ننګرهار او ډومیسټیک ایلېون خپلې سیالې لوبډلې ماتې کړې

ننګرهار او ډومیسټیک ایلېون خپلې سیالې لوبډلې ماتې کړې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د ۱۲ پیاوړو لوبډلو تر منځ روانې دي، نن یې په لړ کې ننګرهار لوبډلې د لوګر لوبډلې ته او ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د اي سي بي ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړې.

5 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د ۱۲ پیاوړو لوبډلو تر منځ روانې دي، نن یې په لړ کې ننګرهار لوبډلې د لوګر لوبډلې ته او ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د اي سي بي ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د ننګرهار او لوګر لوبډلو تر منځ لوبه چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، د ننګرهار لوبډلې پکې د ۵ ویکټو په توپیر لوګر لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی لوګر توپوهنه وکړه، چې د ټولو ویکټو په تاوان یې یوازې ۱۴۲ منډې هدف وټاکه.

د لوګر لوبډلې په توپوهنه کې صابر حنیف ۵۲، منصور خان ۳۱ او یوسف خان ۲۹ منډې جوړې کړې. بلخوا بیا د ننګرهار لوبډلې په توپ اچونه کې اقدام الحق ۳، یما عرب او محمد ابراهیم هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د لوګر لوبډلې ټاکلی هدف ننګرهار لوبډلې د لوبې په ۲۹م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د ننګرهار توپوهونکو کې اکبر موسی زي ۵۰، الله نور ناصري ۲۹ او عثمان یونس ۲۸ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د لوګر لوبډلې توپ اچوونکو کې رشید ځاځي او محمدالله لوګري هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ننګرهار لوبډلې چټک توپ اچوونکی اقدام الحق د ۳۹ منډو بدل کې د ۳ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې بیا ډومیسټیک ایلېون لوبډلې په ۳ ویکټو اي سي بي ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې لومړی اي سي بي ایلېون لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په تاوان یې ۲۳۶ منډې هدف وټاکه. د دوی په توپوهونکو کې اصف شاه ۶۱، کمال خان ۵۵ او اعجاز الحق نورزي ۳۴ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې توپ اچونه کې کامل کاکړ ۴ او خیر محمد علیزي ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د اي سي بي ایلېون لوبډلې د ۲۳۶ منډو هدف ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د لوبې په ۳۹ اورونو کې د ۷ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په ګټه نجیب الله الکوزي ۷۱، جاوید احمدزي ۵۴ او حیات نوري ۴۴ منډې جوړې کړې. د اي سي بي ایلېون توپ اچونه کې اعجاز الحق نورزي، ابوذر ساپي او فرهاد علي ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې چټک توپ اچوونکی کامل کاکړ د ۵۲ منډو بدل کې د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په لړ کې به سبا سهار د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې کندهار الف د پکتیکا او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ د چېرمېن ایلېون لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.

ملاتړ کوونکي او همکاران