د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په روان بهیر کې نن د خوست په رحمت
ولي مسرور لوبغالي کې ننګرهار ب د خوست او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي
کې چېرمېن ایلېون لوبډلې د خوست ب لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. باید وویل شي چې د
وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د ۱۲ پیاوړو لوبډلو تر منځ پیل شوي،
چې غوره او ځلېدونکي لوبغاړي یې د میرویس نیکه درې ورځنیو او ملي شل اوریزه سیالیو
ته غوره کیږي.
د خوست ب او چېرمېن ایلېون لوبډلو تر منځ لوبه کې لومړی د چېرمېن ایلېون لوبډلې
توپوهنه ترسره کړه او د ۲۴۳ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په ګټه فضل عثماني ۷۵، مبین
خان ۶۴ او اعجاز احمد ۴۳ منډې ترسره کړې. بلخوا د خوست ب لوبډلې توپ اچونه کې
احسان امان ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د چېرمېن ایلېون لوبډلې د هدف په ځواب کې
خوست ب لوبډلې ۲۲۸ منډې جوړې کړې او د ۱۴ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې
لوبډلې توپوهنه کې رحمن ریحان ۱۰۲ او صابر ګربز ۷۷ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې
د چېرمېن ایلېون لوبډلې په توپ اچوونکو کې افتاب عالم ۴ او ولي اغا ۳ لوبغاړي د
لوبې له ډګره بهر کړل.
د چېرمېن ایلېون لوبډلې چټک توپ اچوونکی
افتاب عالم د ۲۵ منډو بدل کې د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی
ونومول شو.
د ننګرهار ب او خوست لوبډلو تر منځ لوبه چې خوست کې ترسره شوه، ننګرهار ب لوبډلې
پکې بریا ترلاسه کړه. دغه لوبه کې لومړی د خوست لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۱۷۵
منډو هدف یې وټاکه. د خوست لوبډلې په توپوهونکو کې نقیب احساس ۵۰ او نوید عبید ۳۸
منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د ننګرهار ب لوبډلې توپ اچونه کې نصیر خان، فهیم
قاسمي او جواد علي هر یوه ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د خوست لوبډلې هدف ننګرهار ب لوبډلې د لوبې
په ۲۵م اور کې د ۳ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې جلات موسی زي
۷۳ او عنایت الله ۴۱ منډې جوړې کړې. بلخوا د خوست لوبډلې توپ اچونه کې حبیب الله،
محمد او یونس ځدراڼ ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د ننګرهار ب لوبډلې پیلیز توپوهونکی جلات
موسی زی په ۷۳ چټکو منډو جوړولو سره د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم
کړه.
د ویلو ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ
درجه ولایتي سیالیو په دوام به سبا د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې ننګرهار
د لوګر او د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون د اي سي بي ایلېون
لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.