د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ د راتلونکې لوبې ارزونه
ځانګړي

د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ د راتلونکې لوبې ارزونه

لړ کې سبا شپه د سکاټلینډ ملي لوبډلې سره مخ شي، دغه سیالي به د کابل پر وخت د ماښام شپږ نیمې بجې د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. په دې لیکنه کې د دواړو لوبډلو د توازن، تېرو سیالیو او د نورو اړونده اړخونو ارزونه شوې ده، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو:

د لوستلو وخت: ~4 دقیقې

ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله د روان کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې سبا شپه د سکاټلینډ ملي لوبډلې سره مخ شي، دغه سیالي به د کابل پر وخت د ماښام شپږ نیمې بجې د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغال ي کې ترسره شي. په دې لیکنه کې د دواړو لوبډلو د توازن، تېرو سیالیو او د نورو اړونده اړخونو ارزونه شوې ده، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو: 

افغان لوبډلې له دې وړاندې د خپلو دوه تمریناتي سیالیو له منځه لومړۍ هغه سویلي افریقا ته وبایلله خو په دویمه سیالۍ کې یې بیا ویسټ انډيز ته ستره ماتې ورکړه. سکاټلینډ بیا له د خپلو تمریناتي سیالیو ترڅنګ د نړیوال جام په لومړي پړاو کې د خپل ګروپ ټولې سیالۍ هم وګټلې او د ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه یې د نړیوال جام دویم پړاو ته چې د نړۍ دولس غوره لوبډلې پکې ګډون لري، لاره وموندله. له بلې خوا بیا د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د درجه بندۍ له مخې افغان لوبډله په اتم مقام کې قرار لري خو سکاټلنډ بیا په یاده درجه بندۍ کې ۱۴م ځای لري. 

د توپوهنې یا بیټینګ له اړخه د افغان لوبډلې لومړيو درې توپوهونکو په تېرو سیالیو کې ښې لوبې کړې دي او په راتلونکو سیالیو کې به هم د توپوهنې له اړخه زیاته تکیه پر یادو لوبغاړو وي، همدارنګه له میډل آرډر څخه محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ هم په تېرو تمریناتي سیالیو کې ښې منډې جوړې کړې؛ د دوی ترڅنګ راشد خان او ګلبدین نایب یا کریم جنت هم کولای شي چې په وروستیو اورونو کې د لوبډلې په ګټه چټکې منډې جوړې کړي، دې ته په کتو ویلی شو چې د بیټینګ له اړخه افغان لوبډله په ښه موډ کې ده او کولای شي چې لا هم ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي. همدارنګه په بالینګ کې د افغان لوبډلې سپنران بیا ډېر برلاسي برېښي. د راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن په شتون کې د افغان لوبډلې د سپن بالینګ برخه ډېره پیاوړې ده خو د تېزو بالرانو له اړخه ښايي یو څه اندېښنه شتون ولري. 

له بلې خوا بیا د سکاټلنډ د لومړي سر بیټسمینان/توپوهونکي په تېرو سیالیو کې ښه ندي ځلېدلي خو د میډل آرډر توپوهونکو یې بیا ډېرې ښې لوبې کړې دي، تېز بالینګ یې ښه دی، سپنران یې هم نسبتاً ښه ځلېدلي دي او فیلډینګ/ډګر ساتنه یې بیا بهترینه ده چې د لوبډلې په بریاوو کې یې ستر رول لوبولی دی. په ټوله کې سکاټلنډ هم خورا ښه او متوزانه لوبډله ده خو د سبا شپې په سیالي کې به خپله پوره هڅه کوي چې د افغان لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړي. 

د افغانستان کرکټ بورډ د ځوان لوبډلو مشر روزونکي دولت خان احمدزي د سکاټلنډ پر وړاندې د راتلونکې سیالۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان لوبډله باید یادې سیالۍ ته ښه پلان جوړ کړي او ښه پیل وکړي، د نوموړي په وینا سکاټلنډ ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي، بلکې د هغوی د لوبغاړو خامیانې یا نیمګړتیاوې دې په ګوته شي او منظم پلانونه دې ورته ونیول شي. 

نوموړي زیاته کړه: «د افغان لوبډلې هر لوبغاړی باید د یوه معلوم پلان سره لوبغالي ته ښکته شي او د هر یوه دنده باید معلومه وي چې څه باید وکړي». نوموړی زیاتوي چې افغان لوبغاړي باید له خپل قووت او د خپلې لوبې له سټایل او بڼې سره سمه لوبه وکړي. نوموړي همدارنګه د لوبې د اهمیت په اړه وایي: «د لومړۍ لوبې ګټل ډېر اړین دي، روزونکي او لوبډلمشر باید د یادې سیالۍ لپاره خپله بهترینه یوولس کسیزه لوبډله جوړه کړي تر څو بریا خپله کړي او د ګروپ په نورو لوبډلو فشار واچوي». 

افغان لوبډلې له دې وړاندې د ۲۰۱۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې د سکاټلنډ پر وړاندې د هند په نګپور ښار کې لوبه کړې وه چې په ۱۴ منډو یې ګټلې وه. راتلونکې سیالي به د دواړو لوبډلو ترمنځ د تېرې سیالۍ وروسته لومړۍ هغه وي چې ټاکل شوې ده سبا ماښام د شارجې په لوبغالي کې پیل شي او په هیواد کې به د ملي او اریانا تلویزیوني شبکو له لارې په ژوندۍ بڼه نشر شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران