د افغانستان غوره لیګ د پیل په اړه ځانګړي مراسم د دسمبر په ۲۰مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي
خبرپاڼه
7 دقیقې

د افغانستان غوره لیګ د پیل په اړه ځانګړي مراسم د دسمبر په ۲۰مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي

افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو د پیل لپاره ستر مراسم د ۲۰۲۵ کال د دسمبر میاشتې په شلمه (۲۰مه) نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي. په دغو مراسمو کې به افغانستان کرکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګوالو ملګرو سره یو ځای، د دغه لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د سیالیو جوړښت او نور مهم جزیات په رسمي ډول په ډاګه کړي.

دا مراسم وروسته له هغه ترسره کېږي چې کرکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو د پانګونې حقوق د ITW–TG ګډ شرکت ته وسپارل. ټاکل شوې وه چې د سیالیو د پیل وخت او کوربه هېواد په اګست میاشت کې اعلان شي، خو د اړینو اداري پروسو او تخنیکي ارزونو له امله اړوند مراسم وځنډېدل او اوس به ټول اړین معلومات د دسمبر په شلمه (۲۰مه) نېټه په رسمي ډول خپاره شي.

په دغو مراسمو کې به د افغانستان کرکټ بورډ کرکټ بورډ مشرتابه، د افغانستان کرکټ بورډ د پانګوال ملګري او همکارانو هر یو ITW MEA او TG  شرکتونو مسوولین، د کرکټ د نړۍ نور ښکېل اړخونه، سوداګریز همکاران او نور مېلمانه ګډون وکړي. د مراسمو پر مهال به د دویم پړاو د ترسره کېدو ځای، وخت، سوداګریزې تګلارې او نور اړوند برخې رسنیو ته وړاندې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په دې اړه وویل: ((افغانستان غوره لیګ د کرکټ بورډ د اوږدمهاله لیدلوري یوه مهمه ستنه ده. د دسمبر د شلمې نېټې مراسم به د دغه لیدلوري د عملي کېدو لوی ګام وي. موږ د ITW او TG Sports په وړتیا او مسلکیتوب باور لرو او هیله مند یو چې دا لیګ به افغانستان کرکټ ته نوې دروازې پرانیزي.))

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان زیاته کړه: ((د افغانستان غوره لیګ د پانګونې همکارۍ د تړون له لاسلیک راهیسې چې کوم پرمختګ شوی، ډېر هیله ‌بخښوونکی دی. دغه ستر لیګ به زموږ لوبغاړو ته نړیوال معیاري اسانتیاوې او ادارې ته یو پیاوړی سوداګریز جوړښت رامنځته کړي.))

د یادونې وړ ده چې افغانستان غوره لیګ د شل اوریزو سیالیو یو ستر سوداګریز لیګ دی چې د افغانستان کرکټ بورډ تر چتر او مدیریت لاندې ترسره کېږي. باید وویل شي چې د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شو چې پکې پنځه لوبډلو ګډون درلود. په پایلوبه کې يې د بلخ لیجنډز لوبډلې د کابل ځوانان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړي پړاو اتلولي یې خپله کړه.

ملاتړ کوونکي او همکاران