د اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې نن د بست او مس عینک لوبډلو سترې بریاوې خپلې کړې. بست لوبډلې د ورځې په لومړۍ لوبه کې د بند امیر زون لوبډله له ماتې سره مخ کړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده. له بلې خوا د مس عینک زون لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې پرمټ د سپین غر زون لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله څلورمه بریا خپله کړه.
د ورځې د لومړۍ لوبې پچه بند امیر لوبډلې
وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د بست زون لوبډلې توپوهونکو خورا ښه
توپوهنه وکړه او د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۰۹ منډې جوړې کړې. د دغې
لوبډلې په ګته محب الله همراز ۸۵، نعمان شاه ۵۹ او امیر
حمزه ۳۲ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر زون لپاره په توپ اچونه کې رحمت
الله خروټي او اظهارالحق نوید ۲-۲ او سید خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.
بست زون لوبډلې له غوره توپوهنې وروسته ښه اچونه هم وکړه او د یوې هر اړخیزې
او خورا عالي لوبې په پایله کې د بند امیر زون لوبډلې ته د ۳۴ منډو
په توپیر ماتې ورکړه او د پنځمې بریا په خپلولو سره یې د اي انډ جام - امید وطن
ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده.
د بند امیر زون لوبډلې په ګټه سهیل خان نیمه سلیزه جوړه کړه خو د بست زون
توپ اچوونکو، خصوصاً عبدالله تره خېل بهترینه توپ اچونه وکړه او بند امیر زون
لوبډله یې د هدف پوره کولو ته پرېنښوده. تره خېل د خپلې لوبډلې په ګټه په ۴ اورونو
کې ۳۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل او د لوبې غوره
لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې دویمه لوبه د مس عینک او سپین غر زون د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې
پکې مس عینک زون لوبډلې هر اړخیزه لوبه وکړه او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله
کړه. د دغې لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه. دغې لوبډلې
په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د دغې لوبډلې په ګټه زبید اکبري ۳۴ او مبین خان بختیار ۲۹ منډې
جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک په ګټه نجات مسعود ۳، نسیم
منګل او لطف الله محمدي ۲-۲، اصغر اتل او شریف الله ریاض یوه-یوه ویکټ
ترلاسه کړه.
د مس عینک زون لوبډلې د یوې غوره توپوهنې په پایله کې د سپین غر زون لوبډلې
هدف ترلاسه کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. په دې سره
دغې لوبډلې په روانو اي انډ جام - امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو کې یې
خپله څلورمه بریا خپله کړه. د مس عینک زون لوبډلې ځوانو توپوهونکو هر یوه خالد
تڼیوال ۴۳، رحمن زرمتي ۳۴ او کرامت الله ۳۲* منډې جوړې کړې. نجات مسعود د لوبې
غوره لوبغاړی ونومول شو.
د اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو د لومړي پړاو په
وروستۍ ورځ به د مس عینک زون لوبډله د بست او دغه راز د بند امیر زون لوبډله به د
امو زون پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.