د اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو په ۱۵مه لوبه کې د بست زون لوبډلې له یوې غوره لوبې وروسته د امو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې د ورځې په دویمه لوبه کې د سپین غر زون لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې پرمټ بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دریمه بریا خپله کړه.
د نن ورځې لومړۍ لوبه په کندز ولایت کې د
خرابې هوا او شدید باد له امله له خپل ټاکل شوي وخت نه نږدې درې ساعته په ځنډ پیل
شوه او یوازې پنځه اورونو ته راکمه شوه. د دغې ۵ اوریزې لوبې پچه بست زون لوبډلې وګټله
او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
امو زون لوبډلې د بست
زون پر وړاندې په ټاکل شویو ۵ اورونو کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان
سره ۶۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۶۵ منډو هدف وټاکه. د امو زون په ګټه لوبډلمشر عمران میر په ۱۲ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د بست
زون په ګټه نصرت الله نورستاني دوه ویکټې ترلاسه کړې.
بست زون لوبډلې د امو
زون د ۶۵ منډو هدف په ځواب کې بهترینه توپوهنه وکړه
او یاد هدف یې د خپو دوه لوبغاړو په زیان سره په ۴.۱ اورونو کې
ترلاسه کړ او د څلورمې بریا په خپلولو سره یې د نمرو په جدول کې لومړی مقام خپل کړه.
نصرت الله نورستانی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې دویمه لوبه د
بند امیر او سپین غر زون د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د بند امیر زون
لوبډلې لوبډلمشر حضرت الله ځاځي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې
او سیالې سپین غر لوبډلې ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګته صدیق
الله پاچا ۵۵، مسلم موسی ۴۱* او محمد هارون
۳۶ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د سپین غر زون
په ګته محمد نبي میاخېل او فریدون داودزي ۲-۲ او زبید
اکبري یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د سپین غر زون لوبډلې
د بند امیر زون د ۱۶۷ منډو هدف په ځواب کې بهترینه توپوهنه وکړه
او دغه هدف یې د لوبې په وروستي اور کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان
سره ترلاسه کړ او په روانو سیالیو کې یې خپله دریمه بریا خپله کړه. د سپین غر زون
په ګټه شوکت زمان ۶۲*، لوبډلمشر زبید اکبري ۴۰، محمد اسحاق ۲۵ او اکبر موسی زي ۱۵*
منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر زون په ګټه اظهار الحق نوید ۲، سید خان او
حقمل اریا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. شوکت زمان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د سبا ورځې په لومړۍ
لوبه کې به د بند امیر زون لوبډله د بست او دغه راز د ورځې په دویمه لوبه کې به
بیا د سپین غر زون لوبډله د مس عینک زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.