د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په لړ کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه
ولایتي سیالۍ چې اوسمهال په ننګرهار او خوست ولایتونو کې روانې دي، نن یې په روان بهیر
کې کابل الف د لوګر لوبډله په ۷ ویکټو او پکتیکا د اي سي بي ایلېون لوبډله په ۶
ویکټو توپیر له ماتو سره مخ کړې. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو
غوره او با استعداده لوبغاړي به لېسټ اې او میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو ته لار
ومومي.
د نن لومړۍ لوبه چې د خوست په رحمت ولي مسرور
لوبغالي کې ترسره شوه، پکتیکا لوبډلې پکې بریا خپله کړه. دغه لوبه کې پکتیکا لوبډلې
د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. اي سي بي ایلېون لوبډلې په
ټاکلو ۴۳ اورونو کې د ۲۸۶ منډو هدف وټاکه. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې راحت اندړ
۷۴، سبحان علي او اعجاز الحق نورزي هر یوه ۶۶ او نصرالله ترکمن ۴۹ منډې ترسره کړې.
بلخوا د پکتیکا لوبډلې په توپ اچونه کې محمد عالم خان ۳ او عنایت الله ۲ لوبغاړي د
لوبې له ډګره بهر کړل.
د اي سي بي ایلېون لوبډلې هدف پکتیکا لوبډلې د لوبې په ۴۰ اور کې ترلاسه کړی. د
دوی په توپوهونکو کې کرامت الله ۱۰۹ ناسوځېدلي، شېر خان بهادر ۸۷ او سیف الله او
عبدالمجید هر یوه ۳۱ منډې په خپل نوم کړې. بلخوا د اي سي بي ایلېون لوبډلې په توپ
اچوونکو کې امان الله کونړي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د پکتیکا لوبډلې توپوهونکی کرامت الله د ۱۰۹
ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن دویمه لوبه چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، کابل الف
لوبډلې پکې د لوګر لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لوګر د لوبې پچه وګټله او لومړی
یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
لوګر لوبډلې د لوبې په ۴۱م اور کې د خپلو
ټولو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د ۱۶۰ منډو هدف یې وټاکه. د
لوګر په توپوهنه کې صابر حنیف ۵۰ او خالد زاهدي ۳۱ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې
د کابل الف لوبډلې په توپ اچوونکو کې سیدخان او جلال هر یوه ۳ او عرفان الله ساپي ۲
ویکټې په خپل نوم کړې.
کابل الف لوبډلې د لوګر لوبډلې هدف د لوبې په
۳۴م اور کې د ۳ ویکتو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې سمیع مموزي ۶۶،
محمد هارون ۴۶ او اصف موسی زي ۲۹ ناسوځېدلي منډې ترسره کړې. د لوګر لوبډلې توپ
اچونه کې محمدالله لوګري ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د کابل الف لوبډلې توپ اچوونکی سیدخان د ۳ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې
غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په روان بهیر کې
به سبا سهار د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې چېرمېن ایلېون د خوست ب او
د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې خوست د ننګرهار ب لوبډلو پر وړاندې د لوبو
ډګر ته ووځي.