امو زون لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره یې ۳۰۸ منډې جوړې کړې چې له مخې یې سیالې بند امیر زون لوبډلې ته د ۳۰۹ منډو هدف ورکړ. د دغې لوبډلې په ګټه تکړه پیلیز توپوهونکي عمران میر غوره توپوهنه وکړه او ۱۶۱ منډې یې جوړې کړې. دا په روانو سیالیو کې د نوموړي پرلپسې دویمه او په عموم کې څلورمه سلیزه وه چې عمران میر په لېسټ اې سیالیو کې جوړه کړه.

د نوموړي ترڅنګ یوسف شاه ۴۵، ګلبدین نایب ۳۴* او فیصل خان ۲۴ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر زون لوبډلې په ګټه سمیع الله سرمست ۲ او فریدون داودزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

امو زون لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې له غوره توپوهنې وروسته د دغه هدف په دفاع کې بهترینه توپ اچونه هم وکړه او سیاله د بند امیر زون لوبډله یې په ۲۱۵ منډو له ډګره بهر کړه. د بند امیر زون لوبډلې په ګټه جاوید احمدزي ۵۱، محمد اکرم ۴۶، سهیل خان زرمتي ۳۶ او مجید عالم ۳۰ منډې جوړې کړې، خو د امو زون توپ اچوونکو د خپلې غوره توپ اچونې پرمټ دغه لوبه په خپله بریا پای ته ورسوله. د دغې لوبډلې په ګټه فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب او اظهار الحق نوید ۲-۲، عظیم ځدراڼ او جاوید سعیدي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. عمران میر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دغو سیالیو د لومړي پړاو وروستۍ لوبه به سبا ترسره شي چې پکې به د مس عینک زون لوبډله په یوه خورا مهمه او برخلیک ټاکونکې لوبه کې د سپین غر زون پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران