بست زون لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه
کورني
3 دقیقې

بست زون لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

بست زون لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پآیله کې د مس عینک زون لوبډلې ته د ډي-اېل سیسټم له مخې د ۳۶ منډو پرمټ ماتې ورکړه او د زونونو په کچه د روانو اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په ترڅ کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

3 دقیقې

بست زون لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پآیله کې د مس عینک زون لوبډلې ته د ډي-اېل سیسټم له مخې د ۳۶ منډو پرمټ ماتې ورکړه او د زونونو په کچه د روانو اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په ترڅ کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه د مس عینک زون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د بست زون لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غوره توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۷۷ منډې جوړې کړې چې پرمټ یې سیالې لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه نصیر احمد ۱۰۵، افسر خان ځاځي ۶۳ او نجیب الله ځدراڼ ۳۹ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک زون په ګټه بلال سمیع ۴ او ضیاءالرحمن شریفي ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې دویمه پاڼۍ کې یوازې ۱۸.۲ اورونه ترسره شول چې ورپسې د ورښت او شدید باد له امله لوبه له ځنډ سره مخ شوه. وروسته لوبه ۲۸ اورونو ته راکمه شوه چې پکې د مس عینک لوبډلې ته د ډي-اېل سیسټم له مخې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکل شو. د لوبې د بیاځلې بیلېدو سره سره هم دغه ټاکل شوي اورونو بشپړ نه شول او په لوبغالي کې د مناسبې رڼا له امله دغه لوبه پای ته ورسېده، چې د ډي اېل سیسټم له مخې لوبه د ۳۶ منډو په توپیر د بست زون لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

مس عینک زون لوبډلې د اصغر اتل د ۳۳، خالد تڼیوال د ۳۰ او رحمن الله ځدراڼ د ۲۶ منډو پرمټ په ځوابي توپوهنه کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۲ منډې جوړې کړې. د بست زون لوبدلې په ګټه خلیل ګربز بهترینه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. خو د لوبې غوره لوبغاړی نصیر احمد ونومول شو، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې سلیزه جوړه کړې وه.

د دغو سیالیو په دوام به سبا د امو زون لوبډله د سپین غر زون د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران