سپین غر زون لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه
کورني
4 دقیقې

سپین غر زون لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په ترڅ کې د سپین غر زون لوبډلې د امو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دغو لوبډلو ترمنځ د لوبې دویمه پاڼۍ د خرابې هوا او دوامداره ورښت له امله څو ځله وځنډېده، چې په پایله کې د د ډي اېل سیسټم له مخې د ۲۴ منډو په توپیر د سپین غر زون په بریا پای ته ورسېده.

د دغې لوبې پچه د امو زون لوبډلې ګټلې وه چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د امو زون لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۷۶ منډې جوړې کړې او سیالې د سپین غر زون لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه شرف الدین اشرف ۵۴ او محمد اسحاق ۴۸ منډې جوړې کړې. خو تر ټولو غوره لوبه د سپین غر زون لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي یمین احمدزي وکړه، چا چې په خپلو ۱۰ اورونو کې د ۳۳ منډو په بدل کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ ظاهر خان ۲ او محمد ابراهیم او زبید اکبري یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سپین غر زون لوبډلې د امو زون د ۱۷۷ منډو هدف په ځواب کې د ۲۱ اورونو تر پایه د ۲ لوبغاړو په زیان ۸۴ منډې جوړې کړې وې، چې د ډي اېل سیسټم له  له مخې یې د ۲۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه. یمین احمدزی، چې د سپین غر زون لوبډلې په ګټه یې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غوره توپ اچونه کړې وه او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دغو سیالیو په ترڅ کې سبا د جمعې په ورځ د بند امیر زون لوبډله د بست زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران