د اي انډ جام – امید ملي شل اوریزې سوپر کولا سیالیو دریمه او څلورمه لوبه په ترتیب سره بست زون او بند امیر زون لوبډلو وګټلې. په دریمه لوبه کې بست لوبډلې د څلور منډو په توپیر مس عینک ته او په څلورمه لوبه کې بند امیر لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۴ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې.
نن یکشنبه د دغه سیالیو په دویمه ورځ په کندز
کرکټ لوبغالي کې د دریمې لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې
پریکړه وکړه او سیاله بست لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله چې هغوی د ۷ وېکټو په
تاوان په ټاکلو شل اورونو کې د لوبډلمشر نجیب ځدراڼ د ۶۱ ناسوځېدلو او عزیز میاخیل
۳۷ منډو پر مټ مس عینک ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه. مس عینک زون لوبډلې ته په توپ
اچوونکو عبدالله او محمد یونس ۲،۲ وېکټې ترلاسه کړې.
مس عینک لوبډلې د بست د ۱۶۷ منډو هدف په
تعقیب کې یوه په زړه پورې لوبه ترسره کړه. لوبه د وروستي اور تر وروستي توپ پورې
وغخېدله خو بخت ورسره یارې ونکړه او د شل اورونو په پوره کېدو یې د شپږ وېکټو په
تاوان ۱۶۲ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر وبایلله. دوی ته په توپ
وهنه کې خالد احمدزي بهترینه توپ وهنه ترسره کړه او په ۹۵ منډو ناسوځېدلی پاتې شو
همدارنګه بل توپ وهونکی کرامت الله و چې ۴۴ منډې یې جوړې کړې. بل لور ته د بست توپ
اچوونکو کې امیر حمزه ۲ وېکټې ترلاسه کړې او په وروستي اور کې یې په غوره توپ
اچونې سره د پاتې لس منډو دفاع وکړه او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ترسره
کړ.
په پای د بست لوبډلې لوبډلمشر نجیب الله
ځدراڼ د ۶۱ ناسوځېدلو منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن ورځ په دویمه لوبه کې بیا بند امیر
لوبډلې د سپین غر زون لوبډلې ته د ۴ وېکټو په توپیر ماتې ورکړله. د دې لوبې پچه سپین
غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دوی د لوبډلمشر زبید اکبري د
۶۰ او شوکت زمان ۳۶ منډو پر مټ د ۸ وېکټو په تاوان سیالې بند امیر لوبډلې ته د ۱۴۷
منډو هدف وټاکه. بل لوري ته د بند امیر په ګټه عبد احمدزي ۴ او سید خان ۲ وېکټې
ترلاسه کړې.
د سپین غر د ۱۴۷ منډو هدف، د بند امیر زون
لوبډلې د لوبي په ۱۹ اور کې د ۶ وېکټو په تاوان د خالد احمدزي د ۵۱ او هارون خان
۴۳ منډو پر مټ پوره او لوبه یې د ۴ وېکټو په توپیر وګټله. د سپین غر په ګټه نظیف
امیري او عقیل خان ۲،۲ وېکټې ترلاسه کړې.
عبدالله احمدزي چې په ۴ اورونو کې یې د خپلې
لوبډلې بند امیر په ګټه د۲۳ منډو پر ورکولو د سپین غر ۴ مهمې وېکټې ترلاسه کړې، د
لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.