مس عینک اتلانو ستره بریا خپله کړه
کورني
4 دقیقې

مس عینک اتلانو ستره بریا خپله کړه

مس عینک اتلان لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ بند امیر ښامارانو ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

4 دقیقې

مس عینک اتلان لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ بند امیر ښامارانو ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د لوبې پچه مس عینک اتلانو وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۱۱۴ منډو له ډګره بهر کړه. د بند امیر ښامارانو په ګټه عزیزالله میاخیل ۳۰ او فرمان الله ساپي ۲۰ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک اتلانو په ګټه ضیاءالرحمن شریفي او مجیب الرحمن ۳-۳، نصرت الله نورستاني او خلیل ګربز ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

مس عینک اتلانو د بند امیر ښاماران لوبډلې د ۱۱۵ منډو هدف په اسانۍ سره د لوبې په لسم اور کې یوازې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۸ ویکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر رحمن الله ګربز ۵۲ او خالد تڼیوال ۵۳* منډې جوړې کړې.

د مس عینک اتلانو تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي ضیاءالرحمن شریفي د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د روانې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپ اچونه وکړه او درې ویکټې یې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دغو سیالیو په دوام به سهار سپین غر پړانګان د بست ساتونکو او مس عینک اتلان د امو نهنګانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران