امو زون لوبډلې ستره بریا خپله کړه
کورني
3 دقیقې

امو زون لوبډلې ستره بریا خپله کړه

د امو زون لوبډلې د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د بست زون لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

3 دقیقې

د امو زون لوبډلې د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د بست زون لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

امو زون لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د بست زون لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د یوې غوره توپ اچونې په پایله کې د بست زون لوبډله په ۱۵۹ منډو له ډګره بهر کړه. د امو زون لوبډلې په ګټه محمد نبي میاخېل او محمد سلیم ساپي بهترینه توپ اچونه وکړه او هر یوه درې ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف هم ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. له بلې خوا د بست زون لوبډلې په ګټه نجیب الله ځدراڼ ۶۸ او نصیر احمد د ۳۵ منډو په جوړولو بریالی شو.

د امو زون لوبډلې له خورا غوره توپ اچونې وروسته په توپوهنه کې هم عالي لوبه وکړه او د عبدالمالک او عمران میر د غوره توپوهنې پرمټ یې د بست زون د ۱۶۰ منډو هدف د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره د لوبې په ۳۰م اور کې ترلاسه کړ او د زونونو په کچه اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو کې یې خپل سفر په سترې بریا سره پیل کړ. د دغې لوبډلې په ګټه عبدالمالک ۷۵ او عمران میر ۴۵ منډې جوړې کړې. محمد نبي میاخیل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادو سیالیو په دریمه ورځ به د سپین غر زون لوبډله په دغو سیالیو کې خپل سفر پیل کړي او سبا به د بند امیر زون د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شی. 

ملاتړ کوونکي او همکاران