د افغانستان کرکټ بورډ د ولایتي استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
خبرپاڼه
7 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د ولایتي استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په مشرۍ د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د هېواد د ټولو کرکټ ولایتي امرینو ترمنځ همغږیزه ناسته ترسره شوه چې دوه ورځې یې دوام وکړ او پکې د ولایتونو ترمنځ پر بشپړې همغږۍ، د ولایتونو په کچه د لوبو پر لا ډېروالي، رغنیزو چارو، غوره خدمتونو وړاندې کولو او د کرکټ پر پراختیا ټینکار وشو.

7 دقیقې

 د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په مشرۍ د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د هېواد د ټولو کرکټ ولایتي امرینو ترمنځ همغږیزه ناسته ترسره شوه چې دوه ورځې یې دوام وکړ او پکې د ولایتونو ترمنځ پر بشپړې همغږۍ، د ولایتونو په کچه د لوبو پر لا ډېروالي، رغنیزو چارو، غوره خدمتونو وړاندې کولو او د کرکټ پر پراختیا ټینکار وشو.

دغه غونډه چې د فبروري میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټو ترسره شوه، په لومړۍ ورځ یې اړوند مسوولینو د هر زون د تېر کال راپورونه وړاندې کړل چې پکې په تېر یو کال کې د ټولو زونونو د اړوند ولایتونو لاسته راوړنې او ستونزې واورېدل شوې او په ځواب کې یې د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي او د اجراییوي رییس د دفتر مسوول شکرالله حیدرمعلومات ورکړل.

په دغه ناسته کې همدارنګه د ټولو ولایتونو هغه امرین وستایل شول چې د ۲۰۲۵ کال کاري پلانونه یې په ښه ډول تطبیق او عملي کړي وو. سربېره پر دې د غونډې په دویمه ورځ له ولایتي امرینو سره د پرزنټیشن لارې د نویو بدلونونو او نوي کال د پلان په اړه معلومات شریک شول چې له ترتیب او جوړولو وړاندې یې د ټولو ولایتونو له مسوولینو سره سلا مشورې شوې وې.

همدارنګه په دغه ناسته کې د نوي پلان له مخې د لوبغاړو د کره نوملیکنې او په اړوند ولایت کې پر لوبېدو ټینګار وشو، چې دغه راز د کلب په کچه سیالیو کې له هر کلب څخه ۹۷۵۰ افغانۍ ایونټ فیس اخیستو پرېکړه وشوه چې له دې وړاندې زیات و. د یادونې وړ ده په هغو ولایتونو کې چې د کرکټ بورډ لوبغالي شتون ونه لري او یا هم بوخت وي، د شخصي لوبغالو د فیس لګښت به هم پر کلبونو وي چې اړوند لړۍ به یې د کرکټ بورډ د مرکزي دفتر له لارې د یوه منظم پروګرام او مناسب لګښت پر بنسټ مخ ته وړل کېږي.

سربېره پر دې په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به د کلبونو په کچه لوبو کې په هره لوبډله کې ۱۳ لوبغاړي لوبیږي، ترڅو د کمیت پرځای کیفیت ورسره لوړ شي او دغه راز د ولایتونو له استازو په کلکه غوښتنه وشوه چې د کلبونو په ثبتولو کې کیفیت ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو د لوړې کچې کرکټ ته پیاوړي لوبغاړي وړاندې شي.  

دغه راز یادې برخې ته په پام سره پرېکړه وشوه چې د کلبونو په کچه سیالیو په هر ګروپ کې به ۶ لوبډلې لوبېږي چې له منځه به یې یوازې له څلور مخکښو لوبډلو څخه دویمه درجه ولایتي سیالیو ته غوراوی یا سیلیکشن کېږي او پاتې دوه لوبډلې به حذف کېږي.

هېره دې نه وي چې همدارنګه په دغه ناسته کې د ښوونځیو په کچه د اړوند کرکټ، د پوهنتونونو ترمنځ کرکټ، د ولسوالیو په کچه کرکټ، د اکاډمیو ترمنځ کرکټ، د سازمانونو ترمنځ کرکټ او د کم عمر لرونکو لوبغاړو د کرکټ په ډګرونو کې د بېلابېلو سیالیو د رامنځته کولو په تړاو لارښوونې وشوې.

په یاده ناسته کې دغه راز ټینګار وشو چې له دې وروسته باید د ولایتونو او زونونو ترمنځ یو ورځنۍ او دوه ورځنی او پر دې سربېره دوه اړخیزې او د اړوند زونونو په کوربه توب سیالۍ تنظیم شي. همدارنګه یادونه وشوه چې د زون مشر روزونکی باید د کال په جریان کې په منظم ډول د زون اړوند ولایتونو اکاډمیو او روزنځایونو ته سفر وکړي او پکې پیاوړو لوبغاړو ته کمپونه ترسره کړي چې سربېره پر دې له ټولو ولایتي روزونکو سره خپلې مشورې او لارښوونې شریکې کړي.

سربېره پر دې په ټولو ولایتونو کې د کرکټ لوبې پر پرمختیا او پراختیا ټینګار وشو چې د منظم پلان له مخې باید د هر زون ولایتي استازي خپلمنځي ناستې هم ترسره کړي، ترڅو د کرکټ د ودې او پرمختګ په برخه کې پلانونه په منظم ډول عملي شي.

همدارنګه د یادې ناستې په بله برخه کې د کرکټ بورډ د کارکوونکو مدیریت څانګې مسوولینو له لوري ولایتي استازو ته د کارکوونکو اړوند پالیسیو په اړه پرزنټېشن او معلومات هم شریک شول چې سربېره پر دې پکې د ادارې د اداري څانګې مسوولینو هم د اداري تګلارو د غوره تطبیق او همغږۍ په برخه کې خپل پرزنټیشن وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې غونډې په وروستیو کې د هېواد د ټولو زونونو د استازو ترمنځ د دوه اړخیزه لوبلړیو د تنظیم په موخه سلا مشورې وشوې او وروسته یې خپل پلانونه د تاییدي لپاره د کورني کرکټ له څانګې سره شریک کړل.

په پای کې باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ تېر کال هم د ټولو زونونو ولایتي امرینو ته ورته ورکشاپ او ښوونیزه ناسته ترسره کړې وه چې ډېره مؤثره او اغېزناکه وه او پر بنسټ یې تېر کال په ولایتونو کې د کرکټ کچه لوړه شوې وه.

ملاتړ کوونکي او همکاران