د اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو په اوومه ورځ د سپین غر زون لوبډلې له یوې جالبې لوبې وروسته د امو زون لوبډلې ته د ۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه؛ په داسې حال کې چې د ورځې په دویمه لوبه کې د بند امیر زون لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې د مس عینک زون لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دریمه بریا خپله کړه.
د ورځې په لومړۍ لوبه کې د امو زون لوبډلې د
لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د سپین غر زون لوبډلې د دغې
لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې او خپلې
سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر زبید
اکبري نیمه سلیزه جوړه کړه او ۶۴ منډې یې د خپلې لوپډلې په ګټه جوړې کړې.
د امو زون لوبډلې د ۱۴۰ منډو دغه هدف ترلاسه
نکړی شو او د یوې جالبې لوبې په پایله کې یې د ۵ منډو په توپیر ماتې ومنله. د سپین
غر زون په ګټه تکړه چپ لاسي ورو توپ اچوونکي روح الله عرب ۴ ویکټې ترلاسه کړې او د
لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې په دویمه لوبه کې د مس عینک زون
لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه خو دغې لوبې ښه توپوهنه
ونکړی شوه او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۱۸ منډې جوړې کړې. د بند امیر زون په ګټه
عبدالله احمدزي یو ځل بیا غوره توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي
ترڅنګ سید خان او اظهار الحق نوید ۲-۲ او حقمل اریا یوه ویکټ ترلاسه کړه.
بند امیر زون لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ
سره د خپلو دوه لوبغاړو په زیان د لوبې په ۱۷م اور کې ترلاسه کړ او د ۸ ویکټو په
توپیر یې بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه عثمان سادات ۵۱*، محمد هارون ۳۲ او
حضرت الله ځاځي ۲۸ منډې جوړې کړې. عبدالله احمدزی د خپلې غوره توپ اچونې پرمټ د
لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دغو سیالیو په اتمه ورځ به د بست زون
لوبډله د ورځې په لومړۍ لوبه کې د امو زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته
شي، په داسې حال کې چې د ورځې په دویمه لوبه کې به د بند امیر زون لوبډله د سپین
غر زون لوبډلې سره مخ شي.