سریزه:
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګي
اړوند د کورني کرکټ د سږ کال سیالۍ هم په بریالیتوب سره ترسره شوې. افغانستان کرکټ
بورډ هر کال د کورني کرکټ یو خورا بوخت او د سیالیو ډک مهالوېش لري چې له مخي یې د
کورني کرکټ ځوان لوبغاړو او نویو استعدادونو ته د ځلېدا او راپورته
کېدو غوره فرصتونه برابریږي. دا فرصتونه یوازې د نږدې ولایتونو او سیمو لوبغاړو
لپاره نه وي، بلکي ټول هغه لوبغاړي چې د کرکټ له بیټ او توپ سره یې بې ساري مینه
ده او دغه لوبه کې له وړتیاوو او پټو مهارتونو څخه برخمن وي، کولی شي په دغه
سیالیو کې د راڅرګندېدو چانس ترلاسه کړي.
افغانستان کرکټ بورډ تل هڅه کړې چې د کورني
کرکټ سیالۍ لاپسې پراخه کړي او لوبډلې زیاتې کړي. د ځوان او نویو استعدادونو
مسیرونه مشخص او په ډاګه کړي، دا چې دوی چېرې وړتیا لري او باید کوم مسیر ونیسي،
افغانستان کرکټ بورډ ورته لارښونه کوي.
افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په
چوکاټ کې داسې یو مسیر ترسیم کړی چې له مخې یې لوبغاړي تر الف، ایمرجېنګ او تر دې
چې تر ملي لوبډلو پورې رسیږي. دغه مسیر څو پوړۍ لري چې ګام په ګام پرې لوبغاړي
قدمونه اخلي، تر دې چې خپلو موخو ته ورسیږي.
په دغه فیچر او ځانګړي مفصل راپور کې د
کورني کرکټ د سږ کال لاسته راوړنو، مهالوېش، د ځوان لوبغاړو موندنې، فعالیتونو،
خنډونو او نورو اړوند مواردو ته اشاره شوې ده چې ستاسو پام ورته را اړوو.
د کلبونو ترمنځ سیالۍ چې پر مټ یې لوبغاړي
رسمي کرکټ ته لاره بیامومي:
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ لومړۍ
زینه د کلبونو په کچه کلنۍ سیالۍ دي، چې تقریباً د هېواد په ټولو ولایتونو کې
ترسره کیږي. دغه سیالۍ هر ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ د ولایتي استازو له لوري
د ځایي کلبونو تر منځ تنظیم او په خورا ښه ډول ترسره کېږي، چي د لوبو د پیل او د
اتلې لوبډلې د اعلان مراسم یې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ پر ټولنیزو
رسنیو هم رسنیز کیږي.
په یادو سیالیو کې هر کلب ته د څلور لوبو
کولو فرصت دی او په مساوي توګه ټول هغه لوبغاړي چې پکې د توپوهنې او توپ اچونې په
برخه کې ښه ځلیږي، د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو لپاره خپلې
ولایتي لوبډلې ته ټاکل کېږي، خو هر هغه لوبغاړی چې د کلبونو په کچه لوبو کې د ښه
ځلېدو سره سره یې په خپله ولایتي لوبډله کې ځای نه جوړیږي، دوی بیا د نورو
ولایتونو لوبډلو ته ورکول کیږي څو په برابره توګه ټول با استعداده لوبغاړي د
لوبېدو فرصت ترلاسه کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه تر
هرڅه وړاندې د کلبونو په کچه سیالیو څخه غوره او ځلېدونکي لوبغاړي ټاکي او د وزیر
محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو ته د غوره او مسلکي لوبغاړو د موندنې په
موخه ورڅخه د فزیکي تکړښت (یو-یو) ازموینه اخلي. هغه لوبغاړي چې د ښه ځلېدو سره
سره د فزیکي تکړښت ازموینه کې بریالي شي نو د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه
ولایتي سیالیو کې یې ګډون یقیني کیږي.
د کلبونو په کچه ولایتي سیالۍ سږ هم په ټولو هغو
ولایتونو کې ترسره شوې، چې حداقل پکې پنځه کلبونه په رسمي توګه د افغانستان کرکټ
بورډ سره ثبت وو. په دغو ولایتونو کي چې د کلبونو په کچه لوبې ترسره شوې او د وزیر
محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو کې یې ګډون وکړ چې په لاندې ډول وې:
فاریاب، ننګرهار، بلخ، سمنګان، کابل، لوګر،
بدخشان، کونړ، جوزجان، زابل، میدان وردګ، اروزګان، خوست، غزني، کندز، تخار، لغمان،
پروان، بغلان، فراه، کاپیسا، پکتیکا، نیمروز، هلمند، پکتیا، سرپل، کندهار، هرات او
نورستان ولایتونه شامل وو.
د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي
سیالۍ، جوړښت، لوبډلې، غوره لوبغاړي او ترسراوی یې:
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي
سیالۍ چې د یادو ۲۹ ولایتونو ولایتي لوبډلې پکې وې، ترڅنګ یې هغه ولایتونه چې د
کرکټ لوبغاړي او کلبونه پکې زیات دي د افغانستان کرکټ بورډ له لوري له یوې زیاتې
لوبډلې ورکول شوې وې. دغه ولایتونو کې کندهار ته دوه، ننګرهار او خوست ته درې-درې او
کابل ولایت ته شپږ لوبډلې ورکړل شوې وې. د افغانستان کرکټ بورډ وایي په یادو
ولایتونو کې د کرکټ رسمي کلبونه په زیاته اندازه ثبت شوي چې له مخې یې دوی اړ وو،
په وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې ورته د لوبډلو شمېر زیات کړي.
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي
سیالۍ چې سږکال هم د هېواد په څلور ولایتونو کونړ، ننګرهار، کندهار او خوست
ولایتونو کې ترسره شوې،۴۰ لوبډلو پکې ګډون کړی و. د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه
ولایتي سیالیو ټولې ۴۰ لوبډلې په اتو ګروپونو کې ډلبندي شوې وې، چې هرې لوبډلې پکې
څلور لوبې ترسره کړې. د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش
سره سم یادې سیالۍ د جنورۍ میاشتې پر ۱۱مه پیل کړې چې د همدې میاشتې پر ۳۱مه نېټه
پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایله کې د هر ګروپ مخکښې
لوبډلې د زیاتو نمرو په خپلولو سره د وزیر
محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار وموندله. په دغه لوبډلو کې له الف
ګروپ څخه فاریاب لوبډلې د خپلو څلور لوبو په ګټلو ، په ب ګروپ کې کابل لوبډلې د
دریو لوبو په ګټلو، په ج ګروپ کې کابل الف لوبډلې د څلور لوبو په ګټلو، په ډي ګروپ
کې خوست د څلور لوبو په ګټلو، په اي ګروپ کې خوست الف د څلور لوبو په ګټلو، په ایف
ګروپ کې کندز لوبډلې د څلور لوبو په ګټلو، په جي ګروپ کې هلمند لوبډلې د څلور لوبو
په ګټلو او په ایچ ګروپ کې ننګرهار الف لوبډلې د دریو لوبو په ګټلو سره د وزیر
محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره وکړه.
د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي
سیالیو څخه دا ځل هم نویو ځوانو لوبغاړو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي
سیالیو ته لار ومونده. په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې ځینې هغه توپوهوونکي او توپ
اچوونکي چې خورا ښه ځلېدلي وو او په لس غوره لوبغاړو کې راغلي وو په لاندې ډول دي:
خالد تڼیوال په ۳۷۲ منډو لومړی، بارکزی ناصري په ۳۲۲ منډو دویم، اعجازالحق نورزی
په ۳۲۱ منډو دریم، ظفر الوزی په ۳۱۶ منډو څلورم، سبحان علي په ۳۱۵ منډو پنځم، یوسف شاه په ۳۰۶ منډو شپږم، اصف شاه په
۲۷۶ منډو اووم، اصغر اتل په ۲۶۳ منډو اتم، محمد بشیر په ۲۵۴ منډو نهم او صادق شاه
په ۲۴۲ منډو لسم مقام کې راغلي دي.
د توپ اچونې په برخه کې بیا عصمت الله حبیبي
په ۱۵ ویکټو لومړی، نعمان په ۱۴ ویکټو دویم، عرفان الله ساپي په ۱۴ ویکټو دریم،
عظیم ځدراڼ په ۱۳ ویکټو څلورم، بخت محمد توخي په ۱۲ ویکټو پنځم، ریحان الدین په ۱۲
ویکټو شپږم، امان الله کونړي په ۱۱ ویکټو اووم، سمیع مبارز په ۱۱ ویکټو اتم، خیال
محمد په ۱۰ ویکټو نهم او قمر شمس په ۱۰ ویکټو لسم مقامونه نیولي دي.
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي
سیالیو کې ټول هغه لوبغاړي چې د توپوهنې او توپ اچونې په برخو کې یې غوره کارګردګي
ترسره کړې وه، د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته غوره شول. د
افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې په خبره دغه لوبغاړي نه یوازې چې د دوی ډېرې
منډې او ډېرې ویکټې په نظر کې نیول شوې، بلکې تر څنګ یې د توپوهنې سټرایک رېټ او د
توپ اچوونکي اقتصادي توپ اچونه په نظر کې نیول شوې ده.
لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، ترسراوی، غوره
لوبغاړي او لوبډلې او لاسته راوړنې
د کورني کرکټ سیالیو په دوام افغانستان کرکټ
بورډ د د ۲۰۲۵ز کال لپاره د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د فبرورۍ
میاشتې له ۱۰مې تر ۲۴مې نېټې د کندهار او ننګرهار ولایتونو پر دوه-دوه لوبغالو
ترسره کړې. په یادو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو برخه درلوده چې په دوه ګروپونو کې یو د بل
پر وړاندې ولوبېدې. د وزیر محمد اکبر خان
لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې اتو لوبډلو د
وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې له ولایتي سیالیو لار موندلې وه او څلور نورې
لوبډلې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هغو لوبغاړو په خاطر ور زیاتې شوې چې
لوبډلو یې ونشو کړای څو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار ومومي، خو دوی په انفرادي
ډول غوره لاسته راوړنې او کارکردګۍ لري.
د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په لړ کې اې سي
بي ایلېون لوبډلې وکولی شول، چې په پایلوبه کې د کابل الف لوبډلې ته ماتې ورکړي او
د یادو سیالیو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي. د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په دوه
ګروپونو کې خوست الف او اي سي بي ایلېون ۲ لوبډلې له الف ګروپ، کابل الف او اي سي
بي ایلېون له ب ګروپونو څخه وکولی شوه، چې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لار
ومومي. په نیمه پایلوبو کې اي سي بي ایلېون د خوست الف او کابل الف د اي سي بي
ایلېون ۲ لوبډلو په ماتولو پایلوبې ته لاره کړې وه.
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي
سیالیو څخه هم په زیات شمېر ځوان استعدادونه وځلېدل، چې د میرویس نیکه درې ورځنیو
او واخان ملي شل اوریزو سیالیو ته یې لار وموندله. د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځینې
ځلېدلي لوبغاړي په لاندې ډول دي: د توپوهنې په برخه کې عثمان سادات په ۳۸۱ منډو
لومړی، طارق ستانکزي په ۳۱۷ منډو دویم، حسن عیسی خېل په ۲۹۶ منډو دریم، ایمل شاهین
په ۲۸۳ منډو څلورم، نورالرحمن په ۲۷۳ منډو پنځم، بلال احمد ترین په ۲۴۶ منډو شپږم،
شوکت زمان په ۲۳۴ منډو اووم، محمد هارون په ۲۲۵ منډو اتم، یوسف شاه په ۲۱۸ منډو
نهم او خالد تڼیوال په ۲۱۱ منډو لسم مقامونه نیولي وه.
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي
سیالیو د توپ اچونې په برخه کې بیا طارق ستانکزي په ۱۴ ویکټو لومړی، عرب ګل مومند
په ۱۴ ویکټو دویم، محب الله همراز په ۱۳ ویکټو دریم، محمدالله لوګري په ۱۲ ویکټو
څلورم، عرفان الله ساپي په ۱۲ ویکټو پنځم، اظهار الحق نوید په ۱۲ ویکټو شپږم، عظیم
ځدراڼ په ۱۱ ویکټو اووم، کامل کاکړ په ۱۱ ویکټو اتم، عبدالله احمدزي په ۱۰ ویکټو
نهم او محمد داود په ۱۰ ویکټو ترلاسه کولو سره لسم مقامونو کې راغلي دي.
باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ
درجه ولایتي سیالیو څخه هم د دویمې درجې ولایتي سیالیو په شان هغه لوبغاړي چې د
زیاتو منډو جوړولو او ډېرو ویکټو اخیستلو تر څنګ یې د توپوهنې په برخه کې غوره
سټرایک رېټ او د توپ اچونې په برخه کې اقتصادي توپ اچونه درلوده، د میرویس نیکه
درې ورځنیو او د واخان ملي شل اوریزو سیالیو ته غوره شول.
د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، رسنیز پوښښ،
غوره لوبغاړي او د لومړني ځل لپاره په هلمند کې ترسراوی:
د کورني کرکټ سیالیو په دغه بهیر کې د
میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ په لومړي ځل د هېواد په سویل لویدیځ ولایت هلمند او
همدا راز کندهار ولایتونو کې ترسره شوې. د میرویس نیکه درې ورځنۍ لوبې چې هر کال د
هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو تر منځ ترسره کیږي، یواځینۍ موخه یې د احمدشاه بابا
ابدالي څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو ته د غوره او پیاوړو لوبغاړو پیدا کول دي. د
میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو کې بست، بند امیر، مس عینک، امو او سپین غر لوبډلو
ګډون درلود. یادو لوبډلو ته د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو څخه
ځلېدلو لوبغاړو لار موندلې وه، خو باید وویل شي چې دغه لوبغاړي د فزیکي تکړښت
(یو-یو) له ازموینې وروسته ټاکل شوي وو.
د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو سږنی پړاو
د اپرېل میاشتې پر ۸مه پیل او د همدې میاشتې پر ۲۶مه نېټه پای ته ورسېدې. په یادو
سیالیو کې سپین غر لوبډلې د ۵۵ زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام په خپل
نوم کړ.
د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو کې ډېر
ځوان لوبغاړي وځلېدل او د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو سیالیو ته یې لاره
وموندله. د یادو سیالیو ځینې غوره
توپوهونکي او مخکښ ویکټ اخیستونکي لوبغاړي په لاندې ډول دي:
محمد هارون خان په ۴۹۶ منډو لومړی، محمد اصف
موسی زی په ۴۲۶ منډو دویم، حسن عیسی خېل په ۳۷۷ منډو دریم، یوسف شاه په ۳۵۱ منډو
څلورم، اصغر اتل په ۳۳۱ منډو پنځم، بارکزی ناصري په ۳۲۴ منډو شپږم، الله نور ناصري
په ۳۲۱ منډو اووم، علي احمد ناصر په ۳۰۳ منډو اتم، نوید عبید په ۲۹۹ منډو نهم او
کمال خان په ۲۸۹ منډو لسم مقامونه خپل کړل.
د توپ اچونې په برخه کې عقیل خان په ۱۶
ویکټو لومړی، عبدالباقي پوپل په ۱۶ ویکټو دویم، نصیر خان په ۱۳ ویکټو دریم، ابوذر
ساپي په ۱۳ ویکټو څلورم، محمد هادي په ۱۲ ویکټو پنځم، اظهارالحق نوید په ۱۱ ویکټو
شپږم، محب الله زرمتي په ۱۱ ویکټو اووم، محمدالله لوګري په ۱۰ ویکټو اتم، عبدالله
احمدزي په ۱۰ ویکټو نهم او نسیم منګل په ۱۰ ویکټو سره لسم مقامونه ترلاسه کړي وو.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د لومړني ځل
لپاره د هېواد په هلمند ولایت کې ترسره شوې چې هره ورځ به زرګونه ځوانان د دغو
سیالیو د لیدو لپاره راتلل او له لیدو به یې خوند اخیست. دا سیالۍ دا ځل په هغه
ولایت کې ترسره کېدې چېرې چې یوازې د جګړې او باروتو بوی و، نفرت او کینه وه، د
خلکو خوبونه نه وو، هغه جګړه ځپلی هلمند چې ماشومانو به یې له وېرې خوب نه درلود،
خو د سولې او امنیت په راتګ سره دا ځل یوازې ولولې وې، د بېټ او توپ اواز و، د
خوښۍ چغې وې او هو د سوکالۍ فضا چغې وهلې او هېوادوالو ترې خوندونه اخیستل.
افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې یادو
سیالیو ته چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې ترسره شوې، غوره پوښښ ورکړ او په ډېر
لوړ او غوره کیفیت یې ترسره کړې، د ټولو لوبغاړو کارکردګۍ پکې نشر شوې، پر لوبغاړو
او نندارچیانو ویډیوګانې جوړې شوې او د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولو چنلونو نشر
شول.
احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ:
د میرویس نیکه درې وځنیو سیالیو د ترسره
کېدو وروسته د دغو سیالیو غوره توپوهونکي او توپ اچوونکي د افغانستان د کورني کرکټ
سترو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس او لېسټ اې سیالیو ته غوره شول. د افغانستان کرکټ
بورډ غوراوي کمېټې یاد لوبغاړي لومړی د دوی د ښې کارګردګۍ، ښې اقتصادي توپ اچونې
او غوره سټرایک رېټ له مخي ټاکلي وو، چې وروسته یې د فزیکي تکړښت (یو-یو) ازموینې
شرط هم پوره کړ.
د کورني کرکټ سیالیو بهیر کې د احمدشاه بابا
ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) اتم پړاو سیالۍ سږ کال هم د څلور لوبډلو، هندوکش
سټرایکرز، ماهیپر ستوري، میوند اتلان او پامیر لیجنډز تر منځ ترسره شوې. دغه لوبې
چې د مې میاشتې پر ۵مه پیل شوې، د جون میاشتې پر ۱۹مه نېټه د میوند اتلان لوبډلې
په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې چې د ننګرهار ولایت
په دوه غازي امان الله خان او نجیب الله تره کي لوبغالو کې ترسره شوې؛ هرې لوبډلې
پکې له بلې لوبډلې سره دوه لوبې ترسره کړې. د ابدالي فرسټ کلاس دغه لوبو کې هرې
لوبډلې شپږ لوبې ترسره کړې، چې په پای کې میوند اتلان لوبډلې وکولی شول چې د ۳
بریاوو او ۸۹ زیاتو نمرو په خپلولو سره د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اتم پړاو سیالیو
کې سږ کال د کورني کرکټ د نویو ځوان لوبغاړو ترمنځ د ملي لوبډلې لوبغاړو هم برخه
اخیستې وه، چې د ځوان لوبغاړو د ښې روزنې او د هغوی سره د تجاربو د شریکولو یو ښه
فرصت پکې رامنځته شوی و. په دغو لوبو کې هم د ملي، ملي الف، ملي نولس کلنو او د
کورني کرکټ استعدادونه وځلېدل.
د ابدالي فرسټ کلاس لوبو کې هغه لوبغاړي چې
غوره کارګردګي یې ترسره کړې، دلته یې ځینې توپوهونکي او توپ اچوونکي د مثال په
توګه لیکو:
د توپوهنې په برخه کې شاهدالله کمال په ۵۴۱
منډو لومړی، حشمت الله شهیدي په ۴۹۵ منډو دویم، رحمن الله ځدراڼ په ۴۷۶ منډو دریم،
افسر ځاځي په ۴۷۴ څلورم، دروېش رسولي په ۴۴۱ منډو پنځم، عبدالمالک په ۴۳۹ منډو
شپږم، اصف موسی زي په ۴۳۳ منډو اووم، یوسف شاه په ۴۳۰ منډو اتم، شوکت زمان په ۳۸۶
منډو نهم او نور الرحمن په ۳۳۶ منډو جوړولو سره لسم مقام خپل کړی و.
د فرسټ کلاس د سږ کال د توپ اچونې په برخه
کې بیا لاندې لس لوبغاړي تر نورو ښه وځلېدل او ډېرې ویکټې یې په خپل نوم کړې. په
دغه نوملړ کې شرف الدین اشرف په ۳۶ ویکټو د لومړي، یمین احمدزي په ۲۶ ویکټو د
دویم، ضیاء الرحمن اکبر په ۲۵ ویکټو د دریم، بشیراحمد افغان په ۲۵ ویکټو د څلورم،
خلیل ګربز په ۲۳ ویکټو د پنځم، قیس احمد په ۱۹ ویکټو د شپږم، ننګیال خروټي په ۱۹
ویکټو د اووم، ظاهر خان پکتین په ۱۹ اتم، ضیاء الرحمن شریفي په ۱۶ ویکټو د نهم او
ابراهیم شریفي په ۱۶ ویکټو په ترلاسه کولو د لسم توپ اچوونکي ځای نیولی وو.
باید وویل شي چي د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس
څلور ورځنیو سیالیو اتم پړاو کې تر ځلېدو وروسته شرف الدین اشرف، بشیر احمد افغان،
خلیل ګربز، قیس احمد، ضیاء الرحمن شریفي، شاهدالله کمال او بهیرشاه محبوب د
افغانستان کرکټ د ټیسټ سیالیو په ملي لوبډله کې غوره شول.
واخان ملي شل اوریز جام، لوبې، پوښښ او
ځلېدلې لوبغاړي:
د کورني کرکټ په دغه بوخت مهالوېش کې د
واخان ملي شل اوریزه سیالۍ سږ کال په کندز ولایت کې ترسره شوې، چې څلورو پیاوړو
لوبډلو پکې ګډون کړی و. دغه سیالۍ چې د جون میاشتې پر ۲۸مه پیل شوې، د
جولای میاشتې پر ۷مه نېټه د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. یادو
لوبو کې هندوکش سټرایکرز پرته له کومې ماتې په ۱۲ نمرو او پامیر لیجنډز په دریو
بریاوو او ۶ نمرو وکولی شول، چې د سیالیو پایلوبې ته لار ومومي.
د واخان ملي شل اوریزه سیالۍ چې سږ کال یې
دویم پړاو ترسره کېده، موخه یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو لپاره د وړ او غوره
لوبغاړو وړاندې کول وو. د واخان جام لوبو ته وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي
سیالیو څخه ځلېدلي لوبغاړي، د ملي، ملي نولس کلنو او ملي الف لوبډلو لوبغاړو ونډه
درلوده.
د واخان ملي شل اوریزه سیالیو کې د ځلېدونکو
لوبغاړو له ډلي په توپوهنه کې ذبید اکبري په ۱۶۷ منډو لومړی، محمد هارون په ۱۶۵
منډو دویم، فرمان الله ساپي په ۱۶۲ منډو دریم، محمد اسحاق په ۱۶۵ منډو څلورم،
محمدشهزاد په ۱۵۳ منډو پنځم، سمیع الله شینواري په ۱۴۷ منډو شپږم، وفي الله تره
خېل په ۱۳۷ منډو اووم، عمران میر په ۱۳۶ منډو اتم، اصف موسی زي په ۱۱۹ منډو نهم او
خالد تڼیوال په ۱۱۷ منډو لسم مقام نیولی و.
د توپوهنې په برخه کي بیا یما عرب په ۱۱
ویکټو ۱۱، بلال سمیع په ۱۱ ویکټو دویم، عرب ګل مومند په ۱۰ ویکټو دریم، عظیم ځدراڼ
په ۹ ویکټو څلورم، فریدون داودزي په ۹ ویکټو پنځم، سلیم ساپي په ۹ ویکټو شپږم،
دولت ځدراڼ په ۸ ویکټو اووم، محمدالله لوګري په ۸ ویکټو اتم، عبدالله تره خېل په ۸
ویکټو نهم او خلیل احمد په ۷ ویکټو لسم مقامونه خپل کړي وو.
باید وویل شي چې د واخان ملي شل اوریزه
سیالیو ټول ځلېدونکي او غوره لوبغاړي د شپږیزه کرکټ لیګ په وروستي پړاو کې
ولوبېده، چې ځینو ځوانو لوبغاړو یې په خپلو ښو لوبو د کرکټ مینه والو پام په خورا
عجبه توګه ځان راواړوی. په دغه لوبغاړو کې د نورالرحمن او خالد تڼیوال نومونه د
یادولو وړ دي، چې ځوان خالد تڼیوال پکې سلیزه جوړه کړه او د نور الرحمن بیا د
شپږیزه کرکټ لیګ د تاریخ تر ټولو چټکه سلیزه یوازې په ۴۰ توپونو جوړه کړه او دغه
کارنامه یې په خپل نوم کړه.
لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ، رسنیز پوښښ، غوره
لوبغاړي او لاسته راوړنې
د افغانستان د کورني کرکټ سترې شپږیزه کرکټ
لیګ سیالۍ چې سږکال هم په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې، د لسم پړاو اتلولي یې
په پرلپسې توګه د دویم ځل لپاره امو نهنګان لوبډلې وګټله. امو نهنګان لوبډلې په
پایلوبه کې د مس عینک اتلان لوبډلې ته د ۸ ویکټو په لوی توپیر ماتې ورکړه او دغه
جام یې د دویم ځل لپاره په خپل نوم کړ. دغه لوبې چې په کور دننه د کرکټ مینه والو
لپاره د یوې لویې خوشالۍ او تفریح زریعه ده، تر څنګ یې د ملي لوبډلې زیات شمېر
لوبغاړي له یادو سیالیو تر ملي لوبډلو او نړیوالو ډګرونو رسېدلي دي.
شپږیزه کرکټ لیګ چې هر کال د هېواد د پنځو
زونونو بست ساتونکي، امو نهنګان، مس عینک اتلان، سپین غر پړانګان او بندامیر
ښاماران لوبډلو ترسره کیږي، د افغانستان د ملي لوبډلو د لوبغاړو په ګډون د کورني
کرکټ پیاوړي لوبغاړي پکې برخه لري. دا ځل هم په شپږیزه لیګ سیالیو کې یو شمېر ځوان
لوبغاړو له واخان ملي شل اوریزه سیالیو څخه دغه لوبو ته لار وموندله او په ځلېدو
یې د مینه والو پام ځان ته راوګرځاوه.
شپیږیزه کرکټ لیګ کې پنځه واړه لوبډلې
دوه-دوه ځلي یو له بل سره مخ کیږي، چې په پایله کې د لوبو د جدول د سر دوې مخکښې
لوبډلې پایلوبې ته لار مومي. د افغانستان کرکټ بورډ ځکه په دغه لیګ کې د لوبو شمېر
زیات کړی څو د ملي لوبغاړو تر څنګ د کورني کرکټ نویو ځوانو ستورو لوبغاړو ته هم
پکې د لوبېدو پوره زمینه برابره شي.
د سږ کال شپږیزه کرکټ لیګ په لړ کې د
توپوهنې په برخه کې حشمت الله شهیدي د ۳۲۱ منډو په جوړولو لومړی، صدیق الله اتل په
۳۰۸ منډو دویم، وفي الله تره خېل په ۲۹۸ منډو دریم، عمران میر په ۲۹۶ منډو څلورم،
محمد اکرم په ۲۹۰ منډو پنځم، خالد تڼیوال په ۲۷۹ منډو شپږم، کریم جنت په ۲۵۵ منډو
اووم، حسن عیسی خېل په ۲۲۸ منډو اتم، دروېش رسولي په ۲۱۷۶ منډو نهم او رحمت شاه
زرمتي په ۲۰۵ منډو جوړولو لسم مقامونه نیولي وو.
د توپ اچونې به برخه کې بیا شرف الدین اشرف
په ۱۴ ویکټو لومړی، مجیب الرحمن په ۱۳ ویکټو دویم، خلیل ګربز په ۱۱ ویکټو دریم،
ظاهر خان پکتین ۱۰ ویکټو څلورم، عبدالله احمدزی په ۹ ویکټو پنځم، عرب ګل مومند په
۹ ویکټو شپږم، فرمان الله ساپی په ۹ ویکټو اووم، زبید اکبري په ۸ ویکټو اتم،
عبدالرحمن په ۸ ویکټو نهم او ګلبدین نایب په ۸ ویکټو لسم مقام کې راغلي دي.
لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ په غوره ډول ترسره
شو، پروډکشن او رسنیز پوښښ یې ډېر عالي و، له ډېرو ولایتونو ورته خبریالان راغلل،
غوره پوښښ یې ورکړ او دغه سیالۍ په ټوله کې په عالي ډول ترسره شوې.
غازي امان الله خان لېست اې سیالۍ:
د مهالوېش له مخې سږ کال اتم پړاو لېست اې یو
ورځنۍ سیالۍ هم په ښه ډول د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوې. دغه لوبې چې په
خوست ولایت کې ترسره شوې، د اګست میاشتې پر ۲۰مه پیل او سپتمبر میاشتې پر ۶مه نېټه د مس عینک زون
لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. مس عینک لوبډلې په پایلوبه کې د بند امیر زون
لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړې وه.
په اتم پړاو لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو کې هم د ملي، ملي نولس کلنو، ملي الف، د
کورني کرکټ قرارداد لرونکي او د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو څخه
ځینو ځوانولوبغاړو په لومړي ځل ګډون کړی و. د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو غوره
لوبغاړي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوه غوره پشتوانه جوړوي، چې د افغانستان
کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سره یې د لوبډلې په جوړېدا کې د پام وړ مرسته کړې ده.
د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د سږ کال
ځلېدونکو لوبغاړ په لړ کې بیا هم د ملي لوبغاړو تر څنګ زیات ځوان لوبغاړي وځلېدل
او د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې یې غوره کارګردګۍ نندارې ته وړاندې کړې. د
اتم پړاو لیسټ اې سیالیو لس غوره توپوهونکي په لاندې ډول دي:
رحمت شاه زرمتی په ۴۲۴ منډو لومړی، حشمت
الله شهیدي په ۳۷۷ منډو دویم، نوید عبید په ۳۱۸ منډو دریم، شاهدالله کمال په ۳۱۵
منډو څلورم، ریاض حسن په ۲۷۹ منډو پنځم، حسن عیسی خېل په ۲۴۹ منډو شپږم، بهیرشاه
محبوب په ۲۳۶ منډو اووم، اعجاز احمدزی په ۲۲۴ منډو اتم، بارکزی ناصري په ۲۲۱ منډو
نهم او افسر ځاځی په ۲۱۹ منډو لسم مقام توپوهونکي راغلي وه.
د توپ اچونې په برخه کې بیا ظاهر خان پکتین
په ۲۰ ویکټو لومړی، یمین احمدزی، خلیل ګربز او فرمان الله ساپی هر یوه دویم، دریم
او څلورم، محمد ابراهیم شریفي او بلال سمیع پنځم او شپږم، فریدون داودزي، ضیاء
الرحمن شریفي او قیس احمد هر یوه اووم، اتم او نهم او عظیم ځدراڼ په ۷ ویکټو لسم
مقام خپل کړی و.
د نجیب الله تره کي معلولیت لرونکو وګړو
سیالۍ:
افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د سیالیو
په چوکاټ کې د افغان معلولو کرکټرانو لپاره هم سیالۍ په پلان کې نیولي وې، چې له
دې وړاندې به هرکال د نجیب الله تره کي معلولینو شل اوریزې سیالۍ په کال کې یو ځل
خو سږ کال دغه سیالۍ په کال کې دوه ځلي ترسره شوې او له دې وروسته به هم همداسي په
دوامداره توګه هر کال دوه ځلي ترسره کیږي، چې غوره او ځلېدونکي لوبغاړي یې د
افغانستان کرکټ بورډ سره شپږ میاشتنی قرارداد ترلاسه کولی شي.
د نجیب الله تره کي معلولینو شل اوریزو
سیالیو د سږ کال لومړی پړاو په خوست ولایت کې ترسره شو. په دغه لوبو کې د هېواد د
پنځو زونونو لوبډلو ګډون کړی و، چې سیالۍ یې د مې میاشتې پر اوومه پیل او د همدې
میاشتې پر ۱۵مه نېټه پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو په پایلوبه کې سپین غر لوبډلې
امو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ. دغه لوبو کې هرې لوبډلې
څلور لوبې ترسره کړې، چې له مخې یې هر لوبغاړي ته په دریو او تر دې زیاتو لوبو کې
د لوبېدو چانس ورکړل شو.
د نجیب الله تره کي معلولینو شل اوریزې
سیالۍ چې د ملي لوبډلې او د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي پکې ولوبېدل، یو شمېر ځوان
ستوري پکې ښه وځلېدل او د افغانستان کرکټ بورډ سره یې شپږ میاشتنی قرارداد ترلاسه
کړی. د یادو سیالیو د ځلېدونکو لوبغاړو له ډلې یې د توپوهنې په برخه کې شامو افغان
په ۲۰۰ منډو لومړی، فاروق ځدراڼ په ۱۸۷ منډو دویم، قدرت الله په ۱۶۶ منډو دریم،
عبدالوکیل په ۱۳۵ منډو څلورم او حشمت الله په ۱۳۴ منډو پنځم مقام نیولی و. دغه راز
د توپ اچونې په برخه کې بیا عبدالله عصمتي په ۱۳ویکټو لومړی، زاهدالله په ۹ ویکټو
دویم، شاهد قریشي په ۹ ویکټو دریم، عبدالمحمد په ۹ ویکټو څلورم او حزب الله په ۸
ویکټو پنځم مقام ترلاسه کړی و.
باید وویل شي چې په روان کال کې د نجیب الله
تره کي معلولینو شل اوریزو سیالیو دویم پړاو هم ترسره شو، چې اتلولي یې بست لوبډلې
په خپل نوم کړه. د نجیب الله تره کي معلولینو شل اوریزو سیالیو د سږکال دویم پړاو
لوبې د نومبر میاشتې پر ۳یمه په کندهار ولایت کې پیل شوې او د همدې میاشتې پر ۹مه
نېټه پای ته ورسېدې.
د نجیب الله تره کي معلولینو د روان کال
دویم پړاو لوبو کې هم پنځه لوبډلو ګډون کړی و، چې ټولو لوبډلو پکې په یوه ګروپ کې
د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې. په دغه لوبو کې بست لوبډلې د سر پر سر ۴ لوبو
په ګټلو او مس عینک لوبډلې د ۳ لوبو په ګټلو سره وکولی شوه، چې د یادو سیالیو
پایلوبې ته لار ومومي او په پایلوبه کې بست لوبډلې د یوې ښکلي او حساسي لوبې
وروسته د ۵ منډو په توپیر سره مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې
پورته کړ.
په دویم پړاو سیالیو کې هم د ملي لوبډلې د
لوبغاړو په ګډون ځوان لوبغاړي هم ښه وځلېده. د توپوهنې په برخه کې قدرت الله په
۱۸۹ منډو لومړی، ذکیم خان په ۱۵۹ منډو دویم، سین الله په ۱۵۷ منډو دریم، محمدالله
په ۱۵۰ منډو څلورم او نبي الله په ۱۳۷ منډو پنځم مقام نیولی و. دغه راز د توپ
اچونې په برخه کې عبدالله لېوال، عدنان خان، اختر نبي او وصال وفا هر یوه لومړی،
دویم، دریم او څلورم او شفیع الله بیا په ۷ ویکټو پنځم مقام په خپل نوم کړی و.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د
کلني مهالوېش سره سم به ۲۰۲۶م کال کې هم د کورني کرکټ ټول لوبغاړي په منظمه توګه
یو بوخت مهالوېش ولري، چې له مخي به یې غوره لوبغاړي مخکي راځي او تر ملي لوبډلې د
رسېدو تر څنګ به ځینې لوبغاړي په خپلو ښو کارګردګیو کلني قراردادونه هم ترلاسه
کړی.
د کورني کرکټ څانګې سږ کال هم کلبونو په کچه
سیالۍ، د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه، د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه، د
میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، ملي شل اوریزې سیالۍ، د احمدشاه بابا ابدالي فرسټ
کلاس، د شپږیزه کرکټ لیګ او د لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې. باید وویل شي چې
په دوامداره توګه به بیا هم د نجیب الله تره کي معلولینو شل اوریزو سیالیو دوه
پړاوونه ترسره شي.
د کورني کرکټ سیالیو کې د لوبغاړو لپاره اسانتیاوي!
افغانستان کرکټ بورډ نه یوازې دا چې په کور
دننه د ځوانو او پټو استعدادونو د موندلو لپاره کار کوي، بلکې د کورني کرکټ په هره
بڼه لوبو کې د لوبغاړو لپاره د مالي سرچینې په توګه هم مخکښ رول لري. افغانستان
کرکټ بورډ د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي او د نجیب الله تره کې معلولینو
د زونونو په کچه سیالیو کې د لوبغاړو لپاره د لارې کرایې تر څنګ د ورځني لګښت
لپاره (۱۰۰۰) افغانۍ ورکول کېږي.
د دویمې درجې ولایتي سیالیو را وروسته د
وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه، میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، ملي شل اوریزې لوبې،
شپږیزه کرکټ لیګ، لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ، احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې د
لوبغاړو لپاره د کرایې او ورځني لګښت (۱۰۰۰) افغانیو تر څنګ د هرې بڼې هرې لوبې
لپاره په بېلابېلو کټګوریو کې میچ فیسونه هم ټاکلي دي، چې په کلني حساب که یو
لوبغاړی په دوامداره توګه دغه سیالیو کې د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړي، نو له کاله به
یې تر یو میلیون افغانیو زیاتې پیسې ترلاسه کړي وي.
همدا راز افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ
په ټولو بڼو سیالیو کې مسلکي لوبڅاران، مسلکي روزونکي، د فزیکي تکړښت مسلکي
روزونکي (ټرېنران) مسلکي منډه شمېرونکي، مسلکي ډاکټران، د لوبډلې مدیر او د سیالیو
مدیران ټاکي څو د کورني کرکټ ټولې لوبې په پوره مسلکيتوب او کیفیت سره ترسره شي او
د لوبغاړو لپاره په هر حالت کې هر اړخیزه سهولتونه موجود وي.
په ورته وخت کې افغانستان کرکټ بورډ د هر
ډول سیالیو پر مهال خپلو لوبغاړو ته د استوګني ځای، د لوبو په ورځو کې د سهار او
غرمې خوراک او د دوی د درملنې لپاره ټول لګښتونه په خپله غاړه اخیستي څو یاد
لوبغاړي په پوره فزیکي او ذهني ارامتیا سره وکولی شي چې د لوبې په ډګر کې خپل پټ
استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي.
رسنیز پوښښ:
افغانستان کرکټ بورډ د خپل کورني کرکټ د لا معیاري کېدو او کیفیت موندلو په موخه
تل هڅه کړې، څو د کورني کرکټ هره بڼه په ژوندۍ بڼه مینه والو ته خپرې کړي، چې په
رښتینې توګه با استعداده لوبغاړي راڅرګند شي. په دغه لړ کې افغانستان کرکټ بورډ سږ
کال واخان ملي شل اوریزې سیالۍ، احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سیالۍ، لېسټ
اې یو ورځنۍ سیالۍ او شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ په غوره کیفیت سره په ژوندۍ بڼه د
ټلویویزون پر پرده وښودلې.
د لوبو د ژوندي جریان ښودلو تر څنګ د
افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګه په هره بڼه سیالیو کې پوره ښکېله وي، چې د هرې
لوبې هر اړخیز رسنیز پوښښ د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې او همدا راز پر خپل
ویبسایټ باندې په دوامداره او معیاري توګه خپروي. د افغانستان کرکټ بورډ رسنیو
څانګه د هرې لوبې په ورځ د لوبې له پیل مخکي د لوبغاړو د تمریناتو او تیاري
رانیولې، تر پچې اچونې، یوولس کسیز نوملړونو، ګرافیکس، د لومړۍ پاڼۍ جزیاتو او
پایلې، د لوبغاړو فردي کارګردګۍ، د سلیزو، پنځوسیزو او پنځو ویکټو ترلاسه کولو
ویډیوګانې او ښکلي انځورونه په پوره کیفیت سره خپروي.
د دې تر څنګ د افغانستان کرکټ بورډ رسنیو
څانګه د خپل کورني کرکټ د هرې لوبې د ترسره کېدو وروسته د یادې لوبې هر اړخیز
راپور د خپل ویبسایټ له لارې خپروي، چې د مالوماتو په خپرولو کې یې د کرکټ مینه
والو سره پوره مرسته کړې ده.
د کورني کرکټ سیالیو ارزښت:
د افغانستان کورنی کرکټ د هېواد د ملي لوبډلو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، ځکه
همدا کورنی کرکټ دی چې وخت پر وخت د ملي لوبډلو لپاره پیاوړي او با استعداده
لوبغاړي وړاندې کوي. د کورني کرکټ لوبو څخه تر ملي لوبډلو زموږ زیات شمېر لوبغاړي
رسېدلي، چې اوس د ملي لوبډلو له خورا مهمو لوبغاړو ګڼل کیږي. په دغه نوملړ کې د
افغانستان ملي لوبډلو د اوسنیو ملي او نړیوالو ستورو راشد خان، رحمن الله ګربز
ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، نوراحمد، ضياء الرحمن شریفي،
بشیراحمد افغان، عصمت عالم او ډېر نور لوبغاړي دي چې په کورني کرکټ لوبو کې تر
پرلپسې ځلېدو وروسته یې په ملي لوبډلو کې ځان ته ځای پیدا کړی دی.
د کورني کرکټ دا سیالۍ یوازې ملي لوبډلو ته
د لوبغاړو جوړولو او ورکولو لپاره نه دي، بلکي دلته په سلګونه لوبغاړي لوبیږي او د
خپل کرکټ تر څنګ د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې برابرولو وسیله ګرځېدلي دي. دغه راز
همدا سیالۍ دي چې د کورني کرکټ باتجربه لوبغاړو ترڅنګ پکې د ملي لوبډلې لوبغاړي
لوبیږي، چې له امله یې د کورني کرکټ نوي ځوان لوبغاړي د هغوی له نړیوالو تجربو
برخمن کیږي او د مسلکيتوب او په نړیواله کچه د لوبېدو مهارتونه او هنرونه زده کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ تل دا هڅه کړې چې په
کور دننه سیالیو ته خپله ځانګړې پاملرنه ولري، لوبغاړو ته د هر اړخېزو سهولتونو تر
څنګ د لوبو پر کیفیت او ښه ډول ترسره کېدو تمرکز وکړي. افغانستان کرکټ بورډ په دې
چارې سره غواړي څو ملي لوبډلې ته د وړ او ښه لوبغاړو پر روزنه کار وکړي. د دې
ترڅنګ د کرکټ لوبې ته لا هم پراختیا او وده ورکړي، څو د کرکټ توپ او بېټ د
افغانستان تر هرې لیري کوڅې، کلي او هر افغان ماشوم تر لاسونو ورسوي.
پایله او لنډیز:
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ دا تګلاره چې په خورا رڼه توګه ترسره کیږي، هر
کال پکې داسي ځوان لوبغاړي را څرګندیږي، چې وړتیا یې د لمر په ډول ځلا کوي او د
کورني کرکټ تر سترو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس، لېسټ اې یو ورځنۍ او شپږیزه کرکټ
لیګ پوري رسیږي. سږ کال هم په دغه بهیر کې افغانستان کرکټ بورډ زیات شمېر ځوان
لوبغاړي درلودل چې د شپږیزه لیګ، احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس او لېسټ اې لوبو
ورسېدل. دغه لوبغاړي چې په لومړي ځل د وزیر محمد اکبر خان له دویمې درجې تر دې
سترو سیالیو ورسېدل د ځینو نومونه په لاندې ډول دي:
محب الله همراز، لطف الله، مبین خان او اصف
شاه تر شپږیزه لیګ او لېسټ اې سیالیو، کمال خان، جوادعلي، بلال یعقوبي، کامران
مخلص، عظیم ځدراڼ، رحمت تېراوال، قمر شمس او عبدالظهور خان تر لېسټ اې، عقیل خان،
ابوذز ساپی، یونس ځدراڼ او کمال خان تر احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس او همدا راز
بارکزی ناصري تر لېسټ اې او احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو ورسېدل.
د کورني کرکټ د یادو ستورو دغه لوړو پوړیو
ته رسېدل، دا خبره ثابتوي چې افغانستان کرکټ بورډ په کور دننه د رښتینو استعدادونو
موندلو او په دغه بهیر کې روڼتیا او کیفیت ته ژمن دی. د کیفیت او روڼتیا ددې
بریالي بهیر لپاره یوازې د کورني کرکټ سیالیو تنظیم او ترسره کېده نه دي، بلکې
افغانستان کرکټ بورډ ګڼ شمېر ولایتونو کې د کرکټ ورکو استعدادونو د پیدا کېدو او
څرګندېدو لپاره د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ او د لوبو کولو لپاره معیاري لوبغالي جوړ
کړي. همدا هغه لامل دی، چې افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ سترو لوبو ته نوي
ځوان ستوري راوړاندې کوي او د ملي لوبډلو لپاره یې چمتو کوي.
ننګونې او خنډونه:
-
په افغانستان کې د پروډکشن وسایلو کمښت
-
افغانستان کې د کرکټ اړوند کم پوهاوی
-
افغانستان کې د مالي ملاتړو کمښت او سوړ بازار
-
افغانستان کې د کرکټ د معیاري اسانتیاوې او جوړښتونو کمښت
-
د خصوصي سکټور نه ښکېلتیا او نه پانګونه
-
ورته نور موارد