بست ساتونکو د یوې جالبې لوبې وروسته بند امیر ته ماتې ورکړه
کورني
3 دقیقې

بست ساتونکو د یوې جالبې لوبې وروسته بند امیر ته ماتې ورکړه

بست ساتونکو لوبډلې د یوې خورا جالبې او زړه راښکونکې لوبې په پایله کې بند امیر ښامارانو ته یوازې د یوې منډې په توپیر ماتې ورکړه او په یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالیو کې یې خپله دریمه بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه بست ساتونکو وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غوره توپوهنه وکړه او د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره یې ۱۸۵ منډې جوړې کړې چې له مخې یې ښامارانو ته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکل شو. د بست ساتونکو په ګټه په توپوهنه کې نجیب الله ځدراڼ یو ځل بیا ښه توپوهنه وکړه او ۶۴* منډې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ اصف موسی زي ۳۸*، حضرت الله ځاځي ۳۱ او اکبر موسی زي ۲۴ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر ښامارانو په ګټه غضنفر، ننګیال خروټي، سلیم ساپي او فرمان الله ساپي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په ځواب کې بند امیر ښامارانو ښه پیل وکړ خو وروسته یې ویکټې ژر له لاسه ورکړې او د صدیق الله اتل د ۶۴، حشمت الله شهیدي د ۵۲ او صدیق الله پاچا د چټکو ۳۱ منډو سره سره یې یاد هدف ترلاسه نکړی شو او د یوې منډې په توپیر یې لوبه سیالې بست لوبډله ته وبایلله. د بست ساتونکو په ګټه بشیر احمد بهترینه توپ اچونه وکړه او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ نوراحمد، کریم جنت او عبدالله تره خېل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نجیب الله ځدراڼ د خپلې غوره توپوهنې او پرلپسې دریمې نیمه سلیزې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادو سیالیو په دوام به سبا د ورځې په لومړۍ لوبه کې سپین غر پړانګان لوبډله د امو نهنګانو او له غرمې وروسته به مس عینک اتلان د بست ساتونکو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران