د نهم پړاو لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه بند امیر لوبډلې وګټله
کورني
5 دقیقې

د نهم پړاو لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه بند امیر لوبډلې وګټله

د بند امیر زون لوبډلې د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په لومړۍ لوبه کې د یوې خورا جالبې او په زړه بورې لوبې په پایله کې د مس عینک زون لوبډلې ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو لومړۍ لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله.

5 دقیقې

د بند امیر زون لوبډلې د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په لومړۍ لوبه کې د یوې خورا جالبې او په زړه بورې لوبې په پایله کې د مس عینک زون لوبډلې ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو لومړۍ لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله.

د دغې لوبې پچه د بند امیر زون لوبډلې وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د مس عینک زون لوبډلې پر وړاندې لوبه کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۳۱ مندې جوړې کړې چې پرمټ یې سیالې لوبډلې ته د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه اعجاز احمدزي ۷۵، نورالرحمن ۵۳، حسن عیسی خېل ۵۰، صدیق الله اتل ۳۹، فرمان الله ساپي او شمس الرحمن ۳۶-۳۶ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک زون په ګته محمد یونس ۳، عبدالله تره خېل او اصغر اتل ۲-۲، خیر محمد او ضیاءالرحمن شریفي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په ځواب کې د مس عینک زون لوبډلې ښه توپوهنه وکړه. د دغې لوبډلې لوبډلمشر او تکړه پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز د بند امیر زون پر وړاندې لوبه کې غوره توپوهنه وکړه او په ۸۸ منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. له نوموړي وروسته بل ځوان او تکړه توپوهونکي رحمن الله ځدراڼ مسوولیت واخیست او په ۹۴ توپونو یې ۱۰۹ منډې جوړې کړې.

د ځدراڼ ترڅنګ د نوموړي کشر ورور محمد یونس ځدراڼ هم ښه وځلېده او د غوره توپ اچونې وروسته یې په توپوهنه کې هم خپله وړتیا ثابته کړه. نوموړي ۴۸ منډې جوړې کړې او له رحمن الله ځدراڼ سره یې مهمه ملګرتیا وکړه. یو وخت داسې برېښېده چې مس عینک زون لوبډله به دغه هدف په خورا اسانۍ سره بشپړ کړي، خو د بند امیر زون توپ اچوونکو د لوبې په وروستیو کې ډېره ښه توپ اچونه وکړه او دغه لوبه یې یوازې د ۶ منډو په توپیر په خپله بریا پای ته ورسوله.

د بند امیر زون په ګټه په توپ اچونه کې خلیل احمد، شمس الرحمن، فریدون داودزي او ننګیال خروتي ښه وځلېدل او هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې. اعجاز احمدزی د خپلې غوره توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو په دویمه ورځ به د امو زون لوبډله د بست زون پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران