د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په دویمه ورځ امو نهنګان او سپین غر پړانګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې. امو نهنګان لوبډلې د ورځې په لومړۍ لوبه کې بست ساتونکو او سپین غر پړانګانو له غرمې وروسته بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.
د ورځې د لومړۍ لوبې پچه د امو نهنګان
لوبډلې لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بست
ساتونکو د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۵۳ منډې
جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه نجیب الله
ځدراڼ ۴۵، شمس الرحمن ۲۷ او ابراهیم ځدراڼ ۲۳ منډې
جوړې کړې. له بلې خوا د امو نهنګانو په ګټه لوبډلمشر یمین احمدزي او ګلبدین نایب ۳-۳،
عبدالله احمدزي او فضل الحق فاروقي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
امو نهنګان لوبډلې د خپلې اتلولۍ د دفاع په ترڅ کې یو ځل بیا بهترینه لوبه
وکړه او په خپله دویمه لوبه کې یې د بست ساتونکو لوبډلې هدف د خپلو ۵ لوبغاړو
په زیان سره ترلاسه کړ او په روانو سیالیو کې یې خپله پرلپسې دویمه بریا ثبت کړه.
یمین احمدزی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې دویمه لوبه د سپین غر پړانګان او بند امیر ښامارانو ترمنځ ترسره شوه
چې پچه یې پړانګانو وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په
لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۰ منډې
جوړې کړې او سیالې بند امیر لوبډلې ته یې د ۱۸۱ منډو
هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه محمد اکرم ۷۹، عصمت عالم ۴۹ او زبید
اکبري ۲۳ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر ښامارانو په ګټه اظهارالحق نوید او
فرمان الله ساپي ۲-۲، ننګیال خروټي، محمد غصنفر او محمد سلیم یوه-یوه
ویکټ ترلاسه کړه.
سپین غر پړانګان لوبډلې له غوره توپوهنې وروسته غوره توپ اچونه هم وکړه او
بند امیر ښاماران لوبډلې ته یې د ۲۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه چې پرمټ یې په روانو یوولسم
پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ. محمد اکرم د
لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادو سیالیو په دوام به سبا د جمعې په ورځ، د جولای میاشتې په دریمه
نېټه، مس عینک اتلان د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.