د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې د کندهار پر
دوه لوبغالو ترسره شوې. د یادو سیالیو لومړۍ لوبه چې کندهار کرکټ لوبغالي کې ترسره
شوه، هرات پکې د ۹ ویکټو په توپیر د کابل اي او دویمه لوبه چې د کندهار قریشي
لوبغالي کې وشوه، خوست ب پکې د ۹ ویکټو په توپیر د لغمان لوبډلې له ماتې سره مخ
کړې.
د هرات او کابل اي لوبډلو تر منځ د نن لوبه
کې لومړی کابل اي لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د خپلو ټولو ویکټو په تاوان یې ۱۹۴
منډې هدف وټاکه. د دوی په توپوهنه کې حکمران ۵۰، محمدالله کریمي ۴۲ او ضیاء ارمان
۳۸ منډې جوړې کړې. د هرات لوبډلې په توپ اچونه کې محمدعلي ۵ او نصرالله ۲ ویکټې
ترلاسه کړې.
د کابل اي لوبډلې هدف هرات لوبډلې د لوبې په
۲۲.۳ اورونو کې د یوې ویکټې په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې
عزیز نبي ۱۱۸ ناسوځېدلي او کریم خان ۶۷
منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د کابل اي لوبډلې له لوري یوازې باتور خان
وتوانیدی چې یوه ویکټ په خپل نوم کړي.
د هرات لوبډلې پیلیز توپوهونکی عزیز نبي په
خپلې ښکلي توپوهنې سره د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د کندهار په قریشي لوبغالي کې دویمه لوبه د
خوست ب او لغمان لوبډلو تر منځ نننۍ لوبه کې خوست ب لوبډلې بریا خپله کړه. دغه
لوبه کې لغمان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ۲۴۲ منډو هدف یې وټاکه. د دوی
په توپوهنه کې عاطف خان ۷۴، عمران حسن ۵۳ او حنظله ۴۱ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې
د خوست ب لوبډلې په توپ اچونه کې حسیب الله، نجیب ځدراڼ، عزت الله او هاشم خان هر
یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لغمان لوبډلې ټاکلی هدف خوست ب لوبډلې د لوبې په ۴۵م اور کې د یوې
ویکټې په تاوان ترلاسه کړی. د خوست ب په توپوهنه کې جمشېد ځدراڼ ۱۰۴ ناسوځېدلي،
اصغر اتل ۱۰۱ او فرهاد رسولي ۲۰ منډې جوړې کړې. د لغمان په توپ اچونه کې یوازې برکت
الله د یوې ویکټې په ترلاسه کولو وتوانیدی.
د لوبې په وروستیو کې د خوست ب لوبډلمشر اصغر
اتل په ۱۰۱ منډو جوړولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان
دویمه درجه ولایتي سیالیو پر وروستۍ ورځ سبا دوه لوبې ترسره کیږي. لومړۍ لوبه د
کندهار کرکټ لوبغالي کې د نیمروز او کابل اي تر منځ او دویمه لوبه د کندهار په
قریشي لوبغالي کې د خوست ب او هرات لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.