د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په روان بهیر کې نن د هېواد په دریو ولایتونو کې پنخه لوبې ترسره شوې. په دغه لوبو کې لوګر د خوست الف، پکتیا د کندز، کابل ډي د پکتیا، غزني د کندهار الف او بغلان د فاریاب لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. باید وویل شي چې سبا به هم کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونه د یو لړ لوبو کوربانه وي.
د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې پکتیکا لوبډلې د
کندز لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې د کندز لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان د
۱۷۳ منډو هدف ټاکلی و. د دوی توپوهنه کې نجیب الله الکوزي تر نورو زیاتې ۱۰۰ منډې
ترسره کړې. بلخوا د پکتیکا په توپ اچوونکو کې عزیزالله ۳، عنایت الله او محمد عالم
هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د کندز لوبډلې هدف پکتیکا لوبډلې د لوبې په
۳۵م اور کې د ۶ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په ګټه عطا محمد زرمل
۷۳، حفیظ ځدراڼ ۵۴ او عنایت الله ۳۴ منډې جوړې کړې. د کندز لوبډلې له لوري بشر خان
۳ او عمران ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د پکتیکا لوبډلې توپوهونکی عطامحمد زرمل د لوبې
غوره لوبغاړی ونومول شو.
کندهار کرکټ لوبغالي کې غزني د کندهار الف
لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی
غزني توپوهنه وکړه او د ۲۳۱ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په توپوهنه کې عمر زیار ۵۴
او عصمت الله ۳۹ منډې ترسره کړې. بلخوا د کندهار الف په ګټه شاه محمد، احمد راز او
ګل محمد افغان هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د غزني د هدف ځواب کې کندهار یوازې ۱۸۶ منډې
جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه نعمان شاه ۴۰
او عبدالوارث ۳۰ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د غزني توپ اچونه کې سیداحمد ۴ او
رشید ځاځي ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د غزني لوبډلې توپ اچوونکی رشید ځاځی
د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې بیا بغلان
د ۷۹ منډو په توپیر فاریاب ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې بغلان د امیرحمزه د ۱۰۱ او
سهراب امیري ۹۳ منډو پر مټ د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه. د فاریاب په توپ اچونه کې متین
خان او امین خان ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د بغلان لوبډلې د ۲۶۹ منډو د هدف په تعقیب کې
فاریاب لوبډلې ۱۸۹ منډې جوړې کړې. د دوی په توپوهونکو کې عزت بارکزي ۹۴، خالد خان
۳۹ او احمدولي ۳۳ منډې جوړې کړې. د بغلان له لوري نعمت الله ۴ او باز محمد ۲
لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د لوبې غوره لوبغاړی امیرحمزه ونومول شو.
د کندهار قریشي لوبغالي کې کابل ډي لوبډلې د
پکتیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې د پکتیا لوبډلې د ۳۰۲ منډو هدف ټاکلی و،
چې کابل ډي لوبډلې د لوبې په ۴۴م اور کې ترلاسه کړی. د پکتیا په توپوهنه کې سیف
الله ۷۴، ولي خان ۵۳، رحمن زرمتي ۵۱، بلال حسنین ۴۴ او حقمل اریا ۳۲ منډې جوړې
کړې. د کابل ډي په توپ اچونه کې حمزه او عزت نور هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د پکتیا لوبډلې هدف کابل ډي لوبډلې د دریو
ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په ګټه عزت نور ۱۰۳، وقاص ۷۹ ناسوځېدلي
او زین الله ۶۵ منډې جوړې کړې. د پکتیا په توپ اچونه کې نصیب خان، احسان او حقمل
اریا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. د کابل ډي لوبډلې توپوهونکی عزت نور د لوبې غوره
لوبغاړی ونومول شو.
د خوست مس عینک لوبغالي کې لوګر لوبډلې د
خوست الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې د لوګر لوبډلې د یوسف خان ۱۱۰، خالد
زاهدي ۱۰۸، مالک خان ۴۶ او محمد امین ۳۹ منډو پر مټ د ۳۴۲ منډو هدف وټاکه. د خوست
الف لوبډلې توپ اچونه کې عمران قدم ۳ او عبدالله محمدي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د لوګر لوبډلې په هدف پسې د خوست الف لوبډلې یوازې ۱۸۸ منډې ترسره کړې. د دوی په توپوهنه کې صادق شاه ۸۹ منډې ترسره کړې. د لوګر لوبډلې په توپ اچوونکو کې محمد او لقمان خان ۳-۳ او حمید ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د لوګر لوبډلې توپوهونکی یوسف خان د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان
دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې
پروان د فاریاب، د خوست مس عینک لوبغالي کې لوګر د بغلان، د ننګرهار په غازي امان
الله خان لوبغالي کې سرپل د نورستان، د کندهار قریشي لوبغالي کې کندهار الف د کابل
ډي او د کندهار کرکټ لوبغالي کې هلمند د غزني لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته
ووځي.