د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۷ پړاو ترسره شو
ځانګړي
21 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۷ پړاو ترسره شو

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ له لوبیز مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۷ پړاو د هېواد په څلور ولایتونو کې ترسره شو. د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې سږ کال ۴۰ بېلابېلو لوبډلو ګډون درلود چې په اتو بېلابېلو ګروپونو کې یې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې او د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته ورسېده.

21 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ له لوبیز مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۷ پړاو د هېواد په څلور ولایتونو کې ترسره شو. د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې سږ کال ۴۰ بېلابېلو لوبډلو ګډون درلود چې په اتو بېلابېلو ګروپونو کې یې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې او د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته ورسېده.

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ د کندهار او خوست پر دوه-دوه او د کونړ او ننګرهار پر یو-یو لوبغالي ترسره شوې.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ په ټوله کې د څلورو ولایتونو پر اوو کرکټ لوبغالو ترسره شوې چې په پیل کې یې د ننگرهار نجیب الله تره کی کرکټ لوبغالی هم د دوو ورځو لپاره کوربه و چې له هغه وروسته بیا د ننګرهار ټولې سیالۍ په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې.

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ چې موخه یې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د غوره لوبغاړو او مخکښو لوبډلو موندل دي، په سږنیو لوبو ک یېې هم پیاوړي او نوي ځوان استعدادونه وځلېدل، چې دوی به راروانو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې خپلې وړتیاوي او مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي.

د یادو سیالیو په لومړي یا الف ګروپ کې ننګرهار، بلخ، کابل ب، سمنګان او زابل لوبډلو ګډون درلود، چې ننګرهار لوبډلې پکې پرته له کومې ماتې د څلورو بریاوو په ترلاسه کولو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار وموندله. د دغه ګروپ په نورو لوبډلو کې بلخ په ۳ بریاوو دویم، کابل ب په ۲ بریاوو دریم، سمنګان په یوې بریا څلورم او زابل پرته له کومې ګټې پنځم مقام ترلاسه کړ.

د سیالیو په ب ګروپ کې هم پنځو لوبډلو ګډون کړی وو چې له مخې یې ننګرهار ب لوبډلې د لومړي په مقام په نیولو سره د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار وموندله. ننګرهار ب، بدخشان او کونړ لوبډلو یاد ګروپ کې ۳-۳ بریاوي ترلاسه کړې، خو ننګرهار ب لوبډلې د ښه نیټ رنرېټ له مخي د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لاره وکړه. په نورو لوبډلو کې جوزجان په یوې بریا څلورم او کابل ج لوبډلې پرته له کومې بریا ۵م مقام ترلاسه کړ.

په ج ګروپ کې بیا د کابل الف لوبډلې په ۴ بریاوو ترلاسه کولو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار وموندله. د دغه ګروپ په نورو لوبډلو کې میدان وردګ په ۳ بریاوو دویم، فراه په ۲ بریاوو دریم، کندهار په یوې بریا څلورم او ارزګان بغیر له کومې بریا پنځم مقام ونیوه.

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه سیالیو په (د) ګروپ کې خوست لوبډلې په یوې ماتې او ۲ بریاوو د ګروپ سر کې ځان وساته او د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه سیالیو ته یې لار وموندله. په نورو لوبډلو کې  کابل، تخار او کندز لوبډلو په ۲-۲ بریاو د نیټ رنرېټ له مخې دویم، دریم او څلورم خو کاپیسا بیا په یوې بریا پنځم مقام ترلاسه کړ.

د سیالیو په (اي) ګروپ کې بیا لوګر، خوست الف، بغلان، فاریاب او پروان لوبډلو برخه درلوده، چې لوګر پکې پرته له کومې ماتې د لومړي مقام په خپلولو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لاره وکړه. په نورو لوبډلو کې خوست الف په ۳ بریاوو دویم، بغلان په دوه بریاوو دریم، فاریاب په یوې بریا څلورم او پروان پرته له کومې ګټې پنځم مقام په خپل نوم کړ.

د (ایف) ګروپ په سیالیو کې بیا د پکتیکا لوبډلې ښکلي لوبې نندارې ته وړاندې کړې او پرته له کومې ماتې یې د ګروپ په لومړي مقام نیولو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار وموندله. په دغه ګروپ کې ننګرهار الف لوبډلې په ۳ بریاوو دویم، کندز په ۲ بریاوو دریم، سرپل په یوې بریا څلورم او نورستان پرته له کومې بریا پنځم مقام ترلاسه کړ.

د اووم ګروپ په سیالیو کې بیا د کندهار الف لوبډلې وکولی شوه چې ۳ بریاوي خپلې کړي او د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار ومومي. د یاد ګروپ په نورو لوبډلو کې کابل ډي، غزني او هلمند لوبډلو په ۲-۲ بریاوو د نیټ رنرېټ له مخي دویم، دریم او څلورم او پکتیا په یوې بریا سره پنځم مقام  ونیوه.

د سیالیو په وروستي (ایچ) ګروپ کې خوست ب لوبډلې په ۳ بریاوو د غوره نیټ رنرېټ له مخي وکولی شوه، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار ومومي. په نورو لوبډلو کې هرات او لغمان په ۳-۳ بریاوو دویم او دریم، کابل اي لوبډلې په یوې بریا څلورم او نیمروز بغیر له کومې ګټې پنځم مقام په خپل نوم کړ.

د وزیرمحمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې سږ کال ډیری ځوان لوبغاړي وځلېدل، چې هم یې د توپوهنې او هم یې د توپ اچونې په برخه کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل. د یادو ځوانو استعدادنو له ډلې یې د توپوهنې او توپ اچونې لس-لس لوبغاړي دلته درپېژنو.

د یادو سیالیو ۱۰ غوره توپوهونکي او توپ اچوونکي:

د بدخشان لوبډلې توپوهونکي فرید ځدراڼ ۴ لوبو کې په ۳۳۵ منډو جوړولو لومړی، د خوست ب لوبډلمشر اصغر اتل ۴ لوبو کې د ۳۲۸ منډو  په جوړولو سره دویم، د کندهار لوبډلې پیلیز توپوهونکي نصیب الله پوپل په ۴ لوبو کې د ۳۲۴ منډو په ترلاسه کولو دریم، د میدان وردګ لوبډلې توپوهونکي نصیراحمد هاشمي ۴ لوبو کې په ۳۰۶ منډو څلورم، د تخار لوبډلې پیلیز توپوهونکي سهیل احمد مومند ۳ لوبو کې په ۲۸۶ منډو پنځم، د پروان لوبډلې توپوهونکي سیف الله احمدزي ۴ لوبو کې په ۲۴۶ منډو شپږم، د کابل الف لوبډلې ویکټ ساتونکي توپوهونکي سمیع مموزي ۲ لوبو کې په ۲۴۰ منډو اووم، د خوست لوبډلې توپوهونکي طاهر سروري ۳ لوبو کې په ۲۳۹ منډو  اتم، د لغمان لوبډلې پیلیز توپوهونکي عمران حسن ۳ لوبو کې به ۲۳۷ منډو نهم او د ننګرهار ب لوبډلې الراونډر عابد محمدي ۳ لوبو کې په ۲۳۶ منډو ترلاسه کولو لسم مقام ونیوه.

په داسې حال کې چې د توپ اچونې په برخه کې بیا لاندې ځوانان غوره ولوبېدل او په لس غوره توپ اچوونکو کې یې ځای ونیوه. د دوی له ډلې د هرات لوبډلې ورو توپ اچوونکي محمدعلي ۴ لوبو کې په ۱۳ ویکټو لومړی، د کابل ج لوبډلمشر سیدخان ۴ لوبو کې په ۱۳ ویکټو دویم، د بلخ لوبډلمشر الراونډر اسدالله متاڼي ۴ لوبو کې په ۱۱ ویکټو دریم، د جوزجان لوبډلې توپ اچوونکي جاوید سیدي ۴ لوبو کې په ۱۱ ویکټو څلورم، د کندز الف لوبډلې توپ اچوونکي شریف الله ریاض ۴ لوبو کې په ۱۱ ویکټو  پنځم، د ننګرهار لوبډلې توپ اچوونکي ابراهیم ۳ لوبو کې په ۱۰ ویکټو شپږم، د ننګرهار الف لوبډلې توپ اچوونکي حیات نوري ۴ لوبو کې په ۱۰ ویکټو اووم، د پکتیکا لوبډلمشر محمد عالم ۴ لوبو  کې په ۱۰ ویکټو اتم، د پکتیا لیګ بریکر سمیع مبارز ۴ لوبو کې په ۱۰ ویکټو نهم او د کندز لوبډلې توپ اچوونکي عمران ۳ لوبو کې په ۱۰ ویکټو ترلاسه کولو سره لسم ځای خپل کړ.

باید وویل شي د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې ټول هغه ځلیدلي لوبغاړي چې د توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې یې ښه مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي، په وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې به د لوبېدو ویاړ خپل کړي. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې سږ کال په شل اوریزو او پنځوس اوریزو دوه بڼو ترسره کیږي، د شل اوریزو سیالیو ځلېدونکي لوبغاړي به په ملي شل اوریزو سیالیو کې او په پنځوس اوریزو سیالیو کې ځلیدونکي لوبغاړي به د غازي امان الله خان لېسټ اې او د میرویس نیکه درې ورځنیو لوبو کې د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړي.

راتلونکې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ ولې په شل اوریزه او پنځوس اوریزه بڼه ترسره کېږي؟

دا ځل افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د وزیر محمد اکبرخان له دویمه درجه ولایتي سیالیو وروسته لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د لومړي ځل لپاره په شل اوریزه او یو ورځنۍ بڼه ترسره کړي. له دې کار یې موخه دا ده چې د پنځوس اوریزو یا یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړي به ترې د لېست اې(GAK List A)  او سیدجمال الدین درې ورځنیو (SJD 3 Day) سیالیو ته لاره مومي او د شل اوریزو سیالیو (ولایتي شل اوریزوProvincial T20 - ) غوره لوبغاړي به بیا د ملي شل اوریز جام سیالیو (National T20) ته چې لاره بیامومي.

هېره دې نه وي چې د درې ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړي به بیا د تګلارې له مخې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو سیالیو ته لاره پيدا کوي او د ملي شل اوریز جام یو شمېر غوره او کارکردګي لرونکي لوبغاړي به شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو ته لاره بیامومي چې د پټو استعدادونو د موندنې لپاره یو غوره مسیر دی.

باید وویل شي چې په ورته وخت کې به د ټولو ۱۲ لوبډلو لوبغاړي هم په ۲۰ اوریزو سیالیو کې او هم په ۵۰ سیالیو کې ګډون کوي، ترڅو د شل اوریزو، درې ورځنیو او پنځوس اوریزو سیالیو لپاره ترې لوبغاړي په نښه شي چې پورته یې په مفصل ډول یادونه وشوه.

په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې اړوند لوبډلو ته کومې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې وې؟

افغانستان کرکټ بورډ د تل په څېر د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۷ پړاو  هم په پوره معیار او غوره کیفیت سره ترسره کړ. د یادو سیالیو په لړ کې په هر لوبغالي کې څلورو لوبڅارانو، یوه ډاکټر، یوه ټرینر (د فزیکي تکړښت) روزونکي، دوه سکوررانو (منډه شمېرونکو) او له هرې لوبډلې سره د سیالیو مدیر یا مسوول ګډون درلود، چې له مخي یې یادې سیالۍ په ښه او غوره کیفیت سره ترسره شوې.

سربېره پر دې د ټولو ۴۰ لوبډلو لوبغاړو ته په هر لوبغالي کې ټرانسپورټ، خوراک، هستوګنه او ورځني مصارف (هر لوبغاړي ته د ورځې ۱۰۰۰) ورکول کېږي، ترڅو دوی پرې خپل اضافي لګښتونه ترسره کړي.

دغه راز افغانستان کرکټ بورډ ټولو لوبغاړو ته له خپل ولایت څخه د سیالیو تر اړوند ولایت پورې د دواړو لوریو کرایه هم ورکوي په دې معنا که د خوست یا ننگرهار کوم لوبغاړی په کندهار ولایت کې سیالۍ ولري نو له اړوند ولایتونو نیولې د لوبو تر ولایت پورې د دواړو لوریو کرایه په پام کې نیول شوې ده.

په دغه موده کې د دوی درملنه، د هستوګنې ځای، خوراک او نور اړونده اسانتیاوې هم د لوبغاړو لپاره په پام کې نیول شوې وي چې دا د ادارې پر ستر او پراخه او دغه راز غوره مدیریت دلالت کوي، ترڅو پر لوبغاړو هیڅ ډول فشار رانشي او دوی له سیالیو پاتې نه شي.

سربېره پر دې افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د ټولو لوبغاړو لپاره په راتلونکي کې لا ډېرې اسانتیاوې هم په پام کې ولري، ترڅو لوبغاړي له ذهني اړخه هم له هیڅ ډول فشار سره مخ نه وي.

رسنیز او اطلاعاتي پوښښ:

همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانکې په هر لوبغالي کې د غوره رسنیز پوښښ په موخه دوه-دوه همکاران (عکاس او ویډیوګراپر) ټاکلي وو، چې وخت پر وخت یې د افغانستان کرکټ بورډ د ویبسایټ ترڅنګ ټولنیزو رسنیو فیسبوکپاڼې، ټویټر، انسټګرام او یوټیوب له لارې بېلابېلې ویډیوګاني، انځورونه او ورځني راپورونه خپرول. دغه رسنیز پوښښ په پراخه توګه څارونکي درلودل چې د لوبغاړو په فردي او د لوبډلو هر اړخیزې کارګردګۍ پکې خپرېدلې.

د هر غوره کارکردګي لرونکي لوبغاړي مرکې خپرې شوې، د دوی د سلیزو او ۳-۵ ویکټو پوسټرونه خپاره شول، د دوی د بریاو او غوره کارکردګۍ ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول چې په ورته وخت کې د دومره لوړ شمېر لوبغالو رسنیز پوښښ سخت وي، خو افغانستان کرکټ بورډ د دې لپاره چې هر لوبغاړی خپله وړتیا او توانایي په ښیښه او ایینه کې وویني؛ ورته او په غوره ډول پوښښ یې ترسره کړ.

د ټولو لوبغالو راپور، په هر لوبغالي کې د لوبغاړو ۱۰۰ ییزې، ۵ ویکټې، اینینګ راپور، د پایلې راپور، له لوبغاړو سره مرکې، د غوره کارکردګۍ لرونکو لوبغاړو سیلفي انځورونه، د لوبغاړو انځورونه، د فټنس او د تکړښت شېبې، ګرافیکس، یوولس کسیز نوملړونه او نور ډېر موارد په رسنیز پوښښ کې شامل وو.

کومو لوبډلو د دویمه درجه ولایتي سیالیو څخه د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالو ته لاره پیدا کړه؟

په ټوله کې لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه د وزیر محمد اکبرخان په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې ۴۰ ولایتي لوبډلو ګډ،ن درلود چې په ۸ ګروپونو کې ۵ لوبډلو ګډون درلود او هرې لوبډلې د نورو پر وړاندې څلور سیالۍ ترسره کړې چې د هر ګروپ په استازیتوب یوې لوبډلې او په عموم کې اتو لوبډلو (ننګرهار، ننگرهار ب، لوګر، پکتیکا، خوست او خوست ب، کندهار الف او کابل الف) د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده.

د دغو لوبو اهمیت او د پروسې روڼتیا:

د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالۍ رسمي کرکټ ته د لومړي قدم یا ګام اېښودو حیثیت لري، لکه څرنګه چې د ښوونځیو د دولس ټولګي فارغین په کانکور ازموینه کې بریالي کېږي او پوهنتونونه پیلیوي. دغه پروسه همداسې یوه پلې لاره ده چې لوبغاړي ترې د خپلې وړتیا له مخې، د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو، شل اوریز ولایتي جام سیالیو، لېست اې سیالیو، درې ورځنیو سیالیو، ملي شل اوریز جام سیالیو، فرسټ کلاس سیالیو او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو ته د اړوند بڼو او خوارۍ په پایله کې لاره بیامومي.

دغو سیالیو ته لومړی د کلبونو په کچې سیالیو څخه لوبغاړي لاره پيدا کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ رسمي چوکاټ ته لویږي او دلته خپلې وړتیاوې په ډاګه کوي، د هيڅ لوبغاړي حق بل لوبغاړی نه شي خوړلی، ځکه دغه سیالۍ په ټولو لوبغالو کې د کریک هېروز اپلیکېشن له لارې په انلاین ډول ښودل کېږي چې ګني چا سل منډې وکړې، چا پنځوسیزه ووهله، چا ۷ ویکټې واخیستې، چا کارکردګي وکړه او چا ونه کړه چې ټول په ورته وخت کې په چوکاټونو کې ښودل کېږي او د یوې رڼې پروسې له لارې ټول لوبغاړي خپله کارکردګي او د مخته تګ تضمین او نه تضمین پکې ويني.

پایله او لنډیز:

د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالۍ د تېرې نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د کندهار پر قریشي او کندهار، د خوست پر رحمت ولي مسرور او مس عینک، د ننګرهار پر غازي امان الله خان او نجیب الله تره کي او د کونړ پر کونړ کرکټ لوبغالو پیل شوې چې د روانې دسمبر میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې یې دوام وموند چې له منځه اته غوره لوبډلې د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته بریالۍ شوې چې لوبې به یې د راتلونکې جنوري میاشتې/۲۰۲۶ز کال په لومړیو کې پیل شي.

هېره دې نه وي چې د افغانستان د کورني کرکټ سیالیو د تګلارې له مخي هر هغه لوبغاړی چې افغان وي او د پوره وړتیا او استعداد خاوند وي، کولی شي په اسانۍ سره تر خپلو ملي لوبډلو ورسیږي او د اړوند پروسې او تګلارې له مخې تر لوړو څوکو او پولو ورسیږي.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران