لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالۍ د عظمت الله عمرزي
په مشرۍ د امو نهنګان په اتلولۍ پای ته ورسېدې:
وخت، ځای او ګټونکې لوبډله:
لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالۍ د روان ۲۰۲۵م
کال د جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې پیل شوې ۱۳ ورځې یې دوام وکړ او د همدې میاشتې په ۳۱مه نېټه د دویم پرلپسې
ځل لپاره د امو نهنګانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوبډلو شمېر او د لوبو څرنګوالی:
د افغانستان د
کورني کرکټ په دغو شل اوریزو سیالیو کې د هېواد د ۵ زونو اړوند
لوبډلو؛ امو نهنګان، مس عینک اتلان، بست ساتونکي، بند امیر ښاماران او سپین غر
پړانګان لوبډلو ګډون درلود چې په لومړي پړاو کې یې په «ډبل راونډ روبن»
بڼه هرې لوبدلې د نورو ګډون ګوونکو لوبډلو پر وړاندې دوه لوبې ترسره کړې، چې په مجموعي
توګه هرې لوبډلې ۸ لوبې وکړې او د لومړي پړاو او له ۲۰ لوبو وروسته امو نهنګان
لوبډلې په شپږو بریاو او ۱۲ نمرو او دغه راز مس عینک اتلانو په پنځو بریاو او ۱۰
نمرو، د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو پایلوبې ته
لاره ومونده، چې له پایلوبې وروسته یې اتله لوبډله په ډاګه شوه.
د لوبډلو جوړښت:
د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو لپاره په ټولو
ګډون کوونکو لوبډلو کې د ملي او الف لوبډلو د لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ غوره
لوبغاړي هم شامل ول. راشد خان، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او
حشمت الله شهیدي د لوبډلمشرانو په توګه په دغو سیالیو کې ولوبېدل، د دوی ترڅنګ
محمد نبي، فضل الحق فاروقي، نوراحمد، ګلبدین نایب او نور ټول ملي لوبغاړي د ګڼ
شمېر مخکښو کورنیو سیالیو د یاو سیالیو په ګټه د بېلابېلو لوبډلو په ګټه ولوبېدل.
تر ټولو ډېرې منډې:
د بند امیر
ښاماران لوبډلې لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي حشمت الله شهیدي په ۸ پاڼیو کې د دوه نیمه سلیزو
پر مټ د ۴۰.۱۲ منډو په اوسط ۳۲۱ منډې جوړې کړې چې په دغو سیالیو کې له ټولو ډېرې
وې. په یوه پاڼۍ کې د نوموړي تر ټولو زیاتې منډې ۷۳ وې چې د یادو سیالیو په پنڅمه
کې یې د امو نهنګانو پر وړاندې جوړې کړې.
خان د شپږیزې:
د بند امیر
ښاماران لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي صدیق الله اتل په لسم پړاو اتصالات شپږیزه
کرکټ لیګ - ایکس بُل جام سیالیو په ترڅ کې تر ټولو ډېرې ۱۷ شپږیزې ووهلې چې پرمټ یې
د یادو سیالیو خان د شپږیزې جایزه په خپل نوم کړه. د یادونې وړ ده چې دا پرلپسې دویم
ځل و چې نوموړی خان د شپږیزې جایزه ترلاسه کوي.
په یوه پاڼۍ کې تر ټولو لوړې
منډې (د یوه توپوهونکي لخوا):
په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې د امو نهنګان لوبډلې تکړه او ځوان پیلیز
توپوهونکي نورالرحمن وکړې، چې د جولای میاشتې په
۳۰مه نېټه یې د بند امیر ښاماران لوبدلې پر وړاندې وکړې.
نوموړي په ۴۳ توپونو د ۹ څلوریزو او ۱۰ شپږیزو پر مټ په ۲۶۷.۴۴
سټرایک رېټ سره ۱۱۵* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې د لسم پړاو
اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو په یوه پاڼۍ کې تر ټولو لوړې
منډې وې. په دې جدول کې دویم مقام له ځوان خالد تڼیوال سره دی چې د جولای میاشتې په
۲۵مه نېټه یې د امو نهنګانو پر وړاندې لوبه کې ۱۰۲* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.
په یوه پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې منډې (د
لوبډلې لخوا):
مس عینک اتلان لوبډلې د بند امیر
ښامارانو پر وړاندې د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس
بُل جام سیالیو د ۱۸مې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۲ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۴ منډې جوړې
کړې. د دغې لوبډلې په ګته وفي الله تره خېل ۷۸*، فرمان الله ساپي ۷۲*، رحمن الله ګربز
۷۰ او خالد تڼیوال ۳۴ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو ۲۶۴ منډې د شپږیزه کرکټ لیګ
سیالیو په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې وشمېرل شوې. له دې وړاندې دغه ریکارډ له
بند امیر ښاماران لوبډلې سره و چې په ۲۰۲۰م کال کې یې د بست ساتونکو پر وړاندې ۲۳۲
مندې جوړې کړې وې.
په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې (د دواړو لوبډلو مجموعي منډې):
د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو په یوه لوبه کې تر
ټولو ډېرې منډې، چې د دواړو لوبډلو لخوا په ټولیزه توګه جوړې شوې، ۴۵۶ منډې وې چې
د مس عینک ااتلانو او بند امیر ښاماران لوبډلو ترمنځ لوبه کې ترسره شوې. دغه لوبه
د جولای میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شوه چې پکې د بند امیر ښاماران لوبډلې په لومړۍ
پاڼۍ کې د لوبډلمشر رحمن الله ګربز، وفي الله تره خېل او فرمان الله ساپي د چټکو
نیمه سلیزو پرمټ د ۲ لوبغاړو په زیان ۲۶۴ منډې جوړې کړې. دغه هدف که څه هم بند
امیر ښاماران لوبډلې ترلاسه نکړ خو د هارون خان، حشمت الله شهیدي، ګلبدین نایب او
محمد شهزاد د غوره توپوهنې پرمټ یې ۱۹۲ منډې جوړې کړې او د ۹۲ منډو په توپیر یې
ماتې ومنله. په دغه لوبه کې په هر اور کې ۱۲.۱۶ منډې جوړې شوې او په مجموعي توګه د
دواړو لوبډلو ۱۱ لوبغاړو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. په دغه جدول کې دویم مقام کې
ډېرې منډې ۴۱۵ دي چې بند امیر ښاماران او بست ساتونکي لوبډلو د یادو سیالیو په ۱۰مه
لوبه کې جوړې کړې.
تر ټولو لوړه ملګرتیا:
د مس عینک
اتلان لوبډلې ځوان پیلیز توپوهونکي خالد تڼیوال له افسر خان ځاځي سره په
ګډه د روان کال د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په
ترڅ کې تر ټولو لوړه ملګرتیا وکړه. دواړو لوبغاړو د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه د امو نهنګان لوبډلې پر وړاندې لوبه کې د څلورمې وېکټې
لپاره په ګډه ۱۴۱* منډې جوړې کړې. په دې ملګرتیا کې دواړو لوبغاړو ۹۳ توپونه ولوبول
چې له منځه یې خالد تڼیوال ۱۰۲* او افسر ځاځي
۴۷* منډې جوړې کړې.
تر ټولو ډېرې وېکتې:
د اتلې امو نهنګان لوبډلې تکړه چپ لاسي ورو توپ اچوونکي شرف الدین اشرف په
۹ پاڼیو کې د توپ اچونې له ۱۸.۷۱ اوسط او ۸.۱۸ ایکانومي رېټ سره ۱۴ ویکټې ترلاسه
کړې او د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو غوره او مخکښ
توپ اچوونکی ونومول شو. په یوه پاڼۍ کې د نوموړي تر ټولو غوره توپ اچونه د ۱۵ منډو
په بدل کې د ۳ ویکټو ترلاسه کول و.
په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې ویکټې (د یوه
توپ اچوونکي لخوا):
د بست ساتونکو تکړه چپ لاسي ورو توپ
اچوونکي نور احمد د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس
بُل جام سیالیو په ترڅ
کې د بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د
سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې له ډګره وویستل. د ۲۲ منډو په بدل کې د ۵ د دغو سیالیو
په ترڅ کې تر ټولو ډېرې ویکټې وې چې په یوه پاڼۍ کې د یوه لوبغاړي لخوا واخیستل
شوې.
تر ټولو ډېر
کېچونه:
د امو نهنګان تکړه
لوبغاړي قیس احمد د یادو سیالیو په ترڅ کې تر ټولو ډېر کېچونه
ونیول. نوموړي په ۷ پاڼیو کې په مجموعي توګه ۷ کېچونه نیولي
دي چې په یوه پاڼۍ کې یې تر ټولو ډېر ۳ کېچونه دي. د سیالیو
تر ټولو غوره کېچ بیا د بند امیر ښاماران لوبډلې تکړه لوبغاړي ننګیال خروټي ترلاسه
کړی و.
تر ټولو غوره لوبغاړی:
د بست
ساتونکو لوبډلې تکړه الرونډر کریم جنت په لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ
لیګ – ایکس بُل جام سیالیو کې ډېر ښه وځلېد او په ۲۵۵ منډو او ۷ ویکټو سره د یادو
سیالیو تر ټولو غوره
لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په توپوهنه کې د درې
نیمه سلیزو پر مټ د د ۳۲.۸۷ منډو په اوسط سره ۲۵۵ منډې جوړې کړې چې د غوره
توپوهونکو په لیکه کې یې اووم مقام خپل کړی و. سربېره پر دې، نوموړي په یادو
سیالیو کې د ۸.۳ منډو په ایکانومي رېټ سره ۷ ویکټې هم ترلاسه کړې وې چې د توپ
اچوونکو ترمنځ یې هم ۱۱م مقام له ځان سره درلود.
مخکښ ویکټ ساتونکی:
د مس عینک
اتلانو تکړه ویکټ ساتونکي افسر ځاځي په یادو سیالیو کې له ټولو مخکښ و چې
په ویکټ ساتنه کې یې له نورو ډېر ۱۰ کېچونه
نیولي دي. نوموړي په ۹ پاڼیو کې ویکټ ساتنه وکړه چې پکې یې ۱۰ کېچونه ونیول او ۳
سټمپونه یې ترسره کړل چې د ویکټ ساتونکو په لېسټ کې یې لومړی
مقام خپل کړ.
د سیالیو تر ټولو ځوان لوبغاړی:
د مس عینک اتلانو لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی خالد تڼیوال د لسم پړاو
اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ - ایکس بُل جام سیالیو تر ټولو ځوان لوبغاړی ونومول شو.
نوموړي په ۸ پاڼیو کې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې پرمټ او نږدې ۳۵ منډو په اوسط
سره ۲۷۹ منډې جوړې کړې او دغه ستره جایزه یې په خپل نوم کړه.
مالي ملاتړي
د افغانستان
کرکټ بورډ د لسم پړاو اتصالات شپږیزه
کرکټ لیګ - ایکس بُل جام سیالیو لپاره له ګڼ شمېر مالي ملاتړ کوونکو کمپنیو سره تړونونه لاسلیک کړل. د افغانستان مخکښې
مخابراتي شبکې اتصالات افغانستان ته د یادو سیالیو د مخکښ مالي ملاتړ حقوق ورکړل شوي ول چې له
مخې یې د یاد شرکت نښان د ټولو ګډون کوونکو لوبډلو د تمریناتو او لوبو د لباسونو
په مخه، له سینې لاندې د لباس په مرکزي برخه ولګېد.
دغه راز د افغانستان نوموتي ملي شرکت سوپرکولا ته د یادو سیالیو د مرستیال مالي ملاتړ حقوق ورکړل شول چې د تړون له
مخې د یاد شرکت د ایکس بُل انرژۍ نښان د ګډون کوونکو لوبډلو د لوبو لباس د شا په
پورتنۍ برخه، د لوبغاړي له نوم پورته، وکارول شو. سربېره پر دې د دویم مرستیال مالي ملاتړ حقوق عزیزي بانک او د دریم مرستیال مالي
ملاتړ حقوق ملت سټیل شرکت ترلاسه کړي و. د دوی ترڅنګ اېمارټ ګروپ هم د دغو سیالیو
د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړي و.
د دوی ټولو ترڅنګ امیر حاجي زاده روغتون د افغانستان
کرکټ بورد د روغتیايي برخې همکار و. د دې ترڅنګ افغان ټیلیکام او وېني (VANY)، چې هر یو
یې د دوه اړخیزو اوږدمهاله تړونو په اساس د افغانستان کرکټ بورډ د ټکنالوژۍ او د
لباس د برخې همکاران دي، هم په دغو سیالیو کې له افغانستان کرکټ بورډ
سره په اړونده برخه کې همکاري درلوده. همداراز، چېنار میډیا پروډکشن د یادو سیالیو
د تولید او لمر تلویزیون د یادو سیالیو د خپراوي په برخو کې له افغانستان کرکټ
بورډ سره همکاران و.
له پورته ذکر شویو ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د لنډمهاله او
اوږدمهاله تړون له مخې د یادو شرکتونو نښانونه د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ
– ایکس بُل جام سیالیو د ګډون کوونکو لوبډلو په لباسونو او د دغو سیالیو په عمومي
لوګو کې د لګېدو سربېره په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې هم د یادو شرکتونو لوحې،
اعلانات او نښانونه نصب شوي و.
په دې سره د افغانستان کرکټ بورډ د زونونو په کچه د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ
– ایکس بُل جام سیالیو لپاره په ټوله کې ۶ مالي ملاتړي
او په بېلابېلو برخو کې ۴ همکاران درلودل چې په دې سیالیو کې یې د افغانستان کرکټ بورډ سره ګډ کار وکړ.
پروډکشن او رسنیز حقوق:
د افغانستان کرکټ بورډ سوداګریزې څانګې د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس
بُل جام سیالیو د نشراتي تولید لپاره د ادارې له نورو اړوند څانګو سره د ګډې همغږۍ په ترڅ کې له ګڼ شمېر پروډکشن کمپنیو سره اوږدې خبرې اترې وکړې چې په پایله کې یې له چېنار میډیا پروډکشن سره د یادو سیالیو د تولید او رسنیز حقوق تړون وکړ چې له مخې یې دغه سیالۍ په ۱۶ کامرو تولید او د لمر تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه نشر
کړې.
د سیالیو رسمي
خپروونکي چینلونه:
لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالۍ په افغانستان
کې له لمر تلویزیون، اتصالات اپلیکشن او د افغانستان کرکټ بورډ د یوټیوب چېنل
له لارې په ژوندۍ بڼه
نشر شوې. د دې ترڅنګ
دغه سیالۍ
په هند کې په اختصاصي ډول د فېن کوډ(Fancode) او په نړیواله کچه د (Styx Sports) له لارې هم په ژوندۍ بڼه نشر شوې.
د ټولنیزو
رسنیو پراخ پوښښ:
د تلویزیوني سرچینو له لارې د ژوندي نشراتو ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ په خپلو ټولنیزو رسنیو هم یادو سیالیو ته غوره رسنیز
پوښښ ورکړ چې د سیالیو له پیله وړاندې د لوبډلو د چمتووالي او تمریناتو انځورونه او ویډیوګانې، د لوبغاړو، روزونکو
او اړوند تخنیکي کسانو مرکې، د یادو سیالیو پرومو او نور موارد
په منظم ډول نشر او یادو سیالیو په خورا ښه توګه کمپاین وشو. دغه راز د سیالیو په لړ کې د لوبغاړو
انځورونه، ویډیويي کلیپونه، د غوره لوبغاړو تازه مرکې، د روزونکو مرکې او خبرې
اترې هم په خورا ښه ډول نشر شوې.
سربېره پر دې د یادو سیالیو
هایلایټس
یا غوره شېبې او دغه راز د هر لوبغاړي د غوره کارکردګۍ جلا ویډیویي کلیپونه چې پکې پنځوسیزې، سلیزې او له درې-څلورو
ډېرې ویکټې شامل و، هم په منظمه او
هم مهالي توګه د افغانستان کرکټ بورډ د یوټیوب چینل له لارې نشر شول چې د لیدونکو
له پراخ هرکلي سره مخ شول.
بهرني مبصرین:
د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو یوه بله برخه چې
د مینه والو له هرکلي سره مخ شوه، د ژوندۍ تبصرې برخه وه چې د بهرنیو مبصرینو په
راتګ سره غني وه. د افغانستان کرکټ بورډ دغو سیالیو ته د لا زیاتې ښکلا ورکولو په
موخه څلور تنه بهرني مبصرین هېواد ته راغوښتي ول. په دغو مبصرینو کې د سریلانکا
هېواد پخوانی لوبغاړی او مبصر پروېز معروف، د هند تکړه مبصر او پرېنټر سوهاس ویدم،
د هند هېواد بل تکړه مبصر دېورندر کمار او دغه راز افغانستان تکړه مبصر ښاغلی احمد
فرهاد فدايي چې اوسمهال په امریکا کې مېشت دی، د دغو سیالیو لپاره افغانستان ته
راغلي و.
د بهرنیو مبصرینو سربېره د هند یو بل وتلی ژورنالست، د کرکټ مبصر او د ټولنیزو رسنیو اغېزناکه څېره شوبانکر مېشرا چې په
ټولنیزو رسنیو کې په مجموعي توګه نږدې ۶۰ میلیونه څارونکي لري، هم افغانستان ته
راغلی و او په دغو سیالیو یې د بېلابېلو راپورونو جوړولو ترڅنګ له یو شمېر لوبغاړو
سره مرکې هم وکړې.
د بهرنیو مبصرینو او
ژورنالستانو راتګ په دغو سیالیو کې یې ګډون یوازې د تبصرې په برخه کې نه، بلکې
نړیوالو ته د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو، د افغانستان د کورني کرکټ د وضعیت، ودې او
پراختیا، د افغانانو د مېلمه پالنې او په هېواد کې امن او ثبات د غوره انځور
وړاندې په برخه کې د پام وړ رول کردار کړ.
د سیالیو عمومي جام:
د افغانستان کرکټ بورډ د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس
بُل جام سیالیو لپاره ډېر ښکلی او په زړه پورې جام جوړ کړی و. د دغه جام په ډیزاین
کې عربي لیکدود نښو او دغه راز د هېواد د مشهورو لاسي اوبدل شویو قالینو نښې کارول
شوې وې. سربېره پر دې چې د جام په منځنۍ برخه کې د غور ولایت د مشهور «جام منار»
په بڼه جوړه شوې برخه هم ځای پرځای شوې وه. د جام په سر د کرکټ لوبې توپ هم چې په
ډېره ښایسته بڼه جوړ شوی و، لګېدلی و چې دې ټولو ځانګړنو دغه جام ته ځانګړې ښکلا
وربخښلې وه.
دا لومړنی ځل و چې د کورني کرکټ سیالیو لپاره دومره ښکلی او قیمتي جام
جوړېږي چې غوره رسنیز پوښښ هم ورکړل شو. د سیالیو له پیله وړاندې دغه ښکلی جام د
کابل ولایت په بېلابېلو ښکلو سیمو وګرځول شو او انځورونه او ویډیوګانې یې د
افغانستان کرکټ بورډ په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې چې د هېوادوالو له پراخ هرکلي سره
مخ شوې.
د لوبو ځانګړي مینه وال یا سوپر فن:
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ په هېواد کې بېساري څارونکي او مینه وال لري. د دغو
سیالیو د لیدو په موخه هره ورځ زرګونه هېوادوال او د کرکټ مینه وال کابل کرکټ
لوبغالي ته ځي، ترڅو د خپلو اتلانو لوبې له نږدې ننداره کړي او د کابل کرکټ لوبغالي
په زړه راښکونکې او له هیجانه ډکه کرکټي فضا کې څو شېبې تېرې کړي.
د مینه والو د همدغې بېسارې مینې د درناوي په موخه، د افغانستان کرکټ بورډ
د یادو سیالیو له پیله وړاندې یو نوښتګر ګام پورته کړ او د لوبو د ځانګړي مینه وال
یا سوپرفن د معرفي کولو اقدام یې وکړ. سوپرفن به لوبغالي ته د راغلو مینه والو له
منځه داسې کس ټاکل کېده چې د نورو په پرتله به یې ځانګړی لباس پر تن و، یا به هم
هغه ګلالي ماشومان ټاکل کېدل چې د لوبو د ننداره کولو په موخه له خپلو مشرانو سره
کابل کرکټ لوبغالي ته راغلي و.
سوپر فن به د هرې لوبې په منځ کې ټاکل کېده او د لوبې د پای مراسمو کې به د
ګډون بلنه ورکول کېده چې په دغو مراسمو کې به یې نه یوازې د خپلې خوښې لوبغاړو سره
د لیدو موقع ترلاسه کوله، بلکې د تلویزیون په پرده به یې د بریالي لوبډلمشر له
لاسه د کرکټ بېټ، توپ او ویکټو د ځانګړي سېټ د ترلاسه کولو ویاړ هم ترلاسه کاوه.
دغه راز، سوپر فن ته به د لمر تلویزیون په سټوډیو کې د لنډې مرکې او خبرو
اترو لپاره هم موقع ورکول کېده چې په ترځ کې به یې د کرکټ لوبې او افغان اتلانو
سره د خپلې مینې په تړاو غږېدل یا به یې د سوپرفن ټاکل کېدو په اړه خپله خوښي
څرګندوله. دغې ځانګړې او له خونده ډکې پروسې هم شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته ځانګړی خوند،
تنوع او جذابیت وربخښلی و.
د کورنیو او سیمه ییزو رسنیو فعال ګډون:
لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالۍ نه یوازې د کرکټ
مینوالو پام لپاره جالبې وې، بلکې د رسنیو او خبرو د سر ټکی هم و او د کابل او
نورو ولایتونو ګڼ شمېر رسنیو له لوري له پراخ رسنیز پوښښ سره مخ شوې او د دغو
سیالیو په پوښښ یې فعاله ونډه درلوده. د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د رسمي
پوښښ ترڅنګ نږدې ۳۰ رسنیو، چې پکې ملي او سیمه ییز تلویزیوني چینلونه، راډیوګانې،
چاپي رسنۍ، یوټیوب چینلونه او مخکښې ټولنیزې رسنۍ شاملې وې، په دوامداره توګه دغو
سیالیو ته پوښښ ورکړ او له غوره لوبغاړو، کرکټ بورډ له مسوولینو او حتی له
نندارچیانو سره د خبرو اترو او مرکو ترڅنګ به یې هره ورځ د سیالیو له میدانه ژوندي
راپورونه، تحلیلونه او مرکې ثبتولې او په دوامداره توګه به یې خپرولې، چې ورسره نه
یوازې په کور دننه بلکې د افغان کرکټ نړیوالو مینوالو ته هم د سیالیو بشپړ او
انځور وړاندې شو.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ دغو رسنیو بشپړ ملاتړ کړی، هغوی
ته یې د یادو سیالیو د پوښښ لپاره ځانګړی ځای برابر کړی و چې ټولو اړینو اسانتیاو
پکې شتون درلود. دغه راز یې له هغوی سره د لوبغاړو او مسوولینو د مرکو په برخه کې
یې هم بشپړه او هر اړخیزه همکاري کړې ده او د اړتیا پرمهال یې د لوبو غوره
لوبغاړي، لوبډلمشران، بهرني مبصرین او د کرکټ بورډ بېلابېل مسوولین د مرکو لپاره
ورته حاضر کړي دي.