د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په ترڅ کې امو نهنګان لوبډلې د مس عینک اتلانو په ماتولو سره خپله پرلپسې دریمه او سپین غر پړانګان لوبډلې د بست ساتونکو پر وړاندې د بریا په خپلولو سره په روانو سیالیو کې خپله پرلپسې دویمه بریا ترلاسه کړه.
د ورځې په لومړۍ لوبه کې سپین غر پړانګان
لوبډله د بست ساتونکو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. د لوبې پچه بست ساتونکو
وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سپین غر پړانګان
لوبډلې د روانې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو
په زیان سره ۲۱۹ منډې جوړې کړې او بست ساتونکو ته یې د ۲۲۰ منډو
هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګته اعجاز احمدزي ۶۴*، محمد
اکرم ۵۳ او عصمت عالم ۴۲ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بست ساتونکو په ګټه
نور احمد او نجات مسعود ۲-۲، سید خان او کریم جنت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د یاد هدف په دفاع کې سپین غر پړانګان لوبډلې غوره توپ اچونه وکړه او د
راشد خان او عصمت عالم د غوره توپ اچونې پرمټ یې له خپل ۲۲۰ منډو
هدف نه په بریالیتوب دفاع وکړه او د ۵۹ منډو په توپیر سره یې په روانو یوولسم پړاو اي
انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو کې خپله پرليسې دویمه بریا خپله کړه. د دغې
لوبډلې په ګټه راشد خان او عصمت عالم ۲-۲، فریدون داودزي، فرید احمد ملک او زیت
الله شاهین یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. عصمت عالم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې په دویمه لوبه کې کوربه مس عینک اتلان لوبډله د امو نهنګانو پر وړاندې
د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. مس عینک لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې په
خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو
په زیان سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې او سیالې امو نهنګان لوبډلې ته یې
د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه افسر خان ځاځي ۴۴*، ایمل
شاهین ۴۲*، خالد تڼیوال ۳۶ او وفي الله تره خېل ۲۱ منډې
جوړې کړې. له بلې خوا د امو نهنګانو په ګټه قیس احمد ۲، ګلبدین
نایب، عبدالله احمدزي او فضل الحق فاروقي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د یاد هدف په ځواب کې امو نهنګان لوبډلې خورا غوره توپوهنه وکړه او د یوې
خورا غوره او په زړه پورې توپوهنې پرمټ یې د مس عینک اتلانو د ۱۹۱ منډو
هدف د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړاو په روانو یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ
لیګ سوپرکولا سیالیو کې یې خپله پرلپسې دریمه بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه
فیصل خان شینوزاده ۷۱، شاهدالله کمال ۵۴ او ګلبدین نایب چټکې ۳۲ مندې جوړې کړې، چې
پرمټ یې امو نهنګانو د ۴ ویکټو په توپیر ستره بریا خپله کړه. فیصل خان شینوزاده د
لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادو سیالیو په دوام به سبا بند امیر ښاماران لوبډله د بست ساتونکو پر
وړاندې د ورځې په لومړۍ او دغه راز سپین غر پړانګان لوبډله به د امو نهنګانو پر
وړاندې د ورځې په دویمه لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.