د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې نن شپږ لوبې ترسره شوې. دغه
لوبې چې غوره لوبډلې یې د وزیر اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار مومي، نن یې په لړ
کې هلمند د کابل ډي، کندهار الف د پکتیا، لوګر د پروان، خوست الف د بغلان، ننګرهار
د زابل او کونړ د جوزجان لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.
د کندهار قریشي
لوبغالي کې هلمند لوبډلې د ۹ منډو په توپیر د کابل ډي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه
لوبه کې لومړی هلمند لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ټولو ویکټو په تاوان یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه. د دوی
توپوهنه کې احمدضیاء ۵۵، زلمي خاکسار ۴۳، دستګیر او قدرت الله هر یوه ۳۴ منډې
ترسره کړې. بلخوا د کابل ډي لوبډلې توپ اچونه کې روح الله ۳، جمعه سلطاني او رحیم
الله ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د هلمند لوبډلې د
هدف ځواب کې کابل ډي لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۲۲۶ منډې جوړې کړې. د دوی
توپوهنه کې عزت نور ۶۹ او زین الله ۳۵ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د هلمند
لوبډلې توپ اچونه کې مصطفی سنګر ۳، دستګیر، انور خان او محمود هر یوه ۲ لوبغاړي د
لوبې له ډګره بهر کړل. د هلمند لوبډلمشر دستګیر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د خوست مس عینک
لوبډلې کې لوګر د ۱۱۱ منډو په لوی توپیر د پروان لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده
لوبه کې لوګر لوبډلې لومړی د ۳۷۲ منډو هدف وټاکه. د دوی په توپوهونکو کې صابر حنیف
۱۱۹، محمد امین ۹۲ او منصور ۹۰ منډې ترسره کړې. بلخوا د پروان لوبډلې په ګټه ریحان
الدین ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د لوګر لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې پروان
لوبډلې ۲۶۰ منډې جوړې کړې. د دوی توپوهنه کې عزت فاروقي ۱۲۱، رحمت الله ۵۴ او خالد
نیازي ۴۷ منډې ترسره کړې. د لوګر په توپ اچوونکو کې زاهد مومند ۳، حمید، محمد او
نورالله ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې. د لوګر لوبډلې توپوهونکی صابر حنیف د لوبې غوره
لوبغاړی ونومول شو.
ننګرهار کې بیا
ننګرهار لوبډلې په لوی توپیر زابل لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی
ننګرهار توپوهنه وکړه، چې د اکبر موسی زي د ۱۰۶، نعمان ۷۳ او اقدام الحق د ۵۱ منډو
پر مټ یې د ۲۹۷ منډو هدف وټاکه. د زابل په ګټه طایب الله ۳، عمران او حمدولي ۲-۲
ویکټې ترلاسه کړې.
د ننګرهار لوبډلې
هدف پسې زابل لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۰۴ منډې ترسره کړې. د دوی په توپوهنه
کې محمد یونس تر نورو زیاتې ۵۱ منډې ترسره کړې. بلخوا د ننګرهار لوبډلې توپ اچونه
کې محمد ساحل ۴ او جان اغا ۲ ویکټې په خپل نوم کړې. اکبر موسی زی د لوبې غوره
لوبغاړی شو.
کونړ کې بیا کونړ
لوبډلې په ۲ ویکټو جوزجان ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ کې جوزجان لوبډلې د ۲۵۷ منډو
هدف ټاکلی و. د جوزجان په توپوهنه کې سبحان علي ۱۱۱، سید جلال ۵۲ او منیر ۳۴ منډې
جوړې کړې. د کونړ توپ اچوونکو کې مسیح الله ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د جوزجان لوبډلې
هدف کونړ لوبډلې د لوبې په ۴۲م اور کې ترلاسه کړی. د دوی توپوهنه کې زبیر احمدي
۷۱، روح الله ۶۲ او عبدالرحمن ۳۷ منډې جوړې کړې. د جوزجان په توپ اچونه کې جاوید
سیدي ۳، سیدجلال او عمران ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. زبیراحمد د غوره لوبغاړي جایزه
خپله کړه.
کندهار کرکټ لوبغالي کې کندهار الف لوبډلې د یوې ویکټې
په توپیر د پکتیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې پکتیا لوبډلې د ۲۴۵ منډو هدف
ټاکلی و. د دوی توپوهنه کې حقمل اریا ۷۴، سیف الله ۵۳ او رحمن ۳۴ منډې ترسره کړې.
د کندهار الف په ګټه عبدالمصویر ۴، عزت الله او شاه محمد هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه
کړې.
د پکتیا لوبډلې
هدف کندهار الف لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د یوې ویکټې په توپیر ترلاسه کړی.
د کندهار الف لوبډلې توپوهنه کې شاه محمد ۱۰۶ ناسوځېدلي، نعمان شاه ۴۱ او محمد
اسحاق ۲۵ منډې جوړې کړې. بلخوا د پکتیا لوبډلې توپ اچونه کې حقمل اریا ۳ او شاهد
خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د کندهار الف لوبډلې الراونډر شاه محمد د لوبې غوره
لوبغاړی شو.
د خوست رحمت ولي
مسرور لوبغالي کې خوست الف په ۱۱ منډو بغلان ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې خوست الف
لوبډلې د صابر ګربز ۵۶، سلیم نورمل ۵۲ او صادق شاه ۴۸ منډو پر مټ د ۲۴۹ منډو هدف
ټاکلی و. د بغلان په توپ اچونه کې ذهیب خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د خوست الف لوبډلې
په هدف پسې بغلان لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۲۳۷ منډې جوړې کړې. د دوی
توپوهونکو کې رومل منګل ۶۸، باز محمد ۴۱ او راحت اندړ ۳۵ منډې ترلاسه کړې. د خوست
الف په توپ اچونه کې اجمل خان، سمیرالله او صابر ګربز ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې. د
خوست الف لوبډلې الراونډر صابر ګربز د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده چې
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه لوبو په لړ کې به سبا کونړ کې کابل ج د بدخشان، د
خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې خوست الف د فاریات، د خوست مس عینک لوبغالي کې
بغلان د پروان، د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې ننګرهار الف د پکتیکا،
کندهار کرکټ لوبغالي کې غزنی د پکتیا او د کندهار قریشي لوبغالي کې هلمند د کندهار
الف لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.