بست ساتونکو د ورځې په لومړۍ لوبه کې مس عینک اتلانو ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله پرلپسې دویمه بریا خپله کړه. دغه راز د ورځې په دویمه لوبه کې امو نهنګانو د یوې خورا هر اړخیزې لوبې پرمټ بند امیر ښامارانو ته د ۳۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او خپله څلورمه بریا یې خپله کړه.
د ورځې لومړۍ لوبه د مس عینک اتلانو او بست
ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مس عینک اتلانو وګټله او لومړی یې د توپ
اچونې پرېکړه وکړه. بست ساتونکي لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه
توپوهنه وکړه او د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان سره یې ۱۹۱ منډې
جوړې کړې چې له مخې یې مس عینک اتلان لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو
هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه نجیب الله ځدراڼ ۵۵*، اکبر
موسی زي ۴۱*، کریم جنت ۳۲، ابراهیم ځدراڼ ۳۱ او جاوید
احمدزي ۲۳ مندې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک اتلانو په ګټه مجیب الرحمن، مسلم موسی
او خلیل ګربز یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د یاد هدف په ځواب کې د مس عینک اتلانو لوبډلې خورا ښه پیل وکړ او په
لومړیو ۱۱ اورونو کې یې یوازې د خپلو دوه لوبغاړو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې. د دغې
لوبډلې لوبډلمشر او تکړه پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز یوازې په ۱۴ توپونو
نیمه سلیزه جوړه کړه چې د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې تر ټولو چټکه نیمه سلیزه وشمېرل
شوه. نوموړي ټولې ۸۷ منډې جوړې کړې چې لس شپږیزې هم پکې شاملې وې.
بست ساتونکو لوبډلې په لومړیو ۱۱ اورونو کې د ۱۳۵ منډو
ورکولو سربېره، په وروستیو ۹ اورونو کې بهترینه توپ اچونه وکړه او له پاتې یوازې
۵۷ منډو یې په بریالیتوب دفاع وکړه چې پرمټ یې ستره بریا خپله کړه. د بست
ساتونکو عبدالله تره خېل غوره توپ اچونه وکړه او ۵ ویکټې یې
ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ عرب ګل مومند او بشیر احمد ۲-۲ او کریم
جنت یوه ویکټ ترلاسه کړه. عبدالله تره خېل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې دویمه لوبه بیا د امو نهنګان او بند امیر ښامارانو ترمنځ ترسره شوه،
چې پچه یې امو نهنګان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې
لوبډلې ښه پیل وکړ خو د ۵ اورونو په پای کې لوبه د شدید باد له امله له ځنډ سره مخ
شوه. نږدې یو ساعت لوبه ځنډېدلې وه چې له امله یې درې اورونه کم شول او لوبه ۱۷
اورونو ته راکمه شوه.
امو نهنګان لوبډلې د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ
کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې او د ډي اېل سیسټم له مخې یې سیالې
بند امیر ښاماران لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه حسن عیسی
خېل ۳۷، عمران میر ۳۳، کرامت الله ۲۳ او شاهدالله
کمال ۲۲ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر ښامارانو په ګټه سلیم ساپي ۴ او سمیع
الله سرمست دوه ویکټې ترلاسه کړې.
امو نهنګان لوبډلې د خپل ۱۷۰ منډو هدف په ځواب کې غوره توپ اچونه وکړه او د
سیالې بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې یې د ۳۳ منډو
په توپیر بریا خپله کړه. د بند امیر ښامارانو په ګټه فرمان الله ساپي ۵۴* منډې جوړې
کړې. له بلې خوا د امو نهنګانو په ګټه عبدالله احمدزي ۴ او یمین
احمدزي ۳ ویکټې ترلاسه کړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې ستره ونډه اداء کړه.
عبدالله احمدزی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
سبا په یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو کې دمه ده او
هېڅ لوبه به نه ترسره کېږي. د یادو سیالیو په دوام به بله ورځ به بند امیر ښاماران
د سپین غر پرانګانو او امو نهنګان د مس عینک اتلانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته
شي.