د اي انډ وړاندې کوونکي میرویس نیکه درې ورځنیو سوپر کولا سیالیو په لړ کې د بست زون لوبډلې د ۲۴ منډو په توپیر د بندامیر زون لوبډلې ته ماتې وکرړه. بلخوا د سپین غر او امو زونونو تر منځ لوبه چې په کندهار کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه، د لوبې پر دریمه ورځ بې پایلې ختمه شوه.
د بست او بندامیر زونونو تر منځ لوبه چې د جمعې په ورځ په هلمند کرکټ لوبغالي کې
پیل شوه، بست لوبډلې پکې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه
وکړه. یادې لوبډلې د فیصل شینوزاده ۱۰۸ او زیت الله شاهین ۲۷ منډو پر مټ لومړۍ
پاڼۍ کې ۲۶۱ منډې جوړې کړې. بلخوا د بندامیر په ګټه نصیرخان ۳، مسلم موسی،
وحیدالله او عقیل خان هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د بست لوبډلې د ۲۶۱ منډو ځواب کې بندامیر
لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۲۵۰ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره مسلم موسی ۱۰۴ او
سهیل خان ۶۵ منډې جوړې کړې. دغه راز د بست په ګټه نصرت نورستاني ۴ او زیت الله
شاهین ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
بست لوبډلې په خپلې دویمې پاڼۍ کې د ټولو
ویکټو په تاوان ۲۰۹ منډې ترسره کړې او د ۲۲۱ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره فیصل
شینوزاده ۵۲، صابر ګربز ۴۶ او علي احمد ۳۲ منډې جوړې کړې. د بندامیر توپ اچونه کې
بیا نصیرخان، وحیدالله ځدراڼ او عقیل خان ۳-۳ وبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د بست لوبډلې د ۲۲۱ منډو هدف په ځواب کې
بندامیر لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۹۶ منډې ترسره کړې او د ۲۴ منډو په توپیر
یې ماتې ومنله. د بندامیر توپوهنه کې مسلم موسی ۶۳ او عثمان خان ۵۸ منډې ترسره
کړې. باید وویل شي چې د بست لوبډلې توپ اچونه کې جلال ستانکزي ۴ او نصرت نورستاني
۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې په وروستیو کې د بست لوبډلې توپوهونکی
فیصل شینوزاده د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د امو او سپین غر زونونو تر منځ لوبه چې د جمعې
په ورځ کندهار کرکټ لوبغالي کې پیل شوه، نن د لوبې پر وروستۍ ورځ بې پایلې پای ته
ورسېده. دغه لوبه کې امو زون لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره
کړه. سپین غر زون لوبډلې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو ویکټو په تاوان ۲۰۲
منډې جوړې کړې. د دوی توپوهنه کې ارشاد ساپي ۶۷، مجید عالم ۵۰ او عثمان نوري ۳۹
منډې جوړې کړې. بلخوا د امو لوبډلې په ګټه خیرمحمد علیزي ۳ او عثمان یونس ۲ ویکټې
ترلاسه کړې.
د سپین غر لوبډلې د ۲۰۲ منډو ځواب کې امو
لوبډلې ۲۸۷ منډې جوړې کړې او د ۸۵ منډو مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په
ګټه جاوید احمدزي ۱۱۵، الله نور ناصريی ۷۲ او کمال خان ۳۹ منډې جوړې کړې. د سپین
غر توپ اچوونکو کې بیا خاطر ستانکزي ۳، قمر شمس او نظیف الله امیري ۲-۲ لوبغاړي د
لوبې له ډګره بهر کړل.
سپین غر زون لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمې پاڼۍ
کې د ۹ ویکټو په تاوان ۳۴۹ منډې جوړې کړې، چې لوبه د دواړو لوبډلمشرانو په مشوره
سره د لوبې په وروستي ساعت کې بې پایلې اعلان شوه. د سپین غر توپوهنه کې عثمان
نوري ۹۱، رشاد ستانکزي ۷۵، ارشاد ساپي ۴۵ او مجید عالم ۴۲ منډې ترسره کړې. د امو
توپ اچونه کې بیا روح الله عرب ۵ او سلام خان ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په وروستیو کې د امو زون لوبډلې پیلیز
توپوهونکی جاوید احمدزی په ۱۱۵ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده، چې د اي انډ وړاندې کوونکې
میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالیو په لړ کې به راتلونکې سه شنبه کندهار کرکټ
لوبغالي کې مس عینک د سپین غر او په هلمند کرکټ لوبغالي کې امو د بندامیر لوبډلو
پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.