د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په پنځمه ورځ بست ساتونکو لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه. دغه راز سپین غر پړانګانو د یوې عالي لوبې پرمټ امو نهنګانو ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله پرلپسې دریمه بریا خپله کړه.
د ورځې لومړۍ لوبه د بست ساتونکو او بند
امیر ښاماران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پچه یې د بست ساتونکو لوبډلې وګټله او
لومړی یی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بند امیر ښامارانو د صدیق الله اتل د بهترینې سلیزې
او ۱۱۲* منډو پرمټ په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو
په زیان سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او سیالې بست ساتونکو لوبډلې ته یې
د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.
د یاد هدف په ځواب کې بست
ساتونکو خورا ښه توپوهنه وکړه او د بند امیر ښامارانو د ۱۹۵ منډو
هدف یې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره د لوبې په وروستي اور کې
ترلاسه کړ او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه
نجیب الله ځدراڼ ۵۵، اصف موسی زي ۴۰، کریم
جنت ۳۱، اکبر موسی زي ۲۷ او عبدالله تره خېل په ۵ توپونو
۱۲* چټکې منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه درلوده. نجیب
الله ځدراڼ د خپلې غوره توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې دویمه لوبه د سپین غر پړانګان او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ ترسره
شوه. سپین غر پړانګانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې
د یادې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو
په زیان سره یې ۲۲۷ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې په ګټه محمد اکرم ۱۰۳، زبید
اکبري ۷۰ او دروېش رسولي ۱۹ چټکې منډې جوړې کړې. له بلې خوا د امو نهنګانو
په ګټه یمین احمدزي او شاهدالله کمال ۲-۲، فضل الحق فاروقی، عبدالله احمدزي او ګلبدین نایب
یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړې ده.
سپین غر پړانګان لوبډلې د خپل ۲۲۸ منډو هدف په دفاع کې بهترینه توپ اچونه وکړه او
د ۲۶ منډو په توپیر یې سیالې امو نهنګان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دغې لوبډلې په
ګټه زبید اکبري او راشد خان ۳-۳، راشد خان ۲ او فریدون
داوزي او عصمت عالم یو-یوه ویکټ ترلاسه کړه او خپله لوبډله یې پرلپسې دریمې بریا
ته ورسوله. محمد اکرم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادو سیالیو په دوام به سبا د دوشنبې په ورځ د مس عینک اتلان لوبډله د
بست ساتونکو پر وړاندې په سهارنۍ لوبه کې او دغه راز سپین غر پړانګان لوبډله به د
ورځې په دویمه لوبه کې د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.